د تهران او واشنګټن ترمنځ دویم پړاو خبرې: د ایران د بهرنیو چارو وزیر روم ته رسېدلی
نن به د تهران او واشنګټن ترمنځ دویمه ناسته د ایټالیا پلازمېنه روم کې وشي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي روم ته رسېدلی چې د ډونلډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره وګوري. عمان د دې نامستقیمو خبرو منځګړتوب کوي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې "پر ایران د برید بیړه نه لري" او "د خبروغوښتونکی دی."
په تېرو ورځو کې ګڼې دیپلوماتیکه راشه-درشه ډېره شوې ده. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس او د سعودي عربستان د دفاع وزیر تهران ته سفر کړی او همهاله عباس عراقچي مسکو ته تللی و.
په روم کې د نننیو خبرو ځای شاوخوا او د عمان سفارت ته نژدې چېرې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر د مذاکراتو د دویم پړاو ځای دی، امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.
د ایران د ستر مذهبي مشر سیاسي سلاکار علي شمخاني وايي، ایران روم ته د یوې "متعادلې هوکړې" لپاره راغلی، "نه د تسلیمۍ لپاره".

د عکس سرچینه، Getty Images
علي شمخاني، چې د ایران د ملي امنیت پخواني سکرتر هم تېر شوی، د ایران او امریکا د خبرو اترو دویم پړاو په اړه پر اېکس یوه پیغام کې ویلي: "ایران د یو متوازن توافق لپاره راغلی، نه د تسلیمېدا لپاره."
نوموړي همداراز ویلي: "مرکچیان له بشپړ صلاحیت سره روم ته روان شوي، دوی به د یوه داسې هر اړخیز توافق هڅه وکړي چې پر نهو اصلونو ولاړ وي: جديت، تضمین، توازن، د بندیزونو لېرې کول، د لیبیا/امارات ماډل ردول، له ګواښونو ډډه، چټکتیا، د مزاحمت کوونکو لکه اسرائیل مهارول او د پانګونې اسانتیا."
د ایران د اساسي قانون د ساتنې شورا ویاند طحان نظیف د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي توافق پر سر د شورا د نظارت څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې له ځواب ویلو ډډه وکړه.
نوموړي دا څرګندونې په تهران کې په یوه خبري ناسته کې وکړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړاو خبرو د پیل په درشل کې جوړه شوې وه. هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "اوس تازه خبرې اترې په نامستقیم ډول پیل شوي دي، وبه ګورو چې تر کومه ځي، ان شاءالله وروسته به یې ووینو."
د ایران د اساسي قانون د ساتنې شورا، چې د دې هېواد د پارلمان د مصوبو د ارزونې مسؤلیت لري، لس کاله وړاندې هم له ۱+۵ ډلې سره د ایران د جامع اټومي توافق (برجام) له تصویب وروسته، دغه توافق تایید کړی و.
تر اوسه څه پېښ شوي:

د عکس سرچینه، Nournews.ir
- دا خبرې، چې لومړی پړاو یې تېره اوونۍ ترسره شوی و، له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تاریخي اټومي هوکړې ووت، تر ټولو لوړپوړی مستقیم تعامل بلل کېږي.
- لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا، له ډېرې مودې راهیسې ایران تورنوي چې هڅه کوي اټومي وسلې تر لاسه کړي، خو تهران دا تورونه تل رد کړي او ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې سوله ییز او ملکي اهداف لري.
- ډونلډ ټرمپ له دې وروسته چې د جنورۍ په میاشت کې واک ته بېرته راوګرځېده، د ایران پر ضد د خپل "اعظمي فشار" کمپاین بیا پیل کړ.
- نوموړي د پنجشنبې په ورځ وویل: "زه د پوځي اقدام لپاره بیړه نه لرم. فکر کوم ایران غواړي خبرې وکړي."
- د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ وویل: "موږ له امریکا ضد و نقیض پیغامونه اورو."
- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د جمعې په ورځ له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې د "میکانیزم ماشې" د فعالولو په اړه پرېکړه وکړي، ځکه چې د هغه په وینا، تهران د اټومي هوکړې پر بنسټ خپلو ژمنو ته ژمن نه دی.
- د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي له فرانسوۍ ورځپاڼې (لومونډ) سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې ایران د اټومي بم له تر لاسه کولو سره "ډېر زیات واټن نه لري."
د ایران او امریکا تر منځ د دویمې ناستې د پیل په درشل کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر د ایران د وروستیو تحولاتو په اړه تېلیفوني خبرې وکړې.
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې د بریتانیا او امریکا مشرانو د جمعې په ماښام د تېلیفوني تماس له لارې د ایران، اوکرایین او په یمن کې د حوثیانو پر ضد د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
د اختلافاتو د حل اصلي غوټه چېرې ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بيبيسي د کیوان حسیني شننه
تر اوسه د احتمالي توافق لپاره د لومړنیو چوکاټونو د جوړولو کوم خبر نه دی ورکړل شوی. تمه دا ده چې په لومړي جدي ګام کې، دواړه لوري د خبرو اترو د څرنګوالي او منځپانګې په څېر پر بنسټیزو مواردو یوې لومړنۍ هوکړې ته ورسېږي.
اوس مهال دوه اساسي او بنسټیز موارد د اختلاف مهم ټکي ګڼل کېږي: لومړی د ایران د یورانیمو بډایولو موضوع او دویم دا تضمین چې امریکا به یو ځل بیا له احتمالي توافق څخه په یو اړخیز ډول نه وځي.
د یورانیمو د بډایولو په اړه د امریکا اصولي دریځ دا دی چې ایران باید له یورانیم غنيکولو لاس واخلي او خپله غنيشوې یورانیم باید یو درېیم هېواد ته - لکه روسیې ته، ولېږدوي. خو ایران وایي چې د یورانیم غنيکول باید د هېواد دننه دوام ومومي، ځکه چې دا کار د نړیوالو قوانینو له مخې، تر هغه چې د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې تر څار لاندې وي، غیرقانوني نه دی.
د ایران دریځ، لکه د تېر ځل مذاکراتو په څېر، دا دی چې یورانیم دې د اژانس تر څار لاندې د هېواد دننه بډایه شي. همداراز، ایران د برجام (اټومي توافق) په چوکاټ کې منلې وه چې د خپلو اټومي فعالیتونو کچه دې د NPT (د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون) او د اژانس له اصولو سره برابره وي.
د امریکا له احتمالي توافق څخه د نه وتلو د ضمانت موضوع یو بله بنسټیزه اختلافي سکالو ده. دا غوښتنه د بایډن د ادارې له خوا د خبرو پر مهال هم مطرح شوې وه، خو هغه مهال هم امریکا ونه توانېده ایران ته داسې تضمین ورکړي.
امریکایي ډیپلوماټان وایي، دا ستونزه د امریکا د کورني سیاسي جوړښت سره تړلې ده، ځکه چې د امریکا ولسمشر یوازې دا واک نه لري چې راتلونکي ولسمشران دې د نړیوالو هوکړو پلې کولو ته اړ کړي. یوازېنۍ قانوني لاره دا ده چې توافق دې د سنا مجلس له لوري د نړیوال تړون په توګه تصویب شي، چې دا کار د سنا د دوو - پر درېیو غړو رایې ته اړتیا لري؛ یو داسې شرط چې د احتمالي توافق تصویب ډېر ستونزمنوي.
تمه کېږي چې د دغو اختلافونو د حل په لومړیو ګامونو کې، تر ټولو مخکې د خبرو د پرمخ بېولو لپاره روښانه چوکاټ وټاکل شي. یو له لویو خنډونو دا دی چې خبرې غیرمستقیمې دي، چې دا د خبرو سرعت او مؤثریت تر پوښتنې لاندې راولي. سربېره پر دې، دا ځل د اروپایي اتحادیې استازی هم په خبرو کې نه دي شامل، چې پخوا یې د 'برجام' د توافق د پلي کولو مهم رول لوباوه.












