عمران خان وايي "خبرو ته چمتو يو، پوځ دې خپل استازی وټاکي"

عمران خان

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د راولپنډۍ په اډیاله جېل کې د يوې مقدمې د اورېدو پر مهال د پوځ له مشرتابه سره خبرو اترو لپاره لېوالتيا څرګنده کړې او ويلي یې دي چې "له پوځ سره خبرو ته چمتو يوو، پوځ دې خپل استازی وټاکي."

په محکمه کې د موجود يوه خبريال بابر ملک په وینا، عمران خان ويلي چې ګوند یې "هېڅکله پر پوځ تور نه دی پور کړی، بلکې نيوکې يې پرې کړې دي."

په محکمه کې د زندان يو کارکوونکی وايي، چې يوه خبريال له پخواني لومړي وزير پوښتنه وکړه چې ستاسو له وروستيو خبرو داسې ښکاري‌ چې غواړئ له پوځ سره اړيکې ښې کړئ خو تاسو په تېر کې پر همدې پوځ او پر مشر یې تورونه لګول. په ځواب کې يې عمران خان وويل، "ما هېڅکله پر پوځ‌ تور نه دی لګولی، يوازې نيوکې مې پرې کړې دي. "

هغه زیاته کړې "موږ ته دا مه راښيئ چې پوځ هېڅکله تېروتنه نه ده کړې، د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو د سزا تر شا جنرال ضيا و، د ډاکې د سقوط تر شا جنرال يحيی خان و."

عمران خان د مذاکراتو لپاره د خپلو غوښتنو په تړاو ویلي، چې "د غلا شوي منډېټ د بېرته ورستنولو تر څنګ د نيول شويو غړو خوشي کول، د قضيو ختمول او درېيمه غوښتنه يې د هېواد ژغورل دي" چې په نوموړي وينا "له عادلانه او شفافو ټاکنو پرته ناشوني دي."

زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خبريال بابر ملک په وينا له عمران خانه پوښتنه وشوه چې تاسو پر پوځ تورونه لګوئ او بیا له هغوی سره مذاکرات غواړئ، ولې له سياسي ګوندونو سره خبرې نه کوئ؟

عمران خان په ځواب کې وويل، "د بهرنۍ پانګونې راجلبولو لپاره جوړ شوی کونسل (اېس ای اېف سي) څه دی؟ محسن نقوي څوک دی؟ ده زياته کړه چې "په هېواد کې نا اعلان شوې پوځي واکمني ده."

عمران خان وويل، "محسن نقوي د هغوی [پوځ] استازی دی او د دوی له لارې دې ځای ته رسېدلی دی. موږ محمود خان اڅکزي‌ ته د خبرو واک ورکړی و. "

پخواني لومړي وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي، دی او د ګوند ځينې کسان یې پر محمود خان اڅکزي باور نه کوي، وويل، "موږ پر محمود خان اڅکزي پوره باور لرو. "

"ن ليک او پيپلز ګوند ډوبېږي"

پخواني لومړي وزير وويل، واکمن مسلم "ليګ (ن) او پیپلز ګوند په سمندر کې د ډوبېدو په حال کې دي او په خپلو بوټانو پورې، چې د نهمې مې ټاپه پرې لګېدلی، ځوړند دي."

عمران خان دا تور هم لګولی چې د لیګ (ن) او پیپلز ګوند د اوسني واکمن حکومت یو هدف دا دی چې تحریک انصاف او پوځ په خپلو کې وجنګوي او دا چې د دوی ګوند له منځه یوسي.

ښاغلي خان د ګرانۍ او د برېښنا بېلونو خلاف د جماعت اسلامي د پرلت ملاتړ وکړ او زياته یې کړه چې "زموږ ګوند به په دې پرلت کې پوره ګډون وکړي."

د يوې پوښتنې‌ په ځواب کې عمران خان په بلوچستان کې د جبري بې‌درکه شويو کسانو د خوشي کولو لپاره د راوتلو بلوڅانو ملاتړ هم وکړ او زياته یې کړه یې چې "په بلوچستان کې د خلکو لادرکه کول ظلم دی."