جان کېري له محمود عباس سره کتلي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د بهرنيو چاور وزير جان کېري په اردن کې د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د شخړو او تاوتريخوالي پر سره خبري کوي.
د دې خبرو په ترڅ کې جان کېري د فسطينيانو د مشر محمود عباس او د اردن له پاچا عبدالله سره په عمان کې کتلي دي.
دغه خبرې له هغه وروسته کېږي چې اسراييلي پوليسو وايي يو فلسطينی وګړی چې غوښتل يې پر اسراييلي پوليس د چاقو بريد وکړي، وژلی دی.
دا د تېرو څو اوونيو خونړيو پېښو وروستۍ ده، چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.
ويل کېږي تراوسه د فلسطينيانو له خوا پر اسراييلو د چاقو بريدونو کې اته اسراييلي وګړي وژل شوي دي. بل خوا د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې شاوخوا ۵۰ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېرې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د اسراييلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره کتلي وو، د ده په وينا خبرې يې په سيمه کې د سولې لپاره ګټورې وې.
دی وايي غواړي بيت المقدس ته د ورتګ قوانين بايد واضح او روښانه وي.
د روان تاوتريخوالي له کبله اسرييلي پوليسو پر فلسطيني ځوانانو مسجد الاقصی ته پر ورتګ بنديز لګولی و چې پرون يې دغه بنديز لرې کړ.
د اسراييلي پوليسو په وينا دغه بنديز يې د فلسطينيانو او اسراييلي ځواکونو تر منځ د وروستيو تاوتريخوالي له کبله لګولی و.
مسجد الاقصی د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره يو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي.








