د روغتیا نړیوال سازمان: الشفا روغتون په هدیره بدلېدونکی دی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د غزې تر ټولو ستر الشفا روغتون د ځمکې پر مخ د هدیرې په څېر شوی دی.
دا سازمان وايي د دغه روغتیايي مرکز پارکېنګ کې د څه باندې یو نیم سل کسانو مړي پراته دي او د سختې جګړې له کبله یې څوک د ښخولو لپاره نشي وتلی.
ډاکترانو ویلي چې د مړو ورستېدو د ناروغیو خپرېدو اندېښنه پیدا کړې ده.
پر دغه روغتون برېښنا پرې ده او تېل هم نه ورپرېښودل کېږي چې جنراتورونه چالان شي.
هممهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسرائیلو غږ کړی چې د الشفا شاوخوا خپل پوځي عملیات کم کړي. هغه ویلي دغه روغتون باید خوندي وي.
د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو دغه روغتیايي مرکز ته د تېلو او اوبو رسولو مخه نیولې ده.
اسرائیل ادعا کوي چې د الشفا تر ودانۍ لاندې د حماس نظامي مرکز دی، خو حماس دا تور رد کړی دی.
رپوټونه وايي چې په الشفا روغتون کې د برېښنا د نشتوالي له کبله د وخت نه مخکې زېږېدلو ماشومانو په ګډون سلګونه ناروغان مړه شوي دي د ګڼو کسانو جسدونه د روغتون په انګړ کې پراته دي.
بل لور ته د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي، حماس نور د دوی له ځواکونو سره د جګړې توان نه لري. نوموړي د اسرائیلو ملي ټلویزیون کې د وینا پرمهال د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، د حماس یو شمېر وسله وال د غزې سویل ته په تيښته دي.
په غزه کې تر ټولو لوی روغتون الشفاء شاوخوا د اسرائیلي ځواکونو نظامي عملیاتو د دغه روغتون چارې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
د روغتون چارواکو له څو ورځو راهیسې خبرداری ورکوي چې برېښنا یې پرې شوې او سونتوکي نه لري.
د برېښنا د نشتوالي له کبله ګڼ طبي ماشینونو کار پريښي چې له کبله یې له وخت وړاندې زېږېدلي ماشومان له ماشینونو بهر کړای شوي دي.

د عکس سرچینه، REUTERS
رپوټونه وايي، د دغه ډول ماشومانو په ګډون سلګونه ناروغان د امکاناتو د نشتوالي له کبله مړه شوي دي د سلګونه نورو حالت سخت شوی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسرائیلو غږ کړی چې د یاد روغتون شاوخوا دې خپل پوځي عملیات کم کړي.
نوموړي نیویارک کې خبري غونډې ته ویلي، د الشفا روغتون شاوخوا د لږې مداخلې تمه لري.
د هغه د ملي امنیت سلاکار جېک سلېوان وايي، د امریکا دریځ روښانه دی، هغه دا چې روغتونونه باید په اغېزناکه توګه فعالیت وکړي.
ښاغلي سلېوان ویلي"د اسرائیلو حکومت موږ ته ویلي چې دوی چمتو چې روغتونونو ته تېل برابر کړي چې وکولی شي فعالیت ته دوام ورکړي، خو هغوی د ځینو روغتونونو له چارواکو سره اړیکه کې نه دي چې روغتونونه چلوي."
د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار زیاتوي "موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو. په دې اړه د امریکا دریځ روښانه دی. روغتونونه باید خوندي وي. روغتونونه باید په اغیزناکه توګه فعالیت وکړي ترڅو ناروغانو ته طبي خدمتونه ورسیږي.
ورته مهال په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د دې تراړې په شمالي سیمو کې د ټولو روغتونونه فعالیت دریدلی دی.
د دوی په وینا دا سیمې د اسرائیلو ځواکونو د ځمکنیو پوځي عملیاتو لپاره په اصلي مرکزونو بدلې شوې دي.
اسرائیلي ځواکونه ادعا کوي چې روغتیایي تاسیسات د حماس د موقعیتونو پټولو لپاره کارول کیږي.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency
هممهاله د بې وسلې کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي ایزومي ناکاميتسو وايي، د اسرائیلو لخوا د بمباریو دوام ډېر اندېښمنوونکی دی.
دی وايي "د ملګرو ملتونو سرمنشي او زه له نړیوال بشردوستانه قانونه د ښکاره سرغړونو په اړه چې په روانه جګړه کې یې شاهدان یوو، سخت اندیښمن یوو. اجازه راکړئ چې د ملګرو ملتونو روښانه دریځ تکرار کړم چې د وسله والې جګړې هېڅ اړخ له نړیوال بشردوستانه قانون پورته نه دی. ان جګړې اصول لري."
غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي چې د جګړې له پیل راهیسې دغلته له ۱۱ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.











