بايډن: امریکا د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ اوږدمهالې سولې ته ژمنه ده

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا ولسمشر جوبايډن منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې د اسرائیلو تر ولکې لاندې لوېدیځې غاړې ته تللی او هلته یې د اسرائیلو د اوږدمهالې سیالې فسطینۍ ادارې لیدنه کړې ده.
د فلسطینۍ ملي ادارې مشر محمود عباس د ښاغلي بایدڼ هرکلۍ وکړ او د ښه راغلاست له مراسمو وروسته دواړه مشران په بیت الحم کې ګډې خبرې ناسته ته وغږېدل.
د خبریالانو له پوښتنه پرته لنډه وینا کې ښاغلي بایډن وویل، د ۱۹۷۶ کال شپږ ورځنۍ جګړې د اور سکروټې لاهم تازه دي چې وخت ناوخت ترې د اور لمبې جګېږي.
ښاغلی بایډن وایي، سره له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ حالات ښه نه دي، موخې هم لرې دي خو امریکا ژمنه ده چې دواړه خواوې د سولې تلپاتې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي وويل، د فلسطین خلک د یوه خپلواک، دوامداره او پرمخ روان هېواد وړ دي، دوه دولته د دوو ملتونو لپاره چې دلته ژورې ریښې لري باید په خپلو کې په سوله کې ژوند وکړي، دواړه هېوادونه باید د وګړو ټولو حقونو ته درناوی وکړي، دواړه ملتونه باید په مساوي توګه له خپلواکۍ او انساني کرامت برخمن وي، دا هغه څه دي چې د ټولو ستونزو حل پکې پروت دی."
امریکایي ولسمشر له فلسطین سره د نیم میلیارد ډالرو د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس بیا پر اسرائیلو سختې نیوکې وکړې او له امریکا یې وغوښتل چې اسرائیل له ټولو سرغړونو راوګرځوي.
نوموړي وویل، اسرائیل باید د ختیځ بیت المقدس اشغال پای ته ورسوي، د دوي د خاورې له غصب لاس واخلي، وژنې بندې کړې او د دوو خپلواکو دولتونو په توګه تاریخ ته درناوی وکړي.
ښاغلي عباس وويل، "موږ د نړیوال مشروعیت پرېکړه لیکونو ته درناوی لرو، هغه هوکړې مو چې د تاوتریخوالي پای ته رسولو، سیمه او نړۍ کې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره کړې ورته ژمن یوو، موږ په بې صبرۍ په تمه یوو چې په ختیځ بیت المقدس کې د خپلې کونسلګرۍ په پرانیستلو سره امریکا زموږ سره د خپواک هېواد په توګه اړیکې جوړې کړي او د فلسطین ازادۍ غوښتونکی غورځنګ د ترهګرو له نوملړ څخه وباسي، موږ ترهګر نه یوو موږ باید په واشنګټن کې دفتر پرانیزو او ګډه سره کار وکړو."
ښاغلي بایډن په دې ناسته کې د اسرائیلي سرتېرو لخوا د فسطینۍ توکمه امریکایۍ خبریالې شیرین ابو عاقله وژنه خواشینونکې پېښه وبلله او ويې ویل چې عاملان یې باید ځواب ووایي.
خو له دې ناستې وړاندې یو شمېر فلسطینیانو او اسرائیلو لاریون هم وکړ او له بایدڼ یې وغوښتل چې د خبریالې کورنۍ ته انصاف ورکړل شي.
امریکایي ولسمشر اوس له اسرائیلو په مستقیمه ملکي الوتنه کې سعودي عرب ته ځي.
سعودي د لومړي ځل لپاره له اسرائیلو د ورتلونکو ناپوځي الوتکو پرمخ خپل هوایي حریم پرانیستی چې د اسرائیلو او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو ښه کولو لپار مهم ګامل بلل شوی، دا چاره د اسرائیلي چارواکو او بایډن له تاوده هرکلي سره هم مخ شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
سعودي عرب ته د بایدڼ سفر هم له وړاندې د یو شمېر کسانو او فعالانو له اعتراض سره مخ دی، د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي پلویان، د سیاسي زندانیانو کورنۍ او د بشري حقونو مدافعان چې د سعودي د حکومت په سختو تګلارو نیوکه لري، له بایډن غوښتنې لري.
بایډن به په سعودي کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره سیمه ییزه سرمشریزه کې هم ګډون وکړي، داسې رپوټونه هم شته چې امریکا به د تهران د ګواښ د مخنیوي لپاره د اسرائیلو او ځینو نورو عربي هېوادونو - چې ځینې یې د ایران مخکيني او اوسني دوښمنان دي، ټینګ دفاعي تړون وکړي.
خو ایران له وړاندې دې سفر ته غبرګون ښودلی او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ځواکمن او منطقي ایران د خپلې اقتصادي ودې او بندیزونو لرې کولو لپاره عزتمنې هڅې جاري ساتي خو هېڅ کله به له خپلو لویو حقونو شاته نه شي او د ده په وینا د سپینې ماڼۍ او صهیونیزم ترمنځ نژدې یارانه به دوي نور هم د خپلو حقونو تر لاسه کولو ته ژمن کړي.










