عمران خان په دوو قضیو کې بې ګناه بلل شوی، درېیمه کې یې ضمانت منل شوی

افغانستان

د عکس سرچینه، FACE BOOK/IMRAN KHAN

د اسلام اباد یوې ځايي محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي په تړاو دوو قضیو کې بې ګناه بللی.

قاضي له محکمې وغوښتل، چې عمران خان ته د لاریونونو (لانګ مارچ) په درشل کې د ورانکارۍ او حکومتي ودانیو ته د زیان اوښتو په دوو قضیو کې برائت ورکړي.

محکمې هم عمران خان ته په هغو قضیو کې برائت ورکړ، چې د تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال ثبت شوې وې او پر نوموړي تور پورې شوی و چې مرسته یې ورسره کړې.‌

محکمې ویلي، په یادو قضیو کې د مدعي لخوا داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی، چې د تورن عمران خان خلاف جرم ثابت کړي نو محکمه په دغو قضیو کې د عمران خان د برائت غوښتنه مني.

د یادونې ده، چې عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۴۴ مادې څخه په سرغړونې او دولتي ودانیو ته په زیان اړولو تورن شوی و.

هممهاله، د اسلام اباد عالي محکمې د القادر ټرسټ قضیه کې د پخواني لومړي وزیر ضمانت منلی او د هغه د خوشې کول امر کړی دی.

همدارنګه محکمې حکم کړی، چې لس لکه پاکستانۍ روپۍ د ضمانت په ډول ورته کېږدي.

د عالي محکمې قاضي عامر فاروق د عمران خان د غوښتنې په تړاو پرېکړه وکړه او د هغه د خوشې کولو امر یې وکړ.

سره له دې چې د القادر ټرسټ قضیه کې عالي محکمې د نوموړي د خوشې کولو امر کړی، خو نوموړی به لا هم په زندان کې وي، ځکه پر هغه د عدت په وخت د نکاح کولو تور پاتې دی.

د عمران خان او بشرا بي بي پر ضد د عدت په دوران کې د نکاح قضیې پرېکړه د روانې مې میاشتې تر ۲۳مې نېټې ځنډول شوې ده.

د عمران خان خلاف د ۱۹۰میلیون پونډو قضیه څه ده؟

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د القادر ټرسټ قضیه په اصل کې د څلور سوه پنځوس کانالې ځمکې د ورکړې په تړاو ده، چې د بحریه ټاون لخوا القادر پوهنتون ته ورکړل شوې وه.

اسلام اباد کې د احتساب یوې محکمې (ناب) عمران خان او د هغه مېرمن بشریٰ بي بي د ۱۹۰ میلیون پونډو مالي فساد قضیه کې رسماً تورن کړي وو، خو دواړو له دې تورونو انکار کړی دی.

په دې قضیه کې د کور جوړولو یوې شخصي ادارې (بحریه ټاون) څښتن ملک ریاض او زوی یې علي ریاض هم شامل دي.

همدارنګه په یاده قضیه کې د پاکستان احتساب ادارې مخکینی سلاکار مرزا شهزاد اکبر، د پاکستان مخکینی وزیر زلفي بخاري، فرحت شهزادۍ او ضیا المصطفی نسیم هم شامل دي.

د پخواني لومړي وزیر عمران خان او بشرا بي بي خلاف د نکاح قضیې کې محکمې د خاور مانیکا وکیل رضوان عباسي ته لارښوونه کړې، چې په انلاین بڼه د ویډیو له لارې د محکمې بهیر ته حاضر شي او خپل دلایل وړاندې کړي.

د عمران خان وکیل سلمان اکرم محکمې ته وویل، چې د بشرا بي بي د پخواني خاوند خاور مانیکا وکیل رضوان عباسي له هېواده بهر ځي.

نوموړي محکمې ته په خپلو خبرو کې وویل، که د محکمې د بهیر پر مهال ښاغلی عباسي په ډنمارک کې پاتې شي او ووايي چې نه شم درتلی بیا به څه کوو؟

د محکمې لخوا وړاندیز وشو، چې د وېډیو له لارې دې خپل دلایل وړاندې کړي.

له دې وړاندې د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د عمران خان او بشرا بي بي سزا ځنډولې وه.