څنګه یوه معلوله د خپلې ګرځنده څوکۍ په سینګارولو نورو ته الهام ورکوي؟

د عکس سرچینه، Jangmori
- Author, یونا کو
- دنده, بيبيسي کوریا
- رپوټ له:, سیول
- Author, مین جو کیم
- دنده, د بيبيسي د ښځو نړیواله څانګه
د خاطراتو کتابچو او د ځيرکو ټلیفونونو ښکلول یا سينګارول له مودو راهیسې دود دي؛ له همدې په الهام د جنوبي کوریا یوه ۲۴ کلنه معلوله کیم جي-وو وايي چې نو دا ولې خپله څوکۍ هماغسې ښکلې نه کړي؟
کیم ذهني معزوره یا معلوله ده او ۱۶ کلنه وه چې پر یوټيوب یې د 'رولېنګ ګورو' په نوم چینل جوړ کړ.
هغه غواړي د همدې خواله رسنۍ له لارې د معلولیت په اړه په جنوبي کوریا کې شته باور بدل کړي. دا خپله د معلولانو څوکۍ یا ویلچېیر سينګاروي، د خپلو سفرونو ویډيوګانې او د معلولانو په اړه داسې لیدلوری خپروي چې وايي، کاش د دې د ماشومتوب پر مهال هغسې څه چا کړي وای.
په جنوبي کوریا کې معلولانو ته هلته د شته دودیز فکر له کبله په کمه سترګه کتل کېږي، ډېرو اسانتیاو ته لاسرسی نه لري او په عامه ژوند کې یې ښه استازولي نه کېږي.
خو کیم د دې نظر د بدلولو هوډ کړی. څلور کتابونه یې لیکلي، بهرني سفرونه کوي او یو خپلواک خو بوخت ژوند لري.
'زه د ښوونځي یوازېنۍ نجلۍ وم چې پر ویلچېیر کېناستم"

د عکس سرچینه، Kim Ji-woo
دا زیاتوي، "زه به خپلې مور او پلار هره اوونۍ بهر بوولم او هڅه به یې کوله چې د نورو ماشومانو غوندې زه هم هر څه وکړای شم. نو په داسې ډول رالویېدو ما ته رازده کړل چې معلولیت د پټولو شی نه دی."
دا زیاتوي، "په داسې ښوونځي کې شامله شوم چې نږدې ټول زدکوونکي یې روغ رمټ وو. خو یوازې زه معلوله وم او وړه وم نو هېڅ مې دې ته پام هم نه و. یوازې زه وم چې په ویلچېیر به ناسته وم."
کیم وايي چې په ۱۷ کلنۍ کې لا ډېره پر ځان بسیا شوه. تر هغې وړاندې پر داسې ویلچېیر یا د معلولانو پر څوکۍ ګرځېده چې یو چا به ورپسې چلوله یا ټېله کوله ځکه چې د مغزي ګوزڼ له امله یې په خپله نه شوای چلولی.
دا حالت یې هله بیخي بدل شو چې لومړنۍ برېښنايي یا الېکترونیکي ګرځنده څوکۍ یې ترلاسه کړه. کیم وايي، "نړۍ مې پر مخ پرانیستل شوه. داسې وم لکه لومړی ځل چې پخپلو پښو قدم اخیستل زده کوم او داسې مې احساسول چې نور مې نو له مخې ټول خنډونه یو دمي ایسته شوي دي."
خو لا هم د لیسې د زدکوونکې په توګه د هغې ژوند له کوره تر ښوونځي محدود و. تر ۲۰ کلنۍ یې لا هم سفر نه و کړی او وايي، "داسې وم چې زړه مې په چاودېدو و."
خو هغه شېبه هم راغله او کیم ۲۲ کلنه وه چې له خپل پلار سره یې هانګکانګ ته سفر وکړ او پام یې شو چې ځینې کارونه له بل چا سره په ګډه نه کېږي او باید یو څه یوازې وخت هم تېر کړي.
دا وايي چې پلار ته یې وویل، "ما ته لږ وخت راکړه" او بیا شاوخوا پنځه ساعته یوازې وګرځېده.
کیم زیاتوي، "هماغه لومړی ځل و چې ومې ویل، دا خو هغومره سخته نه وه چې ما فکر کاوه. په ما هېڅ هم و نه شول."
دې هغه وهڅوله چې خپل یوټيوب چینل جوړ کړي او د کیم په وینا، غوښتل یې د دې په څېر د معلولانو پر څوکۍ ګرځېدونکو نورو کسانو سره اشنا شي او ځینو هغو خلکو سره هم چې له دې سره یې "خواخوږي" څرګندوله.
په خپله لومړۍ ويډيو کې ۱۶ کلنه کیم پوښتنه کوي چې "تاسې کله هم په تلویزوني سیریالونو یا فلمونو کې کوم معلول لیدلی دی؟... زه به تاسې ته د هغو خلکو په اړه ووایم چې هېڅ ځای نه ښکاري خو بیا هم هر چیرې شته."
'ګرځنده څوکۍ لکه بېرنګه تصویر'

