عمران خان د دولتي راز افشا کولو په قضیه کې بې ګناه وبلل شو

عمران خان د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ د پاکستان لومړی وزیر و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمران خان د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ د پاکستان لومړی وزیر و.
    • Author, لوسي کلارک- بیلینګز
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو په یوه قضیه کې بې ګناه بلل شوی، خو په نورو قضیو کې د محکومیت له کبله به لا هم په زندان کې پاتې کېږي.

د سږ کال فبرورۍ کې د پاکستان ټولټاکنو کمپاین پر مهال ۷۱ کلن عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال کې له لومړي وزارته لېرې شو، په درې داسې قضیو کې په زندان سزا محکوم شو، چې نوموړی ادعا کوي سیاسي انګېزه لري. عمران خان ته په جنورۍ میاشت کې په عام محضر کې د یوه دیپلوماتیک کېبل برالا کولو په تور د ۱۰ کاله زندان سزا ورکړل شوې وه.

د اسلام اباد عالي محکمې بیا د دوشنبې پر ورځ د نوموړي استناف غوښتنه تائید کړه، خو داسې فکر نه کېږي، چې نوموړی به سملاسي له زندانه خوشی شي. د کرېکټ پخوانی لوبغاړی عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي دواړه په یوه بله قضیه کې له دې کبله محکوم شوي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د بشرا بي بي له طلاق وروسته د عدت مودې له بشپړېدو مخکې واده کړی و.

عمران خان او مېرمن یې دغه راز د نوموړي د لومړي وزارت پر مهال د ترلاسه شویو رسمي ډالیو په لړ کې په مالي فساد هم رسماً تورن شوي وو. خو له دې سره هم په پاکستاني سیاست کې عمران خان ته په زندان کې هم د یوه مهم سیاسي ځواک په نظر کتل کېږي.

د روان کال فبرورۍ په ټولټاکنو کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند، چې پلویانو یې د خپلواکو کاندیدانو په توګه په ټاکنو کې برخه اخیستې وه، د یوه سیاسي ګوند په توګه د پارلمان تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې وې. خو دوی نه وو توانېدلي اکثریت ترلاسه کړي او مخالفینو یې بیا د ائتلاف له جوړولو وروسته حکومت تشکیل کړی و.

په سایفر نومې قضیه کې څارنوالۍ ادعا کوله چې ښاغلي خان هغه سري کېبل افشا کړی، چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ته استول شوی و. د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې عمران خان، چې هغه مهال لومړی وزیر و، په یوه عامه غونډه کې دریځ ته وخت، یو کاغذ یې په لاس کې پورته کړ او ادعا یې کوله، چې دغه کاغذ د ده پر ضد د یوې بهرنۍ دسیسې حال وايي.

نوموړي د کوم هېواد نوم نه و یاد کړی، خو وروسته یې پر امریکا متحدو ایالتونو سختې نیوکې وکړې، خو واشنګټن او امریکا دواړو بیا د ښاغلي خان ادعا رد کړې وه. په دې قضیه کې د څارنوالانو ادعا وه، چې د رسمي اسناد افشا کولو سره عمران خان دیپلوماتیکو اړیکو ته زیان رسولی.

شاه محمود قریشي ته هم چې د عمران خان په حکومت کې یې د بهرنیو چارو وزیر دنده درلوده، د لس کلن زندان سزا ورکړل شوې وه. د دوشنبې پر ورځ بیا محکمې دوی دواړه بې ګناه وبلل.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند نعیم پنجوتها د محکمې له پرېکړې وروسته خواله رسنۍ اېکس (مخکیني ټویټر) په دې هکله لیکلي: ''د خدای تعالی شکر چې (دغه) سزا بېرته واخیستل شوه.''