اوکرایین کړکېچ؛ د ملګرو ملتونو غونډه کې د امریکايي او روسي استازو تر منځ لفظي شخړه وشوه

جلسه شورای امنیت سازمان ملل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا استازې - ښي اړخ ته - د روسیې برید خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکايي او روسي استازو تر منځ هغه مهال لفظي شخړه رامنځته شوه، چې امریکايي استازو له اوکرایین سره پر پوله د روسي ځواکونو ځای پر ځای کېدو پر موضوع د غونډې رابللو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازې لینډا توماس - ګرینفلډ وویل، د پوځونو دا ځای پر ځای کول په اروپا کې له تېرو څو لسیزو راهیسې هیڅ ساری نه لري.

په ورته مهال د هغې روسي سیالانو امریکا غوغا ته په لمن وهلو تورنه کړه او په وینا یې د روسیې په کورنیو چارو کې داسې لاسوهنه کوي چې د منلو نه ده.

د دوشنبې ورځې غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نیبینزیا وویل، داسې هیڅ ثبتوت نه شته چې وښيي، روسیه د اوکرایین پر ضد پوځي یرغل پلانوي او په خبره یې ملګرو ملتونو د پوځونو ځای پر ځای کېدو خبره نه ده تایید کړې.

نوموړي وویل، روسیه معمولاً د خپلو پولو اوږدو کې معمولاً پوځیان ځای پر ځای کوي چې په وینا یې دا د واشنګټن سرخوږی نه دی.

روسیې هڅه وکړه د ملګرو ملتونو پرانیستې غونډې مخه ونیسي خو د دوو په مقابل کې یې په لسو رایو دا هڅه ناکامه شوه.

امریکایۍ استازې اغلې توماس ګرینفلډ بیا وايي، امریکا اوس هم باوري ده، چې لا هم دیپلوماتیکه حل لار شته، او خبرداری یې ورکړ چې که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي چې په وینا یې ''بوږنوونکې '' پایلې به ولري، د امریکا غبرګون به پرېکنده وي.

نوموړي وویل، روسیه په داسې حال کې چې له اوکرایین سره پر پوله د پوځیانو شمېر زیاتوي، له اوکرایین سره پر پوله بېلاروس کې یې هم د پوځیانو شمېر ۳۰ زرو ته ډېر کړی دی.

امریکا او بریتانیا ګواښنه کړې، که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، نور بندیزونه به پرې ولګوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیره لیز ټرس وايي، د بندیزونو داسې قوانین چمتو شوي چې له مخې به یې د کریمیلین ته پر نژدې کسانو او کاروبارونو بندیزونه پراخ شي.

په امریکا کې بیا یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، د نویو بندیزونو له مخې به نړیوال مالي نظام ته د کریمیلن اړوند چارواکو د لاسرسي مخه ونیول شي.

د یپلوماتیکې هڅې

اوکرایین پوځيان د دغه هېواد په ختیځه سیمه کې د تیارسئ په حال کې دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اوکرایین پوځيان د دغه هېواد په ختیځه سیمه کې د تیارسئ په حال کې دي.

روسیې چارواکو له اوکرایین سره پر پوله داسې نژدې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پر ځای کړي چې په ټانکونو، توغندیو او توپخانه سمبال دي.

بل لور د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره دیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي او په پام کې ده، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د سې شنبې پر ورځ ناوخته په همدې لړ کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وویني.

بل لور امریکا وايي، له روسیې د تاوتریخوالي کمولو لړ کې د خپل وړاندیز لیکلی ځواب موندلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د غبرګون په هکله په عام محضر کې خبرې ''ګټه نه لري. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی کس په دې هکله وویل، امریکا خبرو ته ژمنه ده او دې لړ کې به د اوکرایین په ګډون له متحدینو او ملګرو سره سلا مشورې دوام وکړي.

بل لور پر همدې سې شنبه د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته ځي.

نوموړي ژمنه کړې له دیپلوماتیکو لارو چارو به د ''نورې وینې تویېدنې مخنیوي '' لپاره د مسکو او کیېف تر منځ د تاوتریخوالي کمولو په موخه له اوکراییني ولسمشر ولودومیر زیلنسکي سره په شریکه کار وکړي.