نتنیاهو: په غزه کې هیڅ ځای زموږ له لاسرسي لېرې نه دی

د عکس سرچینه، AFP
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غزې ته نژدې له یوه پوځي کمپ څخه د لیدنې پر مهال وویل، د اکټوبر د اوومې له برید وروسته هیڅ داسې ځای نه شته چې د حماس پوځیان په کې پټ شي.
همدارنګه نوموړي وویل، چې په غزه کې هیڅ داسې ځای نه شته چې د اسرائیلي پوځیانو له لاسرسي لرې وي.
نتنیاهو زیاته کړه:
"ایا ستاسو په زړه ده چې دوی ویل، موږ به غزې ته نه دننه کېږو؟ موږ دننه شوو. دوی ویل، چې موږ به د غزې ښار څنډو ته ونه رسېږو. موږ ورسېدو. ویل یې چې موږ به شفا روغتون ته دننه نه شو. موږ شوو."
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وايي:"په غزه کې به هیڅ ځای زموږ له لاسرسي لرې نه وي. د حماس ډلې لپاره هیڅ پټ ځای، هیڅ پناه ځای او هیڅ خوندي ځای نشته. موږ به حماس له منځه وړو. او یرغمل شوي کسان به ازادو."
له دې مخکې اسرائیل ادعا کړې وه، چې د غزې تراړې د شمال په الشفا روغتون کې یې د حماس پر ضد "دقیق او هدفي عملیات" پیل کړي دي.
اسرائیلي ځواکونو ویلي و، دغه عملیات د استخباراتي اطلاعاتو او عملیاتي اړتیاو له مخې ترسره کېږي.
یوه عیني شاهد هم په غزه کې د بيبيسي خبریال رشدي ابو العوف ته ویلي، چې د اسرائیل ټانکونه او سلګونه سرتېري الشفا روغتون ته ننوتي دي.
باور دا دی چې په دغه روغتون کې پر سلګونو بستري ناروغانو سربېره زرګونو کسانو له جګړې پناه اخیستې ده.
د دوی د کره شمېر اټکل که څه هم ستونزمن دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ وویل چې په دغه روغتون کې شاوخوا ۷۰۰ ناروغان، ۴۰۰ کارکوونکي او ۳۰۰۰ ملکي خلک موجود دي.

الشفا د غزې تر ټولو ستر روغتون دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه روغتون شاوخوا سخته جګړه روانه وه.
د الشفا روغتون چارواکو د سېشنبې په ورځ وویل چې د دوامداره جګړې له کبله یې تر ۲۰۰ مړي د روغتون دننه په یوه ډلهییز قبر کې ښخ کړي دي.
پر دغه روغتون د عملیاتو له پیلېدو وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې اسرائیلي ځواکونو پر هغو کسانو ډزې کړې، چې له روغتونه یې د وتلو هڅه کوله.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغو عملیاتو له پیلیدو سره هممهاله سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره مفصلې تلیفوني خبرې کړې دي.
د سپېنې ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د روانو بدلونونو او د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خلاصون لپاره د هڅو پر څرنګوالي غږېدلي.
په یرغمل شویو کسانو کې ماشومان او څو امریکايي وګړي هم شته.
په ورته مهال حماس ډلې د الشفا په روغتون د برید مسول د امریکا ولسمشر جوبایډن بللی دی.
د سپنې ماڼۍ ملي امنیت شورا بیا ویلي دوی پر روغتون د هوايي برید ملاتړ نه کوي او نه غواړي چې په یوه داسې روغتون کې چې بېګناه او بېوسه خلک او همدا راز د درملنې مستحق مریضان پکې دي، جګړه وویني.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو په ضد جنګیدونکي حماس ډلې بیا په یوه اعلامیه کې د اسرائیل دغو عملیاتو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د امریکا ولسمشر په خپلو نننیو څرګندونو سره اسرائیلي ځواکونو ته پر الشفا روغتون د برید "شین څراغ" ښکاره کړ.
د یادونې ده چې سپینې ماڼۍ تر دغو عملیاتو مخکې ویلي و داسې استخباراتي اطلاعات یې ترلاسه کړي چې تر الشفا روغتون لاندې د حماس د پټو تاسیساتو د موجودیت او د قوماندې مرکز په توګه د دغه ځای د کارېدو په تړاو د اسرائیل ادعا تاییدوي.
اسرائیل وايي دغو عملیاتو ته هم ځکه مجبور شول چې حماس یې په دې تړاو خبرداريو ته پام نه کاوه.
خو حماس د دوی لخوا له دغه روغتونه د پوځي استفادې په تړاو مطرح شوې ادعاوې بیا بیا رد کړې دي.
دې ډلې غوښتنه کړې، چې د څېړنې لپاره یوه نړیواله حقیقت موندونکې کمېټه غزې ته ورشي.









