د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنر وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستلو څرنګوالي اندېښمن کړی
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د لنډمهال مهالي حکومت له خوا د افغان کډوالو په زوره اېستلو ته غبرګونونو لړ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وولکر تورک ویلي په دې اړه تر لاسه شویو رپوټونو اندېښمن کړی. د نوموړي له دفتره پر چهارشنبه یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي هغو رپوټونو ډېر اندېښمن کړی چې وايي له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره اېستلو پرمهال سرغړونې شوې.
هغه له کډوالو سره ناوړه چلن، ناقانونه توقیفول، د شخصي ملکیتونو ویجاړول او له دوی د پیسو اخېستل دې لړ کې د سرغړونو د بېلګو په توګه یادې کړي چې پاکستاني چارواکو او پولیسو له افغان کډوالو سره کړي دي.
د ښاغلي ترک له دفتر خپاره شوي بیان کې افغانستان ته د یوه ستانه شوي کډوال له قوله ویل شوي چې پاکستاني پولیس د شپې د دوی پر کور ورغلل، نغدې پیسې، ګاڼه، څاروي او د کور نور شیان یې ضبط کړل.
دې کډوال ویلي کورنۍ ته یې یوازې څو ساعته وخت ورکړل شو چې پاتې شیان را ټول او تر سهار له دې ځایه ووځي. ده ویلي دوی په را وتلو کې وو چې په بیلډوزر یې کور ړنګ کړل شو.
وولکر ترک ویلي د پاکستان پولیسو له خوا دا وړ چلن له هغو مسؤولیتونو سره په ټکر کې دي چې د نړیوالو قانون له مخې یې پاکستان لري. نوموړي ټينګار کړی چې د کډوالو په ګډون او له هیڅ توپير پرته شخصي ازادي د ټولو انسانانو بنسټیز حق دی.
هغه دغه راز ویلي د کډوالو نیول باید وروستۍ چاره وګڼل شي، خو نیول باید اېستلو ته مجبورولو لپاره ونه کارول شي او د ماشومانو او نورو زیانمنونکو کسانو په حق کې باید بالکل ترې ډډه وشي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ټينګار کړی چې پاکستان باید د هغو کسانو خوندیتوب ډاډمن کړي چې افغانستان له ستنیدو وروسته ښايي له ربړونې، ناوړه چلن، ځورونې او یا له کوم بل ډول زیان سره مخامخ شي.
هغه دې ډله کې د ښځو په ګډون پخواني ملکي او امنیتي منسوبین، لږکي، د بشري حقونو ملاتړي، د مدني ټولنې غړي او د رسنیو کارکوونکي یاد کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي ویلي ستنېدونکي کډوال لږ څه لري، کورونه او کاروبارونه ترې پاتې شي ترڅنګ یې رشوت ورکولو ته هم اړ شوي دي. په دې بڼه د کډوالو ستنول د ملګرو ملتونود دې چاراوکي له نظره افغانستان کې بشري وضعیت لا ډېر خرابوي.
نوموړي د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د کډوالو د ستنولو پروګرام وځنډوي، او راتلونکې د نړیوال قانون له حکم سره کډوال په خپله خوښه ستانه شي او د هغو سرغړونو په اړه څېړنې وشي چې حکومتي چارواکو او منسوبین د کډوالو په حق کې کړي دي.
پاکستان چې وايي یوازې ناقانونه کډوال وباسي د نورو اړونده نړیوالو بنسټونو او فعالانو دا ډول غوښتنې رد کړې دي. د کډوالو د ستنولو لړۍ لا هم روانه ده. د طالبانو ا داره کې د کډوالو وزارت پرون (۴شنبه) وویل چې وړمه ورځه له پاکستان څه باندې پنځه زره افغان کډوال تورخم او سپین بولدک بندري ښارګوټونو کې ته رسېدلي دي. له ایران هم دوی وايي نږدې درې کډوالو را ستانه شوي دي.
پاکستان ته د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر په اجنډا کې هم د کډوالو موضوع ځای درلود، خو تر دې دمه د پاکستان د حکومت په دریځ کې بدلون کې نه تر سترګو کېږي.











