سعودي ته د بایډن سفر او د فعالانو نیوکې

فعالان د 'جمال خاشقجي لارې' پر سر له شعارونو سره ولاړ وو.

د عکس سرچینه، MANDEL NGAN

د عکس تشریح، فعالان د 'جمال خاشقجي لارې' پر سر له شعارونو سره ولاړ وو.

د امریکا ولسمشر، جو بایډن، نن په داسې وخت کې سعودي ته ورځي، چې په هغه هېواد کې د یو شمېر بندي کسانو کورنیو ترې غوښتي چې د بشري حقونو مسلې ته له سعودي چارواکو سره خبرو کې لومړیتوب ورکړي.

یوه قضیه چې تر اوسه ډاګیزه شوې نه ده، د یوه داسې بندي سړي ده چې عمر یې تر اویاو کلونو پورته دی او د سعودي او امریکا غبرګ وګړتوب لري.

د دغه سوداګر د نیونې خبر تازه د هغه د کورنۍ یوه غړي له بي بي سي سره شریک کړی، چې د تېر کال له وروستیو راهیسې په بند کې دی.

پر هغه کوم رسمي تور نه دی لګول شوی، خو د کورنۍ غړي یې پر دې باور دي، چې پر ټولنیزو رسنیو د سعودي پر حکومت باندې د کړو-نیوکو له امله به نیول شوی وي.

د مدني فعالانو احتجاج

له هغه یوه ورځ وروسته چې سپینې ماڼۍ سعودي ته د ولسمشر بایډن د سفر اعلان وکړ، یو شمېر فعالان یې د واشنګټن سفارت مخې ته د احتجاج لپاره راټول شول.

دوی وايي، دوی به ''د دې تړلو دروازو تر شا ناستو دیپلوماتانو ته هره ورځ ورپه زړه کوي چې سعودي حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د خبریال او سعودي حکومت مخالف جمال خاشقجي د وژنې مسوول دی. ''

دوی دغه راز له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره د ولسمشر بایډن لیدنې پرېکړه غندلې چې امریکايي استخباراتو په وینا د جمال خاشقجي وژنې امر یې ورکړی و.

فعالانو د جمال خاشقجي کوژدنې پیغام هم اورولی چې وايي:

''که تاسې ته د اصولو پرتله تېل مهم وي، او د ارزښتونو پرتله درته مصلحت مهم وي، لږ تر لږه دومره خو ووایاست چې د جمال مړی چېرې دی، ایا هغه په مناسبه توګه خاورو ته د سپارل کېدو حق نه لري؟ ''

"مرتدین"

جو بایډن چې په ۲۰۱۱ کال مرستیال ولسمشر و، سعودي ته یې سفر کړی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن چې په ۲۰۱۱ کال مرستیال ولسمشر و، سعودي ته یې سفر کړی و

د یادونې ده چې بن سلمان دا ډول تورونه ردوي او د سعودي څارنوالۍ یې مسؤلیت د سعودي پر "مرتدو" لاسپوڅو اچولی دی.

په ۲۰۱۹ کال بایډن د ولسمشریزو ټاکنو منډو ترړو پرمهال ژمنه کړې وه چې سعودي به د خاشقجي د وژلو له کبله "غورځول شوی" هېواد ګرځوي. جمال خاشقجي امریکا کې اوسېده او "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې ته یې لیکنې هم کولې.

بایډن په یوه مقاله کې چې تېره شنبه په "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼه کې خپره شوه سعودي ته د خپل سفر ننګه کړې وه او ویلي یې وو چې هدف یې له ریاض سره "د اړیکو رغول دي نه غوڅول".

بایډن داسې مهال منځني ختیځ ته سفر کړی چې په نړیواله کچه د تېلو بیه لوړه شوې ده. تمه ده چې د بایډن او بن سلمان ترمنځ د خبرو یوه مهمه موضوع د انرژۍ تولید اړوندې مسلې هم وي،‌ چې دا مهال سعودي په نړیواله کچه د تېلو لوی تولیدګر هېواد دی.

Palestinians and Israeli troops at Tayaseer checkpoint (06/06/22)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، بایډن لومړنی امریکایی ولسمشر دی چې له اسرائیلو نېغ سعودي ته هوايي سفر کوي. دا په دې مانا هم کېدای شي چې سعودي ورو - ورو د اسرائيلو منلو ته نژدې کېږي چې څو لسیزې له فلسیطینیانو سره د اسرائیلو د ستم له کبله ریاض له تل ابیب لیرې شوی و.

بایډن به په سعودي کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره سیمه ییزه سرمشریزه کې هم ګډون وکړي، داسې رپوټونه هم شته چې امریکا به د تهران د ګواښ د مخنیوي لپاره د اسرائیلو او ځینو نورو عربي هېوادونو - چې ځینې یې د ایران مخکېني او اوسني دوښمنان دي -ټینګ دفاعي تړون وکړي.

بایډن لومړنی امریکایی ولسمشر دی چې له اسرائیلو نېغ سعودي ته هوايي سفر کوي. دا په دې مانا هم کېدای شي چې سعودي ورو - ورو د اسرائيلو منلو ته نژدې کېږي چې څو لسیزې له فلسیطینیانو سره د اسرائیلو د ستم له کبله ریاض له تل ابیب لیرې شوی و.

د اسرائیلو لومړي وزیر یائیر لابید وویل، د بایډن لېږدوونکې الوتکه به سعودیانو ته "زموږ د سولې او هیلې" پیغام ولېږدوي.

د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر کې اسرائیلي چارواکي د بایډن هرکلي ته ورغلي وو.

بایډن هلته تر رسېدا وروسته وینا کې د اسرائیلو او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه وینا وکړه او وویل: "تاسو د صهیوني کېدو لپاره اړ نه یاست چې یهودي شئ" چې اشاره یې هغه سیاستي خوځښت ته وه چې د اسرائیلو موجودیت پرې ولاړ دی.