د بښنې نړيوال سازمان: د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ ودروئ؛ پاکستان یې د چټکولو خبره کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
د بښنې نړيوالې ادارې يا امنسټي اېنټرنشنل د پاکستان له حکومت غوښتي، د افغان کډوالو د ډله ييزې نيونې، ايستلو او پراخې ځورونې لړۍ دې سملاسي ودروي.
د بښنې نړيوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پاکستان حکومت له زرګونو افغان کډوالو څخه د "سياسي الې" په توګه کار اخلي چې په وينا یې د طالبانو تر واکمنې لاندې افغانستان ته چې د بشري حقونو له سخت فشار او بشري ناورين سره مخ دی، د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي.
د پاکستان حکومت د اکټوبر ۳۱ د هغو افغان کډوالو لپاره چې په وينا یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اوسېدو وروستې نېټه ټاکلې وه. له هغه مهال راهيسې د شمېرو له مخې له ۲۳۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
بلخوا، پاکستان بیا وایي په راتلونکو ورځو کې به د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نور هم چټکه کړي او هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او په "امنیتي پېښو" کې پرې د لاس لرلو شک وشي، له دغه هېواده به یې وباسي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وایي، تر اوسه د سلګونه زره هغو کسانو د کډوالۍ کارتونه هم بې اعتباره شوي چې د ده په وینا اصلي نه وو او په درغلۍ جوړ شوي وو.
د بښنې نړيوال سازمان په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې د دغې ادارې د جنوبي اسيا مرستيالې مشرې ليويا سکارډي له خولې ويل شوي، هېڅوک بايد په ډله ييزه توګه ونه ايستل شي او پاکستان بايد په زوره د بېرته ستنولو په ګډون خپل نړيوال قانوني مسوليتونه په پام کې ونيسي.
نوموړې ويلي، که د پاکستان حکومت ژر تر ژره د ايستلو لړۍ ونه دروي دا به د زرګونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو خونديتوب، زدکړو او ژوند ته د لاسرسي مخه ونيسي.
د رپوټونو له مخې، په وروستیو کې ګڼ افغان کډوال زنداني شوي، ځورول شوي او په تازه راستنېدونکو کډوالو کې یې ځینو ویلي، شتمنۍ هم ترې ګرځول شوې دي.
ويل کېږي په ستنو شويو کډوالو کې ګڼ شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د کډوالۍ کارټونه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړيوال سازمان د خبرپاڼې له مخې دوی ته د هغو افغان کډوالو چې کارټونه یې لرل او هغه چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي د ځورونې څو بېلګو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان په اسلام اباد کې د يوې مدني فعالې له خولې ويلي، يو شمېر افغان کډوال چې د نوومبر په دويمه نېټه نيول شوي وو، په داسې حال کې د بېرته لېږلو لپاره کمپ استول شوي چې د کورنۍ غړو ته یې هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت يو شمېر جګپوړيچارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ايستل او له هغوی سره ناوړه چلند غندي.
د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني، د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او د دفاع چارسمبالي وزیر محمد يعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو شړل له نړيوالو اصولو مخالفه چاره بللې او د پاکستان له حکومت يې غوښتي چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلنده لاس واخلي.
په دې ورستيو کې طالب چارواکي عباس ستانکزي د پاکستان امنيتي ادارې تورنې کړې چې له افغان کډوالو شتمني ګرځوي او په وينا یې په دې سړه هوا کې یې تش لاس افغانستان ته استوي.
په ورته وخت ملګري ملتونه وایي مرستندویان باید له ستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې چټکې کړي.
دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو ایستلو لړۍ داسې مهال روانه ده چې له وړاندې په افغانستان کې میلیونونه خلک مرستو ته اړ دي.
د طالبانو حکومت هم له مرستندویانو، سوداګرو او خیریه ټولنو غوښتي چې د کډوالو ژوند سمبالولو کې ورسره مرسته وکړي.











