عمران خان او مېرمن یې د عدت موده کې د نکاح قضیه کې بې ګناه وبلل شول

عمران خان او مېرمن یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشریٰ بي بي د عدت په موده کې د نکاح کولو قضیه کې بې ګناه بللي او له زندانه یې د دوی دواړو خوشي کولو امر کړی دی.

د محکمې په پرېکړه کې زندان چارواکو ته امر شوی، چې که دا دواړه مېړه ښځه په کومه بله قضیه کې د زندان سزا نه تېروي، باید خوشي شي. خو ښاغلی خان ښايي د محکمې له دې امر سره خوشی نه شي، ځکه له دې مخکې د لاهور یوې ترهګرۍ ضد محکمې د تېرې مې میاشتې بلوا پېښو کې د عمران خان موقت ضمانت رد کړی او نوموړ د لاهور پولیسو رسماً نیولی دی.

د یادونې ده، چې د عمران خان د مېرمنې پر ضد کومه بله داسې قضیه نه شته او نوموړې ښايي خوشې شي. له دې سره، سره عمران خان او مېرمن ته یې له دې مخکې هم د دولتي ډالیو قضیه کې سزا ورکړل شوې، خو د پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې هغه سزا ځنډولې ده.

د قضیې شالید

عمران خان او مېرمن بشریٰ بي بي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د ښاغلي خان د اوسنۍ مېرمنې بشریٰ بي بي مخکېني مېړه خاور مانیکا د پلازمېنې یوه محکمه کې عریضه کړې وه.

ښاغلي مانیکا په خپله عریضه کې ادعا کړې وه، چې عمران خان او بشریٰ بي بي د عدت په موده کې نکاح کړې او د دې موضوع له برالا کېدو وروسته یې په ۲۰۱۸ کال کې دویم ځل نکاح کړې. خاور مانیکا په خپله عریضه کې غوښتنه کړې وه، چې عمران خان او بشریٰ بي بي ته باید له قانون سره سم سخته سزا ورکړل شي.

عدت هغې ټاکلې مودې ته ویل کېږي، چې له طلاق یا هم د مېړه له مړینې وروسته یوه ښځه د اسلامي قوانینو له مخې په دې موده کې د اسلامي اصولو له مخې نکاح نه شي کولای.

د سږ کال په فبرورۍ کې بیا د پاکستان مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند موسس عمران خان او د ده مېرمن بشریٰ بي بي ته له همدې کبله د اووه- اووه کاله زندان سزا ورکړل شوه.

عمران خان او مېرمن یې د دې سزا خلاف استناف غوښتنه کړې وه، چې د پلازمېنې اسلام اباد محکمې ومنله او په نننۍ پرېکړه کې یې دوی ته ورکړل شوې سزا لغو کړه.

قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي، چې د بشریٰ بي بي مخکېنی مېړه خاور مانیکا چې په دې قضیه کې یو لوری دی، تر شپږ کالو پورې پټه خوله و، اوس یې د رجوع وخت تېر شوی دی. په پرېکړه کې دغه راز ویل شوي، چې د عمران خان او د ده د مېرمن نکاح د ټګي، برګي یا بدنیتي له مخې نه ده شوې او هېڅ لوری هم دا نه وايي، چې له سره یې نکاح نه ده شوې.