له زندانه د عمران خان بیان؛ "خپلو مخالفانو سره خبرو ته چمتو یم"

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندانه په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي چې له "خپلو مخالفانو" سره خبرو ته چمتو دی.

عمران خان ته په منسوب دغه بیان کې چې د تحریک انصاف له لوري خپور شوی، ویل شوي چې "خبرې اترې خو کېږي له مخالفانو سره او له هماغو سره به مذاکرات کوو چې زموږ تر ټولو ستر مخالفان دي"

خو په بیان کې عمران خان د مذاکراتو لپاره یو شرط هم ايښی دی چې ویلي یې دي، "زه تل خبرو ته چمتو یم خو مذاکرات به هله کېږي چې په ټاکنو کې زموږ غلا شوې کامیابي بېرته راکړل شي او زموږ بندي بې ګناه غړي هم خوشي کړل شي"

د پاکستان دغه پخواني لومړي وزیر همدا راز د ده په قضيه کې ښکېلو قاضیانو نه هم هیله کړې چې بې دلیله دې د هغه قضيه نه ځنډوي او ژر تر ژره دې پرېکړه په ډاګه او واوروي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان دا هم ویلي چې پر ده لګول شوي ټول تورونه "بې بنسټه"، "دروغجن" او "له ځانه د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره جوړ شوي" هغه دي.

د یادولو ده چې عمران خان د توشه خانې یا دولتي ډالیو او په ځينو نورو قضیو کې پر بند محکوم شوی دی.

د احتساب محکمې لخوا د تېرې جنورۍ په وروستیو کې عمران خان ته په دې قضیه کې پر نغدي جرمانې سربېره د لس کاله بند سزا اورول شوې وه.

محکمې هغه مهال دا هم ویلي وو چې نوموړی به لس کاله هېڅ ډول سیاسي دندې پر مخ نه وړي.

خو د عمران خان مدافع وکیل 'علي ظفر' ادعا کوله چې د احتساب محکمې د دولتي ډالیو اړوند پرېکړه په بېړه کړې او حقایق یې له پامه غورځولې دي.