اسرائیلو د حماس سیاسي مشر پر کور برید کړی؛ فلسطینیانو ته ویل شوي د غزې له سوېل هم ووځي

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو پوځ وايي، د دوی جنګي الوتکو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه کور په نښه کړی دی. ښاغلی هنیه دا مهال په قطر کې ژوند کوي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې د هغه کور "د ترهګرو د بنسټیزو مرکزونو او د دې ډلې د لوړ پوړو چارواکو لپاره د ناستې ځای په توګه کارېده."د اسرائیلو پوځ ویلي، تېره شپه پر دغه ځای د برید لپاره له جنګي الوتکو کار اخیستل شوی دی.بي بي سي په خپلواکه توګه د اسرائیلي پوځ دا ادعا نه ده تایید کړې.

د حماس چارواکو نن سهار ویلي، اسراییلي چورلکو د خان یونس په ختیځ کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

فلسطیني رسنۍ وايي، د غزې تړانګې په مرکز کې په یوه هوايي برید کې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځ د غزې په سویل خان يونس سيمه کې له خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي. د اسرائیلو له ځمکني برید مخکې د غزې په شمالي سیمو کې هم ورته پاڼې وېشل شوې وې.

رویټرز خبري اژانس او ټایمز اف اسرائیل راپور ورکړی، اسرائیلي پوځیانو تېره شپه د غزې په سویلې برخه کې د خان یونس په ولسوالۍ کې پاڼې وېشلي او د ښار په څلورو ناحیو کې یې خلکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو ووځي او پناه ځایونو ته لاړ شي.

د دې اعلانونو پر بنسټ، اوسېدونکو ته ویل شوي چې بني سهیل، خزاعه، ابسان او القرة ته لاړ شي.

هغه سیمې چې اسرائیلي پوځ د سویلي غزې له اوسېدونکو غوښتي وو له هغه ځایه ولاړ شي، په ټولیزه توګه شاوخوا سل زره وګړي لري.

د رویټرز په وینا ، په خبرداري کې ویل شوي: "ستاسو د خوندیتوب لپاره ، تاسو باید سمدلاسه خپل استوګنځي پرېږدئ او ځانګړې شوې سرپناه ته لاړشئ." "هر هغه څوک چې ترهګرو یا د هغوی تاسیساتو ته نژدې وي، خپل ژوند په خطر کې اچوي، او هر هغه کور چې ترهګر یې کاروي په نښه کېږي."

له شمالي غزې خلکو تر وتلو وروسته، د خان یونس د وګړو شمېر له څلور سوه زرو څخه یو ملیون ته لوړ شوی دی.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

زرګونه بې ځایه شوي خلک اوس د خان یونس په موقتي کمپونو، روغتونونو او د ښوونځیو په انګړونو کې ژوند کوي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلو پوځ د شفا روغتون لټون ته دوام ورکوي. اسرائیلو ویلي، له دې روغتونه د پوځي اډې په توګه کار اخیستل کېده. خو حماس دا څرګندونې ردوي.

تېره شپه اسرائیلي پوځ د بي بي سي خبريال لوسي ويليمسن او يوه امريکايي خبرياله د شفاه روغتون یوې څنډې ته بیولې وو او هغه وسلې يې ورته وښودلې چې ويل کېږي په روغتون کې يې موندلې دي.

د اسرائیلي پوځ لخوا د لګول شويو محدودیتونو له مخې لوسي ویلیمسن ته اجازه نه وه ورکول شوې چې له ډاکټرانو او ناروغانو سره خبرې وکړي ، خو د هغې راپور سانسور نه شو.

بلخوا د فلسطین اسلامي جهاد وايي، د دوی ځواکونه شفا روغتون ته څېرمه له اسرائیلي پوځ سره په "سختو نښتو" بوخت دي.