د حماس له برید وروسته اسراییل او غزه کې د وژل شویو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو اوښتی

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلسطین حماس غورځنګ لخوا پر اسراییلو د شنبې ورځې له نسبتآ پراخ او کم ساري برید راوروسته دواړو خواو پر یو بل بریدونه جاري ساتلي دي.
د اسراییل دفاعي ځواکونو یکشنبه ناوخته اعلان وکړ چې د حماس د برید له پیل راهیسې دغه هېواد کې له ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۱۵۰ نور ټپيان دي.
هممهاله سپینې ماڼۍ ویلي چې پر اسراییلو برید کې د دوی یو شمېر وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د هغوی شمېر یې نه دی اعلان کړی.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، چې حکومت یې وضعیت ارزوي او له اسراییلي چارواکو سره په تماس کې دي.
د یادونې ده چې فلسطیني وسله والو شاوخوا ۱۰۰ کسان اسیر او یرغمل هم نیولي.
د رپوټونو له مخې په دوی کې پوځيان، ملکي کسان او ښايي ځیني بهرنیو وګړي هم وي.
په دې موده کې له غزې تراړې پر اسراییل د زرګونو توغندیو د توغول کېدو خبر هم ورکړ شوی دی.
د اسراییل پوځ هم پر غزې د توغندیو او هوايي بریدونه کوي، چې تر اوسه پکې د ۴۱۳ کسانو د وژل کېدو او له ۲۳۰۰ د ډېرو نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.
اسراییل ویلي، شاوخوا ۴۰۰ هغه فلسطیني وسله وال یې هم وژلي، چې د دوی خاورې ته ور اوښتي وو.

د عکس سرچینه، REUTERS
په اسراییل کې د لټون او ژغورنې یوه سازمان 'زاکا' ویلي چې د حماس جنګیالیو له برید وروسته د دغه هېواد په سویل لویدیځ کې یوازې د سوپرناوا په نوم د موسیقۍ د یوې مېلې له ځایه د ۲۵۰ کسانو مړي موندل شوي دي.
په غزه کې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو اژانس ویلي، دغلته یوه ښوونځي چې له ۲۲۵ ډېرو کسانو پکې له توغندیو او هوايي بریدونو پناه اخیستې وه، په نښه شوی دی.
دغه مرستندویه سازمان ویلي، چې دغه برید مرګژوبله نه ده اړولې، خو د ښوونځي ودانۍ سخته زیانمنه شوې.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې څه باندې ۷۳ زره ۵۰۰ بې ځایه شوي فلسطینیان د غزې لروبر په همداسې ۶۴ ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي.
اسراییلو ځواکونو پر غزې د توغندیو او هوايي بریدونو ترڅنګ په دې تراړه کې ځمکنیو عملیاتو ته هم تابیا نیولې او په دې لړ کې یې ټانکونه او نور زغره وال ګاډي د سرحدي سیمو پر لور خوځولي دي.
له دې سره د امریکا متحدو ایالتونو هم ویلي چې د اسراییل ملاتړ لپاره یې د سمندري ځواکونو جنګي بېړۍ او الوتکې د مدیترانې ختیځ ته نږدې شوې.
امریکا همدا راز اسراییل ته د اضافي سرچینو، وسلو او مهماتو د برابرولو ژمنه هم کړې.

د عکس سرچینه، PA MEDIA
خو د حماس غورځنګ مشر اسماعیل هنیه د امریکا د مرستو پر دغه اعلان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن په دې توګه له اسراییلو سره د فلسطینینانو پر ضد کې تېري کې مرسته کوي.
هغه په لوېدیزه غاړه، عرب هېوادونو او نوره اسلامي نړۍ کې له جنګیالیو غوښتي چې د اسراییل خلاف جګړه کې ورسره ملګري شي.
دا پرمختګونو به داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یکشنبې ناوخته د حماس او اسراییلو د جګړې په اړه غونډه وکړه.
ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي په دې تړاو د خبرو له پیل مخکې وویل، د دوی پر خاوره د فلسطیني وسله والو برید امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې بریدونو ته ورته دی.
د فلسطین سفیر بیا پر دې ټینګار وکړ، چې د شخړې رېښې او لامل ته باید پام وشي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي 'رابرت ووډ' وویل، دی هیله من دی چې د امنیت شورا ټول غړي به پر اسراییل د حماس برید په کلکه وغندي.











