په غوږونو کڼې وکیلې څنګه په ستره محکمه کې استدلال وکړ او تاریخ یې جوړ کړ؟

د عکس سرچینه، SARAH SUNNY
- Author, عمران قریشي
- دنده, بي بي سي هندي
سارا سني د هند په تاریخ کې لومړنۍ داسې وکیله شوه چې په غوږونو څه نه اوري خو د دغه هېواد په ستره محکمه کې د وکیلې په توګه د استدلال او بحث اجازه ورکړل شوه.
دغه ۲۷ کلنه مېرمن لومړی ځل تېره سپتمبر میاشت کې هله د وکیلې په حیث په محکمه کې ودرېدله چې قاضي القضات د یوې استنثنا له مخې اجازه ورکړه چې د هغې استدلال دې د اشارو په ژبه د یوه ژباړن لخوا قاضي ته وژباړل شي.
دوه ورځې وړاندې يعنې د اکتوبر پر شپږمه محکمې د اغلې سني لپاره یو ځانګړی ژباړن وګوماره چې د محاکمې په ټول بهیر وپوهېدلی او د قضیې په اړه خپل دلایل وویلی شي. دې بې سارې پېښې د دغه هېواد د قضا په برخه کې نوی تاریخ جوړ کړ او کارپوهان یې په ځانګړي ډول کڼو او نورو معلولو کسانو لپاره يو ګټور پرمختګ بولي.
قاضي القضات داننجایه یشوانت چاندراچود وویل، "له دې سره به موږ د اساسي قانون اړوند اورېدونو لپاره یو ژباړن ولرو چې په مرسته به یې هر چا ته د قضیې بهیر د پوهېدو وړ شي."
د چارو شنونکي وايي چې د سترې محکمې د یوه لوړ پوړه دريځ په درلودو سره به د هغې موجودیت د هند قضايي سيسټم لپاره په ځانګړي ډول د کڼو ټولنې پر اړتیاو د پوهېدو او هغوی ته د رسېدو په برخه کې، ډېر ګټور تمام شي.
مشرې وکیلې میناکه ګوروسوامي هم دا یوه "ريښتینې تاریخي او مهمه" شېبه یاده کړې.
"له کومه ځایه تر کومه راورسېدلم"

د عکس سرچینه، SARAH SUNNY
د سنچیتا اېن په نوم وکیله چې له اغلې سني سره په ګډه کار کوي، بي بي سي ته وویل چې، "هغې [سارا سني] ډېر دودیز فکرو او تبو ماتې کړې. د هغې دا کار به ډېر کاڼه زدکوونکي وهڅوي چې د قانون په برخه کې زدکړې وکړي او قانوني سیسټمونو ته د هغوی لاس رسی اسانه کړي."
سارا سني له تېرو دوو کلونو راهیسې د قانون په برخه کې زدکړې کوي.
دا وايي چې د ښار په ابتدائيه محکمو کې د اشاروي ژبې د ژباړن درلودلو اجازه نه ورکول کېده ځکه چې قاضیانو فکر کاوه پر خبرو یې د پوهېدو لپاره کافي پوهه نه لري نو ښايي له اشارو ناسم برداشت وکړي. نو دا مجبوره وه چې خپل استدلال په لیکلې بڼه هغوی ته وسپاري.
ساراو رویچودري هغه ژباړن دی چې د اغلې سني اشارې یې لومړی ځل په تېره سپتمبر میاشت کې یوه محکمه کې ژباړلې وې خو هغه قانون نه دی لوستی مګر د کڼو لپاره د ژباړې تجربه لري.
بله خبره دا چې تر اوسه په هند کې په اشاروي ژبه هېڅ کس د قانوني ټرمېنالوژۍ په اړه په مسلکي ډول نه دي روزل شوي او دا یوه وخت نیونکې کیسه ده.
له بي بي سي سره په خبرو کې اغلې سني ویل چې د ویاړ احساس کوي چې له کومه تر کومه ځایه رارسېدلې ده او زیاتوي، "زه غواړم هغو کسانو ته چې په غوږونو څه نه اوري، وښېیم چې که زه یو کار کولای شم نو تاسې یې هم کولای شي."
درې واړه معلول خو معتبرې دندې لري

د عکس سرچینه، SARAH SUNNY
دا وکیله د هند په بېنګلور سیمه کې زېږېدلې. د هغې غبرګونې ماریا سني او یو ورور پارټېک کوروېله هم په غوږونو کاڼه دي.
ورور یې پارټېک په امریکا کې د سافټوېر انجینر دی او په ټېکزاس ایالت کې د کڼو په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی. غبرګونې خور یې ماریا یوه محاسبه ده.
د دوی مور او پلار نه غوښتل چې اولادونه یې د معلولو په ځانګړي ډول د کڼو کسانو لپاره په جوړو شویو ښوونځيو کې زدکړې وکړي. که څه هم اولادونو یې د معلولیت له کبله د زدکړو پر مهال خورا ډېرې ستونزې وګاللې خو یوه ښه ځای ته یې راورسول.
سارا سني وايي چې د ښوونکو له شونډو به یې درس قیاس کاوه او د ځینو ملګرو په مرسته به یې زده کاوه خو ځینو ځورولې هم ده.
دا زیاتوي، "ځینو به مسخرې راباندې وهلې خو ما به تل بحث ورسره کاوه."
اغلې سني په ۲۰۲۱ کې د یوې ازموینې له لارې وکالت ته ورسېدله او په عملي ډول یې د قانون مسلک پیل کړ.
دا وايي چې د خپل مور او پلار منندویه ده چې د درې واړو اولادونو تر منځ یې فرق نه دی کړی او یو خېل یې روزلي دي.
سارا سني زیاتوي، "هغوی موږ د نورو ماشومانو غوندې په عادي ښوونځيو کې شامل کړو، ځکه چې پر برابرۍ یې باور درلود. همدې په ما کې خپلو ارمانونو ته د رسېدو همت او جرات پیدا کړ."
د چارو پوهان وايي چې په هند کې معلولیت لرونکو په ځانګړي ډول د کڼو لپاره د قانون اړوند مسلک کې ځان ته ځای جوړول ځکه سخت وي چې یو خوا د دوی په اړه ټولنه کې شته باور یې د پرمختګ په لار کې خنډ وي او بل لور ته په محکمو کې د اشاروي ژبې د ژباړنو کمښت.











