افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۲۸۵ زرو ته رسېدلی؛ بلاول بوټو کډوالو سره د پاکستان چلند 'ناسم' بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
له پاکستانه تازه رپوټونه وايي، له دغه هېواد تر دې مهال (د نومبر ۱۱مه) شاوخوا ۲۸۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دغو کډوالو کې شاوخوا ۲۰۰ زره یوازې د تورخم له لارې پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته اوښتي، پاتې نور د سپین بولدک، انګور اډې او ځینو نورو لارو افغانستان ته تللي دي.
د پاکستان حکومت پرېکړې کړې وه چې په دغه هېواد کې "بې اسنادو" یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال دې د نوومبر تر لومړۍ نېټې ووځي.
پاکستاني چارواکو دا خبر داری هم ورکړی و چې که څوک په دغه موده کې په خپله خوښه ونه وځي، په زور به له دغه هېواد ایستل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي او کورنیو چارو په یوه تازه خپاره شوي جدول کې لیدل کېږي، چې څه نا څه ۱۵۰۰ افغان کډوال د پولیسو له نیولو وروسته ديپورټ شوي چې لویه برخه یې پښتونخوا کې نیول شوي وو.
په دې شمېرو هغه کسان نه دي شامل چې د سپین بولدک له لارې ډیپورټ شوي دي.
بلاول بوټو: د کډوالو ایستلو پرېکړه مناسبه نه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
هممهاله، د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د خپل هېواد د چارسمبالي حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې سختې نیوکې کړي.
ښاغلي زرداري په کراچۍ کې یوې خبره ناستې ته وویل، له افغان کډوالو سره شوی چلند "نامناسب دی."
نوموړی زیاتوي "چارسمبالی حکومت چې کوم ګامونه د کډوالو پرضد اخلي، هغه دې د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد واخلي."
درې ورځې وړاندې، په پاکستان کې د چارسمبالي حکومت لومړي وزیر تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
انوارالحق کاکړ ادعا کړې چې 'تحریک طالبان پاکستان' د دغه تاوتریخوالي مسوله ډله ده چې "د افغانستان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي."
دغه ډول ادعاوې تر ده مخکې ځينو پاکستاني پوځي او استخباراتي مشرانو هم کړې خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار سره رد او بې بنسټه بللې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و، نه پوهېږي چې پاکستان ولې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې.
ښاغلي زرداري هم خبریالانو ته ویلي چې د کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د چارسمبالي حکومت تګلاره روښانه نه ده.
د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون ګڼو خیریه ټولنو د پاکستان له اوسني حکومته بیا بیا غوښتنه کړې چې د کډوالو د ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، خو تر دې مهاله داسې نه ښکاري چې د پاکستان په دریځ کې بدلون راغلی وي.
ځینو ستنېدونکو افغان کډوالو بي بي سي پښتو سره خبرو کې ویلي، چې لویه اندېښنه یې د کورونو او روزګار نشتوالی دی.











