اسرائیل-غزه: ولې دا جګړه د نورو هغو په څېر نه ده؟

    • Author, جیرمي بوین
    • دنده, د بي بي سي نړیوالو چارو ایډیټر
د غزې په سویل کې تېره اونۍ فلسطینیانو پر یوه کور د اسرائیل بمبارۍ کې د وژل شویو لټون کاوه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د غزې په سویل کې تېره اونۍ فلسطینیانو پر یوه کور د اسرائیل بمبارۍ کې د وژل شویو لټون کاوه.

که په غزه کې اوسنۍ جګړه د تېرو هغو په څېر وای، ښايي اوس به یو اوربند عملي شوی وای. مړي به اوس خاورو ته سپارل شوي وای او اسرائیل به له ملګرو ملتونو سره په دې هکله بحث کاوه، چې څومره سیمنټ باید غزې ته د بیارغاونې لپاره راوړل شي.

خو دا جګړه هغسې نه ده. لامل یې هم یوازې د وژنو شمېر نه دی، چې لومړی د اکتوبر پر اوومه حماس وکړې او ډېری یې اسرائیلي ملکیان ووژل او بیا هغسې چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د 'سترې غچ اخیستنې' نوم پرې کېښود او ډېری پکې ملکي فلسطینیان ووژل شول.

دا جګړه د نورو لپاره هم ځکه بدله ده، چې داسې وخت روانه ده، چې د منځني ختیځ جلا کوونکې خطرناکې کرښې لړزانې دي. تېرو لږ تر لږه دوو لسیزو کې د سیمې په جیوپولټیکل سیناریو کې ډېری درزونه د ایران د ملګرو او متحدینو او د امریکا د ملګرو او متحدینو تر منځ وو.

د ایران شبکه چې کله نه کله د 'مقاومت محور' په نامه هم یادېږي په لبنان کې له حزب الله، په سوریه کې له اسد رژیمه، په یمن کې له حوثیانو او له متنوع عراقي ملېشو جوړه ده، چې د وسله وال کولو، تجهیزولو او روزنې چارې یې ایران کوي. ایرانیان دغه راز په غزه کې د اسلامي جهاد او حماس ملاتړ هم کوي. ایران روسیې او چین ته هم نژدې کېږي.

ایران په اوکرایین کې د روسیې جګړه ییزو هڅو یوه پاموړ برخه ده. چین بیا له ایرانه پریمانه تېل اخلي. څومره چې په غزه کې جګړه دوام کوي، څومره چې اسرائیل زیات ملکي فلسطینیان وژني او لګسونه زره کورونه ورانوي، په کړکېچ کې د دې دواړو کمپونو د ځینو غړو د ګډون احتمال ورسره زیاتېږي.

حزب الله

د عکس سرچینه، WAEL HAMZEH/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، حزب الله او مشر یې حسن نصرالله ګواښ کړی، چې د جګړې یوه بله جبهه به پرانیزي.

د اسرائیل او لبنان تر منځ پوله پرلپسې او سوکه، سوکه ګرمېږي. نه هم اسرائیل او نه هم حزب الله غواړي بشپړه جګړه وشي، خو هغسې چې د دوی تر منځ پر یوه بل درانه ګوزارونه زیاتېږي، د بشپړې جګړې احتمال هم ورسره زیاتېږي. په یمن کې حوثیان د اسرائیل پر لور ډرون الوځوي او توغنديز ګوزارونه پرې کوي. تر اوسه پورې دا هر څه یا د اسرائیل دافع هوا سیسټم او یا هم په سمندر کې د امریکا جنګي بېړیو لخوا هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.

په عراق کې بیا ایران پلوه ملېشو پر امریکايي اډو بریدونه کړي دي. امریکا په سوریه کې د دوی پر ځینو هدفونو ځوابي بریدونه کړي. بیا هم، ټول اړخونه غواړي د جګړې شدت مخه ونیسي، خو د پوځي فعالیتونو د زیاتېدو مخنیوی تل یوه ګرانه چاره بلل کېږي.