د عکس سرچینه، Kim Ji-woo
کیم خپله لومړنۍ ويډيو اته کاله پخوا خپره کړې وه او وايي چې له هماغه راهیسې یې له خپلې ګرځنده څوکۍ او معلولیت سره اړیکه قوي شوه.
د یوه نوښت په ترڅ کې هغه هره میاشت خپله څوکۍ یوې موضوع ته ځانګړې کوي او سينګاروي یې. دې کار ته یې 'د دې میاشتې څوکۍ' نوم ورکړی دی.
د دسمبر میاشتې لپاره کیم د سانتاکلاز کالي اغوستي او په خپله څوکۍ پورې یې د کرېسمېس څراغونه، زرورین پنډوسکي او طلايي پټۍ نښلولې دي.
کیم وايي، "ویلچېیر د پټولو شی نه دی بلکې یو داسې بېرنګه تصویر دی چې زه پکې په ازاد ډول خپل احساسات څرګندولی شم."
دا زیاتوي، "په سر کې مې فکر کاوه چې څوکۍ مې ښه سینګار کړم نو ښکلې به برېښي، ځکه چې نور خلک هم داسې کوي نو زه یې ولې و نه کړم. خو چې دې کار ته مې دوام ورکړ نو خپله څوکۍ ورو ورو راباندې ګرانه شوه. دا اوس زما د پېژندګلوۍ یوه ډېره مهمه برخه ګرځېدلې ده."
"دا یوازې ښکلې څوکۍ نه ده"

د عکس سرچینه، Jangmori
کیم وايي چې کله یې د خپل ویلچېیر ډولي کول یا سينګارول پیل کړل نو دا اندېښنه ورسره پيدا شوه چې هسې نه دا کار یې په جنوبي کوریا کې د معلولیت لرونکو او پر ګرځنده څوکۍ د ګرځېدونکو کسانو د ستونزو په اړه د هغې پر مبارزې منفي اغېز وکړي.
خو د هغې د څوکۍ ښکلل یوازې د "څوکۍ د ډولي کولو لپاره نه دي" بلکې وايي چې دا د دې پېژندګلوي یا هویت او د معلولانو د ژوند واقعیتونه په ډاګه کوي او د هغوی ستونزو ته د رسېدو الهام لېږدوي.
اوس دا داسې غونډې جوړوي چې معلولان او روغ کسان پکې سره راټولېږي، خپلې ګرځنده څوکۍ سينګاروي او د یوې پنځونې، نوښت او د خلکو ترمنځ د اړیکو د جوړولو لامل کېږي.
هغې په یوه روزنیزه راټولېدنه کې شپږ معلولې نجونې سره یو ځای کړې چې خپلې ګرځنده څوکۍ په خپل زړه سينګار کړي.
کیم وايي، "یوې راته ویل چې دې کار ډېر خوند ورکړی او اوس به نورې ملګرې ترې سوځي. دا خبره ما ته د یوې ډالۍ غوندې وه، ځکه چې کله زه لس کلنه وم نو ما فکر هم نه شوای کولی چې داسې څه دې وویلی شم."

د عکس سرچینه، Flo_yu
کیم له خپلو مینهوالو سره په یوه نوې بڼه د ښکېلتیا لپاره یوه پروژه پیل کړه چې موخه یې د هغو معلولیت لرونکو اندېښنو ته رسېدل وو چې په ویلچېیر ګرځي او غواړي واده وکړي. دوی به د دې پروګرام په ترڅ کې دا ډول پوښتنې کولې چې، "ښه که د واده جوړه دې د څوکۍ په ټایرونو کې ونښلي نو بیا؟" یا دا چې لاسونه یې د ټایرونو لرونکې څوکۍ پر چلولو بوخت وي نو "ناوې به د ګلو ګېډۍ څنګه نیسي؟"
په دې پروژه کې له ځينو هغو معلولو ښځو سره مرکې هم شاملې وې چې اوس یې ودونه کړي او هغوی د مرکو پرمهال خپلې تجربې او ځينې لارښوونې له کتونکو سره شریکولې.
کیم وايي، "ځينې خلک فکر کوي چې معلول کسان جنسي غریزه نه لري او یا دا چې واده او ملګرتیا خو یو ډول عیش او عشرت دی" خو دې خپلې ځينې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې د واده جوړه به یې اغوستې وه، پر ښکلل شوې ویلچېیر ناسته ده او د تازه ګلانو ګیډۍ یې په لاسونو کې نیولې ده. غواړي خلکو ته وښيي چې هغسې نه ده چې دوی فکر کوي.
"هر څوک له یو چا الهام اخیستو ته اړتیا لري"

د عکس سرچینه، Kim Ji-woo
کیم هیلهمنه ده چې کار به یې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د معلوماتو د نشتوالي تشه ډکه کړي. هغه پر خپلو خواله رسنیو د ځان هغه ویډيوګانې خپروي چې پر سمندرغاړو ګرځي، اسیا، اروپا او امریکا ته سفرونه کوي او غواړي په دې توګه په معلولانو پورې تړلي ناسم باورونه وننګوي او ورته اسانتیاوې ډېرې شي.
دا وايي چې کله وړه وه نو د دې غوندې کسانو لپاره ډېرې کمې لارښوونې وې او زیاتوي، "هر څوک له یو چا الهام اخیستلو ته اړتیا لري، کنه نو هېڅکله له هغه حالته د وتو زړه نه شي کولی."
کیم همداراز وايي، "کله چې واورئ چې یو [معلول] کس بهر سفر کړی او ان په پېراشوټ کې له الوتکې د راټوپ کولو هڅه یې کړې نو خلکو ته دا ناشوني برېښي او بیا پر دې فکر کول پيلوي چې ښايي سخته نه وي، ښه نو، راځه زه به هم دا هڅه وکړم."
دا زیاتوي، "دا داسې کیسې دي چې ما د سترېدو پرمهال اړتیا ورته لرله. نو اوس ځکه زه غواړم چې خپل کار روان وساتم. که هڅه وکړې نو پوه به شې چې په نړۍ کې هېڅ هم ناممکن نه دي."












