د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ؛ ملګرو ملتونو د مرستو چټکتیا غوښتنه کړې
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
له پاکستان او ایران څخه د کډوالو جبري ستنولو لړۍ سره هم مهال ملګري ملتونه وایي مرستندویان باید چټکې مرستې وکړي.
دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو ایستلو لړۍ داسې مهال روانه ده چې له وړاندې په افغانستان کې میلیونونه خلک مرستو ته اړ دي.
د طالبانو حکومت هم له مرستندویانو، سوداګرو او خیریه ټولنو غوښتي چې د کډوالو ژوند سمبالولو کې ورسره مرسته وکړي.
را ستانه شوي افغانان بیا وایي چې لاسونه یې تش دي ځکه ډېر شته یې پرې راغلي دې ناڅاپه طوفان کې له لاسه ورکړي دي.
په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو همدا جبري لړۍ روانه ده او چارواکي وايي چې هره ورځ، د سپین بولدک، تورخم او انګور اډې له لارې زرګونه افغانان هېواد ته ستنېږي.
سره له دې چې پاکستاني چارواکو د یو اعشاریه اوه میلیونو هغو افغانانو د ایستلو خبره کړې وه چې د دوی په وینا په پاکستان کې راجسټر نه دي او اسناد نه لري خو په راستنو شویو کډوالو کې ګڼ شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د کډوالۍ کارتونه یې لرل.
خو د ستنو شویو افغانانو، طالبانو حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو اندېښنه ددې خلکو د لاسنوي او سمبالښت په برخه کې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي وايي پاکستان په داسې حال کې افغان کډوال راشړي چې په افغانستان کې وار دمخه ۱۵ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به یې له کومه کېږي.
د دې ادارې مرستیال مشر هارلډ مین هارډ له ستنیدونکو کډوالو سره د خوړو په برخه کې د مرستې لپاره پر نړیوالې ټولنې غږ کړی او وايي:
'' زه دلته پولې ته راغلی یم، دلته هره ورځ له پاکستانه په سلګونه افغانې کورنۍ راځي، دوی په اجباري ډول له پاکستانه ایستل کېږي، ډېری کورنیو په پاکستان کې ډېر عمر تېر کړی او په افغانستان کې کورونه نه لري. دا ټول کډوال له لوږې او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. ډبلیو ایف پي له دې کورنیو سره د یوې میاشتې لپاره د خوړو مرسته کوي، په داسې حال کې سخت ژمي په رارسیدو دی تمه ده چې لسګونه زره نورې کورنۍ هم راشي، نو که موږ سره مالي مرسته ونه شي موږ نه شو کولای چې له دغو کورنیو سره مرسته وکړو.''
د طالبانو په حکومت کې چارواکي وايي چې هېواد ته یې د ستنیدونکو کډوالو لپاره له کرښې سره نژدي پنډغالي جوړ کړي چې هر ډول اسانتیاوې په کې برابرې شوي دي. په دې پنډغالو کې د کډوالو له ثبت او راجستر وروسته خپلو سیمو ته استول کېږي.
د طالبانو حکومت وایې په حکومتي کچه یې د ټولې چارې ځنډولې او ټول پام یې د کډوالو په ستونزو ورټول دی.
د طالبانو حکومت له هېوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو هم د ډېرو مرستو غوښتنه کړې او په دې لړ کې تازه اروپايې ټولنې له افغانستان سره د ۶۱ میلونه یورو مرستو اعلان هم کړی دی.
بل خوا له پآکستان څخه یو شمېر تازه راستانه شوي افغانان وایي چې په وروستیو په پاکستان کې له دوی سره چلن کاملا بدل شوی وو او په وړو وړو خبرو ځورول کېدل.
دوي وایې چې هغه کسان چې په پاکستان کې زیږیدلي ددې مستحق وو چې هلته د پاتې کېدو اسناد ورکړل شي، خو بیا هم نه دي ورکړل شوي.
'له ایرانه هم سلګونه کډوال شړل کېږي'

د عکس سرچینه، Getty Images
بل خوا له بل ګاونډې ایران څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده او چارواکي وایې هره ورځ سلګونه کسان د هرات او نیمروز ولایتونو ته را اوړل کېږي.
تازه د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو سرپرست خلیل الرحمان حقاني چې نمروز ولایت ته تللی وو وایې په ایران کې هم له افغانانو سره ورته چلند کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او له هغې ځایه نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د تلونکو افغانانو د مړینو پیښو کې هم زیاتوالی راغلي او تازه له ایران سره پر پوله د لویدیځ نیمروز ولایت چارواکو ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د بېلابیلو پیښو له امله د وژل شویو پنځه سوه افغانانو جسدونه افغانستان ته راوړل شوي دي.











