عمران خان د پاکستان قاضي القضات ته: "انفرادي بند کې یم، اډیاله زندان کې هر څه د کرنل صاحب کنټرول کې دي"

عمران خان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES/ IMRAN KHAN/FACEBOOK

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پنجشنبه د دغه هېواد ستره محکمه کې د ملي احتساب په اداره یا 'نېب' کې د اصلاحاتو اړوند قضیې په تړاو د غونډې پر مهال په لومړي ځل له قاضي القضات فایز عیسی سره رسماً خبرې کړې دي.

عمران خان له اډیاله زندانه د ویډیو لېنک په وسیله په دې قضايي غونډه کې برخه اخیستې وه.‌

خو د هغه او ملګرو له غوښتنې سره سره دا جلسه په ژوندۍ بڼه خپره نه شوه.‌

د پاکستان قاضي القضات په دې غونډه کې له عمران خان وپوښتل چې پخپله دلایل وړاندې کوي، که د خپل وکیل خواجه حارث دلایل کافي ګڼي.‌

عمران خان وویل چې غواړي پخپله ځینې دلایل شریک کړي.

هغه وویل چې "فردي بند کې یم، نه راته [قضايي‌غونډې ته] چمتووالي لپاره مواد شته،‌ او نه هم له وکیلانو سره د کتنې اجازه راکول کېږي."

قاضي‌ فایر عیسی د دې په ځواب کې وویل،‌ تاسې ته به مواد او وکیلانو سره د ملاقات زمینه دواړه برابر شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وویل،‌ چې "په اډیاله زندان کې هر څه د کرنل صاحب کنټرول کې دي" او دا چې ده "مخکې هم غوښتل له وکیلانو سره وګوري، خو دا کار ممکن نه شو."

هغه د پاکستان له قاضي القضات وغوښتل چې وکیلانو سره یې د لیدنې حکم صادر کړي.‌

ښاغلی عیسی هم په ځواب کې ورته وویل چې دا حکم به د ده پر وړاندې ولیکل شي.

د پاکستان قاضي القضات عمران ته ویل که نوموړی د قانوني ډلې خدمات غواړي، خو بیا پخپله وینا نشي وړاندې کولی.

خو عمران خان د دې په ځواب کې وویل چې چمتووالي لپاره د قانوني شخص همکاري اړینه وي او دی غواړي چې له خواجه حارث او یو دوو نورو وکیلانو سره وګوري.

هغه قاضي فایز عیسی ته دا هم وویل، چې ښايي بیا ورته له سره د مخامخ خبرو موکه په لاس ورنشي.

نوموړي زیاته کړه چې "د فبرورۍ اتمې او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په تړاو د بیا کتنې دوه غوښتنې" یې ځنډېدلې چې حامد خان یې په دغو قضیو کې وکیل دی.

عمران محکمې کې ځنډېدلې قضیې "د هېواد د مرګ او ژوند مساله" وبلله.

قاضي عیسي وویل چې دا جلسه نېب کې د اصلاحاتو په تړاو وه او دا چې سترې محکمې پرېکړه کې راتلونکې اونۍ ته وځنډول شي.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

عمران خان او مېرمن یې بشری‌ بي‌بي د دولتي‌ډالیو، د عدت موده کې د نکاح او د دولتي رازونو برملا کولو په ګډون بېلابېلو قضیو کې پر بند محکوم شوي دي.‌

د اسلام اباد لوړې محکمې تېر اپریل کې دوی ته د دولتي ډالیو قضیه کې اورول شوې سزا وځنډوله.

دې محکمې د القادر ټرسټ قضیه کې هم د پخواني لومړي وزیر ضمانت منلی دی.

د اسلام اباد یوې ځايي محکمې روانه میاشت عمران خان د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي په تړاو دوو قضیو کې هم بې ګنا وباله.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د اپریل پر ۱۰مه د قامي‌ اسمبلۍ لخوا د لومړي وزیر په توګه بې‌واکه شو.