د اسراییلو استخبارات ولې له غزې تراړې د خونړي برید په مخنیوی کې ناکام شول؟

اسراییل

د عکس سرچینه، REUTERS

    • Author, فرانک ګارډنر
    • دنده, د بي‌بي‌سي امنیتي خبریال

"هېڅ نه پوهېږم چې دا کار څنګه ممکن دی پېښ شي" دا زما دې پوښتنې ته د د اسراییلي چارواکو ځواب دی، چې د اسراییلو استخبارات ولې له خپلو پراخو سرچینو سره سره د فلسطیني وسله والو له‌ برید خبر نه شول؟

لسګونه فلسطیني‌ وسله وال په داسې حال کې له غزې تراړې د سرحدي امنیتي کټارو او خنډونو له منځه اسراییل ته لار وکړه چې هممهاله له غزې د اسراییلو پر سویل زرګونه توغندي هم‌ توغول کېدل.‌

د اسراییل د ځواکمنو داخلي استخباراتو سازمان 'شین بت'،‌ بهرنۍ استخباراتي ادارې 'موساد' او سیمه کې یې د څارګرو ترمنځ‌ همکارۍ او همغږۍ ته په کتو، دا‌ واقعآ حیرانوونکې ده چې څنګه په اسراییل کې هېڅوک د دغه برید پر پلان خبر نه وو؟

که خبر هم وو،‌ نو په شنډولو کې یې پاتې راغلل.‌

د اسراییل استخباراتي‌ شبکه د منځني‌ ختیځ په کچه احتمالآ تر ټولو پراخه او‌ شتمنه شبکه بلل کېږي.‌

دغه شبکه له فلسطین وسله والو رانیولې تر لبنان،‌ سورېې او ورهاخوا نورو هېوادونو کې ګڼ شمېر څارګر او جاسوسان لري.

دوی تر دې مخکې د خپلو همدغو جاسوسانو لخوا د ورکړل شویو کره مالوماتو پر بنسټ په بېلابېلو دقیقو او حساب شویو عملیاتو کې ګڼ وسله وال مشران په نښه او وژلي‌ دي.‌

دغو وسله والو کې د اسراییلو استخباراتي‌ نفوذ له دې ښه مالومېدای شي چې ګڼ مشران یې ډېر وخت د دوی موټرونو پورې د نښولو شویو جي‌پي‌ایس وسیلو په مټ په ډرون بریدونو کې په نښه او یا یې آن په موټرونو کې اېښودل شویو چاودېدونکو توکو ته د تلیفون د یوه زنګ په وسیله چاودنه ورکړ شوې ده.

د غزې او اسراییل ترمنځ د پولې اوږدو کې پر غځولو شوي‌ سرحدي‌ کټارې دواړو غاړو ته امنیتي کمرې او د خوځښتونو خبر ورکوونکي‌ حسګر سیستمونه لګول شوي‌ دي.‌

پر دې سربېره د سراییلي ځواکونو ګمزمې هم هر وخت دغلته په څار بوختې وي.‌

فلسطین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

ټاکلې وه د سرحدي‌ کټارو پر سر لګول شوی اغزن تار د هغه څه چې نن پېښ شول (د نفوذي ‌کسانو) مخنیوي‌ کې د "ځيرکې موانعې" رول لوبولی وای.‌

خو له دغو ټولو امنیتي‌ تدابیرو سره سره د فلسطین د حماس غورځنګ وسله والو وکړای شول چې ډېر په اسانه د سرحدي‌ کټارو د ماتولو،‌ سمندر او د پاراګلایډرونو په وسیله د هوا له لارې اسراییل ته واوړي.‌

داسې پيچلو او همغږو بریدونو ته چمتووالي چې هممهاله دې ورسره زرګونه توغندي هم د اسراییلو د غوږ بېخ ته انتقال، هلته ځای پر ځای او بیا وډزول شي، باید د حماس د عملیاتي‌ امنیت لوړه کچه ښکېله او بوخته ساتلې وي.‌

اسراییل پنځوس کاله وړاندې هم دقیقآ پر همدې ورځ د مصر او سوریې له ناڅاپي یرغل سره مخامخ وو چې پایله کې یې د عربو او اسراییلو د ۱۹۷۳ کال (یوم کیپور جګړه) پېښه شوه.

نو دې هر څه ته په کتو دا د تعجب وړ نه ده چې اسراییلۍ رسنۍ دې له خپلو سیاسي او پوځي مشرانو په جدي ډول وپوښتي چې دا کار څنګه شونی دی؟

اسراییلي چارواکو ما ته وویل چې پراخې څېړنې پیل شوې او پوښتنو ته د ځواب موندل ښايي "کلونه وخت واخلي."

خو اوس اسراییل نور لومړیتوبونه لري. تر ټولو مخکې باید هغه فلسطیني وسله وال له پښو ورغورځوي چې دغه هېواد ته ور اوښتي او اوس یې پر څو سرحدي‌ سیمې ولکه ټینګه کړې ده.

باید له سویلي پولو د نورو کسانو د ور اوښتلو مخه ونیسي او ویې ځپي.‌

اسراییل

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه هېواد باید د خپلو لسګونو یرغمل شویو وګړو ژغورنې لپاره هم لاس په کار شي،‌ هغه که د ځانګړو پوځي علمیاتو له لارې وي یا که د خبرو اترو او مذاکراتو.

اسراییلي ځواکونه ښايي هڅه وکړي هغه ځایونه لمنځه یوسي چې د دوی پر خاورو ترې د توغندیو بریدونه شوي.‌

خو دا هڅه ځکه بې پایلو ده چې فلسطیني وسله وال کولی شي دغه توغندي له بل هر ځایه وتوغوي.‌

د یادونې ده چې حماس له نورو خواو هم غوښتي چې د اسراییلو خلاف پیل کړې جګړه کې ورسره ملګري شي.

نو ښايي د اسراییلو یوه ستره اندېښنه دا هم وي، چې څنګه کولی شي لوېدېزې غاړې ته د دې لانجې د غځېدو او همدا راز د دې احتمال مخه ونیسي چې شمالي پولو کې د لبنان پر وسلو سمبال د حزب‌الله ډلې وسله وال ورښکېل نه شي.‌