په سهار کې لمبېدل غوره دي یا ماښام کې؟

یوه ښځه لامبي

د عکس سرچینه، Getty Images

ځینې خلک سهار لمبېدل خوښوي او نور بیا ماښام. خو متخصصین په دې اړه څه وايي؟

له ډېرو سره دا ډول پوښتنې پیدا کېږي او په دې تړاو بېل نظرونه او بحثونه شته دي.

ایا باید سهار وختي ولامبو، که ماخوستن له ویدېدو وړاندې؟‌ په امریکا کې بيا ۳۴ سلنه وګړي هره ورځ نه لامبي.

دا چې تاسې د دوی له ډلې یاست یا نه،‌ کېدای شي فکر وکړئ چې ستا انتخاب ستا پر روغتیا څه اغېز لري؟

کله چې سهار له خوبه پاڅېږو او سترګې مو لا هم له خوبه ډکې وي، یو له لومړنیو کارونو لمبېدل/شاور کول وي.

د سهار د لمبا پلویان وايي د لسو دقیقو لپاره له شاوره د راتلونکو ګرمو اوبو لاندې درېدل دوی سره مرسته کوي چې ویښ شي، تازه والی احساس کړي او د خپلې ورځې پیل لپاره چمتو شي. خو هغه کسان چې ماښام لمبېدل غوره ګڼي، وایي له خوب مخکې د ورځې د ککړتیاوو لېرې کول یا ځان مینځل دوی ته د ارام خوب موکه ورکوي.

کوم غوراوي ته ساینس ډېر ترجیح ورکوي؟

یوه ښخه له لمبا وروسته خپل ټیلیفون ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

لمبېدل له پوستکي دوړې، خوله او غوړ لېرې کوي. دا مواد د ورځې په جریان کې راټولېږي، که له خوب مخکې لمبا و نه شي نو له چاپېریاله دا اخیستل شوې دوړې، ککړتیاوې او ګرد هم زموږ پر بدن پاتې کېږي او دا پاتې شوني بسترو او بالښتونو ته انتقالېږي. ستا پوستکي کې ډېر میکروبونه ژوندي وي. که د پوستکي په هر سانتي متر مربع کې دقت وکړې، نو وبه وینې چې هلته له لسو زرو تر یو میلیون پورې باکتریاوې ژوند کوي او دا موجودات له غوړو تغذیه کېږي چې د خولې له غدې یې تولیدوي.

که څه هم خوله خپل بوی نه لري، خو هغه سلفور لرونکي مرکبات چې باکتریاوې لکه ستافیل کوکس یې تولیدوي، د بدن بد بوی رامنځته کوي.

نو پر دې اساس، ښایي داسې ښکاري چې له خوب مخکې لمبېدل تر ټولو صحي انتخاب دی، خو حقیقت یو څه پېچلی دی.

د لېسټر پوهنتون د مایکروبیولوژۍ متخصصه پریمروز فریسټون وايي: "که تاسو د شپې ولامبئ، نو بسترې ته به پاک ځئ، خو تاسو به په هر حال د شپې خولې کېږئ."

فریسټون زیاتوي، ان په سړه هوا کې، یو شخص د شپې په بستره کې تر نیم پاوه (۲۵۰ میلی لیتره) پورې خوله باسي او له ۵۰ زرو زیاتې یې د پوستکي حجرې خوشې کوي.

هغې زیاته کړه: "تاسو به لاهم داسې یو چاپېریال رامنځته کړئ چې خوله به وي، بکتریاوې پرې تغذیه کېږي او د بدن بوی تولیدوي. نو کله چې د شپې ولامبئ او سهار راویښ شئ، نو د خولې بوی به درسره وي."

خو د ماښام د لمبا ګټې یوازې هغه وخت ترلاسه کېږي چې د بسترې پوښونه/روجايي په منظم ډول ووینځل شي، ځکه باکتریاوې په پوښونو، روجايي ګانو او بالښتونو کې د څو اونیو لپاره پاتې کېږي.

همدارنګه د دوړو اغېز د وخت په تېرېدو راټولېږي، همدارنګه فنګسونه، په ځانګړې توګه په لمدو ځایونو کې لکه بالښتونه. که څه هم د سالم معافیت لرونکي خلک له دې میکروبي برید سره مقابله کولی شي، خو د شدیدې سالنډۍ لرونکي ناروغان تر ۷۶٪ پورې لږ تر لږه د یو ډول فنګس په وړاندې حساسیت لري.

او له فنګس سره مخامخېدل د هغو کسانو لپاره چې د نري رنځ یا سل ناروغۍ یا د سګرټ څکولو پورې تړلي د سږو ناروغۍ لري، لا له ډېرو نورو جدي ناروغیو سره مخامخېږي.