"سوکوهنې ګټه راته وکړه... اتلولیو کې د فلسطین د بیرغ جګولو هیله لرم"
د سمندر پر غاړه او ګراج کې د نجونو له روزلو وروسته، اسامه ایوب اوس د سوکوهنې په خپل مسلکي کلب کې ۴۰ نجونې روزي. دا په غزه کې د خپل ډول لومړنی کلب دی، چې ښځو او نجونو ته د سوکوهنې تمرینونه ورښيي. فرح چې په دې کلب کې تمرین کوي وايي: "زه خوشحاله یم؛ ځکه چې دا ځای پراخ دی او په مسلکي کړۍ کې د ننه لا ښه تمرین کولی شو."