جمال خاشقجي: جو بایډن د سعودي پاچا سره خبرو کې د بشري حقونو موضوع راپورته کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره تلیفوني خبرو کې دغه هېواد کې پر بشري حقونو غږېدلی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي د امریکا نوي ولسمشر په خپلو خبرو کې د امریکا لپاره "د بشري حقونو او قانون د رعایتولو په اهمیت" ټینګار وکړ.
ښاغلي بایډن د سعودي پاچا سره د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو د رپوټ تر لوستلو وروسته دا تلیفوني خبرې کړې دي.
ویل کېږي دغه رپوټ به چې احتمالآ د جمال خاشقجي د وژلو امر کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د مستقیم نقش په اړه مالومات به هم پکې افشاء شوې وي، لنډ وخت کې د عام لاسرسي لپاره خپور شي.
جو بایډن چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د دغه رپوټ د خپرولو ژمنه کړې وه، ویلي واشنګټن به ریاض سره د اړیکو نوی باب پرانځي.
د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ادارې سعودي عربستان سره تاوده اړیکي پالل او په همدې لړ کې یې د جمال خاشقجي د وژلو په اړه د امریکا د استخباراتو د رپوټ له خپرولو هم ډډه کړې وه.
خو بایډن واک ته له رسېدو سره سم ریاض سره د یمن جګړه کې د امریکا پوځي مرستې ودرولې او پر سعودي عربستان او متحدو عرب اماراتو یې د وسلو د پلور تړونونه وځنډول.
د امریکا نوې ادارې د یمن حوثي یاغیان هم د ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ښاغلي خاشقجي وژلو کې خپله هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده.
د نوموړي د قتل قضیه کې پنځه کسان په اعدام محکوم شول، خو د خاشقجي د کورنۍ د "رضایت" پایله کې یې سزا ۲۰ کلونو بند ته راټیټه شوه.
د رپوټ محرمه برخه

د عکس سرچینه، AFP
رویټرز خبري اژانس ویلي، تمه ده چې د امریکا د استخباراتي ارزونو یوه محرمه نسخه - چې ویل کېږي ډېره برخه یې سي ای اې چمتو کړې ده - د پنجشنبې په ورځ (فبروري ۲۵مه) خپره شي.
۵۹ کلن خبریال جمال خاشقجي چې د "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له ټینګو نیوکګرو و.
جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر دویمه له خپلې ترکۍ کوژدنې سره د ترکیې استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ورغلی و.
کوژدنه یې د کونسلګرۍ مخې ته په انتظار وه، خو خاشقجي بیا هېڅکله له کونسلګرۍ راونه وت.
د ترکي چارواکو د رپوټ له مخې، لومړی هغه زندۍ شوی او بیا یې بدن ۱۵ کسانو د سعودي کونسلګرۍ کې دننه ټوټه-ټوټه کړی او له هغه ځایه ایستلی دی. د هغه د بدن غړي لا تر اوسه ونه موندل شول.
د سعودي عربستان حکومت د ښاغلي خاشقجي په وژل کېدو کې د محمد بن سلمان هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
د نوموړي د قتل قضیه کې پنځه کسان په اعدام محکوم شول، خو د خاشقجي د کورنۍ د "رضایت" پایله کې یې سزا ۲۰ کلونو بند ته راټیټه شوه.









