جو بایډن: سعودي ته مې د سفر موخه "د روسي یرغل" مخنیوی دی

بایډن چې د اوباما مرستیال و په ۲۰۱۱ کال هم سعودي ته تللی و

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، بایډن چې د اوباما مرستیال و په ۲۰۱۱ کال هم سعودي ته تللی و

د امریکا ولسمشر جو بایډن راتلونکې جمعه سعودي عربستان ته د خپل سفر ننګه کړې چې په وینا یې دغه هېواد ته سفر یې د امریکا د امنیت ساتلو لپاره یوه اړتیا ده او دا چې د "روسي یرغل" پر وړاندې او "د چین پر سیالۍ بریالي کېدو" لپاره خپل توان ډاډمن کړي.

په "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼه کې بایډن په یوه خپره شوې مقاله (ولې سعودي ته ځم؟) کې ویلي، د سیاست هدف یې "تل له سعودي سره د اړیکو پر رغولو ولاړ دی نه د اړیکو په غوڅولو".‌

د امریکا ولسمشر - چې راتلونکې اونۍ به د منځني ختیځ خپل سفر ‌پیلوي- ویلي پوهېږي ډېری کسان سعودي ته د ده له سفر سره په سعودي کې د بشر حقونو د سرغړونو له کبله مخالف دي، خو د سفر موخه یې له "سعودي سره د ستراتیژیک شراکت او ملګرتیا پیاوړي کول دي، چې امریکايي مهم ارزښتونه پکې نغښتي دي".

په سیمه کې امریکا ته د ګواښونو په اړه بایډن ویلي په دې سفر کې به "منځني ختیځ کې د امن او ټیکاو راتلو" لپاره هم خبرې وشي.

بایډن په سیمه کې د امریکا هغو تګلارو ته هم اشاره کړې چې د ایران او د دغه هېواد د اتومي مسلې په اړه یې لري، یمن کې اوربند، په عراق کې امنیت او نورو مهمو قضیو کې د امریکا پر رول یې ټینګار کړی.

خو ځینې شنونکي بیا وايي، چې عراق او ځینو نورو منځني ختیځ هېوادونو کې د امریکا تر یرغل وروسته ناامنۍ او عرب پسرلی پیل شو چې سلګونه زره کسان پکې ووژل شول او میلیونونه بې کوره او کډوال شول.

بایډن وايي، دی د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې "له اسرائیل به نېغ جدې ته سفر" کوي چې په وینا یې دا سفر به یې دا معنا هم ولري چې "د اسرائیلو او نورې عربي نړۍ ترمنځ د همکارۍ او اړیکو بنسټ" دی.

بایډن د خپل سفر لومړي تمځي کې لومړی اسراییلو او د فلسطین لوېدیځې ترانګې، بیا سعودي عربستان ته چې هلته د اردن، مصر او عراق د مشرانو سرمشریزه ده، سفر کوي.

وړاندې جو بایډن سعودي د "پرېښودل شوي دولت" په توګه یاد کړی وی، ځکه چې د سعودي الاصل امریکايي خبریال جمال خاضقجي په وژلو کې ملامت هېواد دی، همدا ده چې د سفر په اړه یې ډېر مخالفتونه هم پیل شوي دي.