مسکو د پوتین په هکله د بایډن له څرګندونو وروسته خپل سفیر له واشنګټن ور وباله

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیې له هغه وروسته له واشنګټن خپل سفیر ور وباله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد تېرو ټاکنو کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په لاسوهنه تورن کړ.
کرملین وایي، خپل سفیر یې د دې "سلا مشورې" لپاره ور بللی، چې د مسکو-واشنګټن د اړیکو "د نه جبرانېدونکي تخریب" مخنیوی وکړي.
د مسکو دا ګام له هغه وروسته دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل: "ویلادیمیر پوتین به د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې تاوان پرې کړي. "
جو بایډن له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي، باوري دی چې ویلادیمیر پوتین "یو انسان وژونکی" دی.
نوموړي دا خبرې د امریکا د استخباراتي او اطلاعاتي ادارو د رپوټ غبرګون کې کړې چې وايي، ویلادیمیر پوتین پخپله د امریکا د تېر نومبر ټاکنو کې د لاسوهنې امر وکړ.
د امریکا داستخباراتي ادارو رپوټ کې زیاته شوې چې د دغه هېواد تېر کلنو ټاکنو کې مسکو د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب لپاره مرسته کړې ده.
کرملین بیا بیا دا تورونه ردوي او مقابل کې واشنګټن روسیه کې "د عامه فکرونو په اندېښمنولو او د کرملین د مخالفانو په ملاتړ" تورنوي.

د عکس سرچینه، AFP
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف د واشنګټن وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، چې د خپلو ادعاو ثابتولو لپاره کوم سند نه لري او دا مسله به د دواړو هېوادونو اړیکو ته له بل هر وخت ډېر تاوان ورسوي.
د رپوټونو له مخې امریکا راتلونکې اونۍ کې نیت لري چې د همدې استخباراتي ادارو د رپوټ د پایلې له مخې پر روسیه نوي بندیزونه ولګوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې واشنګټن کې خپل سفیر اناتولي انتونف یې د دې لپاره ور بللی چې له واشنګټن سره د مسکو د اړیکو ښه والي لپاره پر لارو چارو ور سره سلا مشورې وکړي؛ هغه اړیکي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د واشنګټن له خوا "د بندون لور" ته روانې دي.








