جو بایډن د منځني ختیځ سفر له اسرائیلو پیل کړ

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن نن (چارشنبه) منځني ختیځ ته خپل سفر د اسرائیلو له تل ابیب پیل کړ.

نوموړی د اسرائیلو بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر کې کوز شو او هلته به په درې ورځني سفر کې له اسرائیلي او فلسطیني چارواکو سره وویني.

پر هوايي ډګر جو بایډن ته د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ هرکلی ووایه او هغه یې ملګری وباله.

هغه د اسراییل او سعودي ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې د ولسمشر بایډن پر رول وغږېد:

"د سولې سیلۍ له شمالي افریقا نه له مدیترانې نه تر خلیج پورې لګېږي. ښاغلی ولسمشره ستاسو دا سفر د سولې سفر دی. زه هیله من یم او دوعا کوم چې په دې سفر کې د سیمې پرمختګ، یو بل ته د درناوي، سولې او امنیت په برخه کې پرمختګ وکړي".

د اسرائیلو ولسمشر د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د ایران له لوري یې ممکنه ګواښ ته هم اشاره وکړه.

ولسمشر بایډن بیا لنډه وینا کې وویل، د اسرائیلو او امریکا ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا مهمه ده.

Joe Biden arrives in Riyadh, Oct 2011

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن به په جده کې د سیمه ییزو مشرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي او په خپله د ولسمشر بایډن په وینا د یوه لا باثباته منځني ختیځ پر امکاناتو به وغږېږي.

ولسمشر بایډن به په جده کې د سیمه ییزو مشرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي او په خپله د ولسمشر بایډن په وینا د یوه لا باثباته منځني ختیځ پر امکاناتو به وغږېږي.

ولسمشر جو بایډن میځني ختیځ ته له خپل دې سفر نه مخکې په یوه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې خپره شوې ویلي منځني ختیځ ته په دې خاطر ځي چې په سیمه کې د امریکا د ښکېلتیا یو نوی او هیله بښونکی فصل پیل کړي.

منځنی ختیځ د انرژۍ د سرچینو، سمندري لارو، جیوپولیتیک او ستراتیژیک موقعیتونو له پلوه مهمه سیمه ده.