د دولتي ډالیو قضیه کې د عمران خان او بشری بيبي سزا وځنډول شوه؛ ایا خوشې به شي؟

د عکس سرچینه، PTI
د اسلام اباد لوړې محکمې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن 'بشری بيبي' ته د دولتي ډالیو قضیه کې اورول شوې سزا ځنډولې او د دواړو د خوشې کېدو حکم یې کړی دی.
د احتساب محکمې لخوا د تېرې جنورۍ په وروستیو کې عمران خان ته په دې قضیه کې پر نغدي جرمانې سربېره د لس کاله بند سزا اورول شوې وه.
محکمې هغه مهال دا هم وو چې نوموړی به لس کاله هېڅ ډول سیاسي دندې پر مخ نه وړي.
خو د عمران خان مدافع وکیل 'علي ظفر' ادعا کوله چې د احتساب محکمې د دولتي ډالیو اړوند پرېکړه په بېړه کړې او حقایق یې له پامه غورځولې دي.
اوس رپوټونه وايي د ملي احتساب ادارې (نېب) څارنوال دوشنبه د اسلام اباد لوړه محکمه کې ویلي چې دوی مخکیني لومړي وزیر ته د اورول شوې سزا پر ځنډېدو اعتراض نه لري.
د یادونې ده چې عمران خان او د هغه مېرمن د دولتيډالیو قضیه کې دوی ته د اورول شوې سزا له ځنډول کېدو سره سره سملاسي نه ازادېږي.
لامل یې دا دی چې د عدت موده کې د نکاح او د دولتي رازونو برملا کولو په قضیو کې دوی ته اورول شوې سزاګانې لا پر خپل ځای دی.
د روان کال د فبرورۍ ۳مه د یوې ځايي محکمې مشر قاضي "قدرت الله" دوی دواړو ته د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د عدت موده کې د نکاح په قضیه کې د اووه – اووه کاله بند او پنځه – پنځه لکه کلدارو نغدي جریمو سزا واورله.
د عمران خان او بشری بيبي خلاف د عدت موده کې د نکاح قضیه د ۲۰۲۳ کال د نومبر وروستیو کې د بشری د مخکیني خاوند 'خاور مانیکا' په غوښتنه پرانیستل شوه.
د یادونې ده چې عمران خان او بشری بيبي د عدت موده کې د نکاح موضوع له رابرسېره کېدو وروسته د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ کې دویم ځل نکاح تړلې وه.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د عدت موده کې د نکاح په قضیه کې پر بند له محکومېدو څو ورځې ورمخکې (د جنورۍ ۳۰مه) د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات محمد ذولقرنین عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو قضیه کې پر لس کاله بند محکوم کړی و.
عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ لخوا د لومړي وزیر په توګه بېواکه شو.
هغه تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې (د مارچ ۲۷مه) اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو جلسه کې یو کاغذ ښودلی او ادعا کړې وه، چې دا له واکه د ده ګوښه کېدو لپاره د امریکا لخوا د جوړې شوې دسیسې شواهد دي.
نوموړي تر دې جلسې څو ورځې وروسته بیا ادعا وکړه چې امریکايي چارواکو د ده د بېواکه کولو پروسې د بریالي کېدو سپارښتنه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وار وار په دې تړاو مطرح شوې تورونه رد کړي دي.
عمران خان د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز قمر جاوید باجوه، د دې دسیسې مرکزي غړی باله.
د دولتي رازونو په قضیه کې عمران خان پر دې تورن شوی و، چې محرم او مهم سفارتي اسناد یې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کارولي دي.











