نتنیاهو ومنله چې پوځ یې د ولسي مرګژوبلې په کمولو کې "بریالی نه دی"

د عکس سرچینه، CBS
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له سي بي ایس سره مرکه کې دا منلې، چې سرتیري یې غزه کې د ملکي وګړو د تلفاتو په کمولو کې پاتې راغلي دي.
بنیامین نتنیاهو وايي، د سرتېرو هڅې یې په غزه کې د ولسي مرګژوبلې بریالۍ نه وې.
نوموړي د دې نابریالۍ چارې لپاره خپل "دوښمن" پړ وباله.
نتنیاهو وویل، چې د اسرائیلو پوځ د حماس له منځه وړلو لپاره کار کوي، خو دا ډله ملکي وګړي د "انساني سپر" په توګه کاروي.
نوموړی وايي، چې حماس د فلسطینیانو پروا نه کوي.
نتنیاهو زیاتوي:
"بل شی چې زه یې ویلای شم دا دی، موږ به هڅه وکړو، چې دا کار د ملکیانو له لږو تلفاتو سره پای ته ورسوو. دا هغه څه دي چې موږ یې هڅه کوو، د ملکي تلفاتو کمول. خو له بده مرغه موږ بریالي نه یوو."

د عکس سرچینه، Reuters
بلخوا د اسرائیلو پوځ وايي، د دوی جنګي الوتکو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه کور په نښه کړی دی. ښاغلی هنیه دا مهال په قطر کې ژوند کوي.
د اسراییل پوځ ادعا کړې چې د هغه کور "د ترهګرو د بنسټیزو مرکزونو او د دې ډلې د لوړ پوړو چارواکو لپاره د ناستې ځای په توګه کارېده."د اسرائیلو پوځ ویلي، تېره شپه پر دغه ځای د برید لپاره له جنګي الوتکو کار اخیستل شوی دی.بي بي سي په خپلواکه توګه د اسرائیلي پوځ دا ادعا نه ده تایید کړې.
د حماس چارواکو نن سهار ویلي، اسراییلي چورلکو د خان یونس په ختیځ کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
فلسطیني رسنۍ وايي، د غزې تړانګې په مرکز کې په یوه هوايي برید کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي دي.
تېره شپه اسرائیلي پوځ د بي بي سي خبريال لوسي ويليمسن او يوه امريکايي خبرياله د شفاه روغتون یوې څنډې ته بیولې وو او هغه وسلې يې ورته وښودلې چې ويل کېږي په روغتون کې يې موندلې دي.
د اسرائیلي پوځ لخوا د لګول شويو محدودیتونو له مخې لوسي ویلیمسن ته اجازه نه وه ورکول شوې چې له ډاکټرانو او ناروغانو سره خبرې وکړي ، خو د هغې راپور سانسور نه شو.
بلخوا د فلسطین اسلامي جهاد وايي، د دوی ځواکونه شفا روغتون ته څېرمه له اسرائیلي پوځ سره په "سختو نښتو" بوخت دي.