د امریکا لوري ته بیا اسرائیل دی، د خلیج تېل لرونکي هېوادونه دي، اردن او مصر دي. که څه هم څرګنده ده ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لوري د ګڼ شمېر ملکي فلسطینیانو وژل کېدو په هکله د اسرائیل له فعالیتونو خوښ نه دی، خو امریکا اسرائیل ته بشپړ ملاتړ ورکوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن برالا ویلي چې اسرائیل ګڼ شمېر ملکي فلسطینیان وژلي دي. د امریکا عرب متحدینو د اسرائيل کړنې غندلې دي او د اوربند غوښتنه یې کړې. په شمالي غزه کې د سلګونه زره فلسطینیانو له خپلو کورونو وتل او د سویل پر لور د دوی تېښتې منظر په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل خپلواکۍ جګړه کې پر عربانو د بریا بده خاطره تازه کوي.

له ۷۰۰ زره زیات فلسطینیان د ټوپک په زور له کور، کلي تېښتې ته اړ شوي وو، چې فلسطینیان یې د تراژیدۍ یا النکبه په نامه یادوي. د غزې تړانګې په اوسېدونکو کې د ۱۹۴۸ کال د کډوالو اولادونه شامل دي.

د ځینو هغو توکمپالو یهودانو چې د نتنیاهو حکومت ملاتړ کوي، داسې څرګندونې چې پر فلسطینیانو بیا د النکبه تحمیلولو خبره کوي، په ځانګړې توګه د اردن او مصر په ګډون د امریکا عرب متحدینو لپاره د خبرداري مانا لري. د نتنیاهو د کابینې یوه غړي خو د حماس له منځه وړلو لپاره پر غزې د اتومي بم غورځولو خبره هم کړې، دی رټل شوی، خو له دندې نه دی ګوښه شوی.

دا هر څه ښايي هسې خوشې اوتې، بوتې وبلل شي، خو په مصر او اردن کې جدي بلل کېږي. لامل یې هم د اسرائیل اتومي وسلې نه دي، چې پریمانه زېرمې یې لري، بلکې د دې هېوادونو پولو ته شړل شوي سلګونه زره فلسطینیان دي.

بل لور خپله په غزه کې د جګړې ختمول او له دې وروسته شرایطو سمبالولو په هکله د هغو هېوادونو معتبرو دیپلوماتانو چې د اسرائیل د متحدینو، متحدین دي، بي بي سي ته وویل چې ''ګرانه او پېچلې'' چاره به وي. یوه په دې هکله وویل: ''د مخکې تګ یوازینۍ لار به د فلسطینیانو لپاره د یوې سیاسي فضا رامنځته کول وي.''

دا د اسرائیل تر څنګ د فلسطیني دولت پر لور اشاره ده، چې د دوو دولتونو حل په نامه هم یادېږي، یوه ناکامه طرح، چې یوازې د یو شعار په بڼه پاتې ده. د دې بیا راژوندي کول او داسې چې د اسرائیل او عربانو تر منځ د څنګ پر څنګ ژوند په تناظر کې ورته وکتل شي، ښايي یوه ښه هیله او تر ټولو غوره طرح وبلل شي، خو اوس چې درد دی، د خبرداري چاپېریال دی، کرکه حاکمه ده، دا به خورا سخته وي، چې ګټه وکړي.

د اسرائیل او فلسطینیانو دواړو په اوسني مشرتابه کې به دا و نه شي.

لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي، اسرائیل به په دائمي توګه په غزه تړانګه کې د امنیت مسوولیت پرغاړه واخلي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي، اسرائیل به په دائمي توګه په غزه تړانګه کې د امنیت مسوولیت پرغاړه واخلي.

لومړي وزیر نتنیاهو د هغې ورځې په هکله خپل پلان نه دی بیان کړی، چې په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي، خو د امریکا هغه طرح یې رد کړې، چې په غزه کې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطیني ادارې د حکومت رامنځته کولو خبره کوي، چې په ۲۰۰۷ کال کې حماس له غزې لېرې کړی دی.

د امریکا د پلان دویمه برخه د دوو دولتونو په هکله مذاکرات دي، چې بنیامن نتنیاهو د خپل ټول سیاسي ژوند په اوږدو کې ورسره مخالفت کړی دی.

د فلسطینیانو له خپلواکۍ سره په مخالفت کې نتنیاهو یوازې نه دی، بلکې د لومړي وزیر په توګه د ده پایښت د هغو سخت دریځو یهودانو پر ملاتړ تکیه دی، چې باوري دي د اردن سیند او مدیترانې سمندر تر منځ ټوله ځمکه خدای تعالی یهودانو ته ورکړې او باید د اسرائیل په پولو کې دننه راشي.