بایډن: اوکرایین کې مېشت امریکایان باید سملاسي ووځي

اوکرایین

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن له هغو ټولو امریکایانو چې په اوکرایین کې پاتې دي، غوښتي چې سملاسي له دې هېواده ووځي.

ښاغلی بایډن وايي، که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، هلته د پاتې امریکایاتو ژغورلو لپاره به پوځیان نه استوي.

ښاغلی بایډن په دې هکله وویل: ''په سیمه کې وضعیت په چټکۍ سره د لیونتوب لور ته تلای شي. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په اوکرایین کې له مېشتو امریکایانو غوښتي چې سملاسي له دې هېواده ووځي.

ولسمشر بایډن په دې هکله خبرو کې وویل:

''امریکایان باید همدا اوس ووځي. موږ د نړۍ له یوه لوی پوځ سره ښکېل یو، وضعیت ډېر بدل دی او هر څه په چټکۍ سره د لیونتوب لور ته تلای شي. ''

له نوموړي پوښتنه وشوه چې د امریکایانو تېښتې په صورت کې د هغوی ژغورنې لپاره د پوځیانو استولو کوم پلان شته؟

ښاغلي بایډن وویل: ''نه! نه شته، دا به نو بیا نړیواله جګړه وي، چې امریکایان او روسیان پر یوه بل ډزې وکړي، موږ د پخوا پرتله بدله شوې نړۍ کې یو. ''

دیپلوماتیکې هڅې

ینس استولتنبرگ و بوریس جانسون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بورېس جانس پنجشنبه بروکسل کې د ناټو سرمنشي سره د اوکرایین پر کړکېج خبرې کړې دي

بل لور د اوکرایین موضوع پر سر د راپورته شوي تاوتریخوالي کمولو لپاره د نړیوالو مشرانو هڅې دوام لري.

روسیه پرلپسې پر اوکرایین د یرغل پلان ردوي، خو له دې هېواد سره یې پر پوله نژدې ۱۰۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

په تازه پېښو کې روسیې له بېلاروس سره ګډ پوځي تمرینات پیل کړي او اوکرایین وايي، روسیې یې سمندر ته مخه نیولې ده.

روسیه وايي، غواړي خپلې ''سرې کرښې '' برالا کړي او د پخواني شوروي اتحاد غړي هېوادونه په ناټو سازمان کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

بل لور د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن پر پنجشنبه د دې موضوع په هکله خبرو کې وویل، د همدې تاوتریخوالي له کبله اروپا په لسیزو کې تر ټولو لوی امنیتي ګواښ سره مخامخ ده.

نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه بروکسل کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهار کړې دي.

ښاغلي جانس وویل، لویدیځو هېوادونو د اوس لپاره د دیپلوماسۍ لاره غوره کړې ده او هڅه کوي چې د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم خبري غونډې ته وویل، پر اوکرایین د روسې برید به په دې شخړه کې د ناټو د لا ډېرې ښکېلتیا سبب شي.