هغې هندۍ ټاکنې ګټلې دي چې څلوېښت کاله یې د خلکو تشنابونه او کوڅې پاکولې

د عکس سرچینه، MOHD SAMI
دا ښځه چنتا دیوي نومېږي او یو وخت یې د شمالي هند په بېهار ایالت کې د خلکو کېنارابونه پاکول، سړکونه او کوڅې یې جارو کولې. څلوېښت کاله یې په سر خاورې باد کړې خو اوس یې خپل سیال ته په لوی توپير په ټاکنو کې ماتې ورکړې ده.
دې د ښاروالۍ لپاره په تازه ټاکنو کې سیال نوماند ته د ۱۵ زره رایو په توپیر سره ماته ورکړه او د ښاروالۍ مرستیالي یې وګټله.
تر ډېره دغه څوکۍ د ټيټ ذات هندوانو لپاره ځانګړې ده او د دې بریال ځکه ارزښت لري چې د هند په ټولنه کې د ټيټ ذات خلک داسې پوړونو ته د رسېدو لپاره ډېرې سختۍ او زحمتونه ګالي.
چنتا دیوي اوس شپېته کلنه ده او په ماشومتوب کې یتیمه شوې ده. شاوخوا شل کاله مخکې کونډه شوه او د خپلو اولادونو پالل ورپه غاړه شول. درې زامن لري او دوه یې د دې غوندې واټونه پاکوي.
د دې لمسی راهول کمار وايي چې په ۲۰۲۰ کې یې نیا تقاعد شوه او په خپله کوڅه کې یې ترکاري خرڅول پيل کړل. خو په سبزۍ خرڅوونکو پسې ښاروالۍ راواخیستله او کار ته یې نه پرېښودل، "اخر مې نیا مجبوره شوه چې ټاکنو ته ودرېږي"
راهول وايي، "د ښاروالۍ کسان هر وخت په بازار کې بېچاره ترکاري خرڅوونکي په عذابوي، چټي وټي پلمې ورجوړوي او ځوروي یې. نو دا یې پر وړاندې ودرېده او غږ یې پورته کړ"
"زه او ټاکنې ډېره لرې خبره وه، خو خلکو ویل چنده درته کوو"

د عکس سرچینه، MOHD SAMI
چنتا دیوي وايي چې تېر کال د ښاروالۍ واله پسې ورغلل او دودی ټوکرۍ یې د خځلو لارۍ ته ورګوزار کړې خو د ټپریو والا ټول غلي ناست وو او یوه هم د اعتراض کولو جرات ونه کړ.
دا وايي، "زه په خپل زور پسې وروختلم او خپله ټوکرۍ مې راکوزه کړه. د نورو مې هم راښکته کړې. بس، هماغه و چې ټولو زه په ټاکنو کې ګډون ته وهڅولم"
خلکو دیوي ته ویل، یوه داسې کس ته اړتیا ده چې د دوی حقونه وغوښتلی او وګټلی شي.
خو ټاکنې خو مفته نه کېږي، لګښتونه غواړي او دې وس نه درلود. دیوي وايي، "ما خلکو ته وویل چې زه او ټاکنې ډېره لرې خبره ده، خو خلکو ویل چې ته مخکې شه، موږ چنده هم درته کوو"
چنتا دیوي زیاتوي چې که څه هم دا یې لومړی ځل و چې نوماندېدله خو له پخوا راهیسې یې خپل وس کاوه چې خلکو ته خیر ورسوي.
که څه هم دې ته د ټولنې نورو خلکو هم رایه ورکړه خو د واټونو جارو کوونکو او ترکارۍ خرڅوونکو یې په کلکه ملا وتړله.
د ښاروالۍ په ټاکنو کې سیاسي ګوندونه نېغ په نېغه برخه نه شي اخیستلی خو پټ پناه خامخا د خپلې خوښې نوماندانو د بریا لپاره هڅې کوي. جالبه دا وه چې ځينو ځايي لویو ګوندونو هم د دې ملاتړ وکړ، لکه د هند کمونیست ګوند، راشټریه جنتا او کانګرېس.
د کېنارابونو او کوڅو له پاکولو تر ښاروال مرستیالۍ پورې مزل

د عکس سرچینه، MOHD SAMI
د هغې سیمې نوم ګیا دی چې چنتا دیوي پکې د ښاروالۍ مرستیالۍ ټاکنې ګټلې دي.
د دې سیمې ښاروال ګنېش پاسوان له رسنیو سره په خبرو کې وویل، "ګیا داسې یو ښار دی چې خلک پکې ځلېږي. دا هغه سیمه ده چې د موسهر ذات یوه ښځه پکې ایالتي جرګې ته لار پيدا کوي"
(موسهر) یو داسې ذات دی چې د هندوانو په ټيټ ذات کې هم تر ټولو ډېره وروسته پاتې خلک دي. دوی د ډېر فقر او لاچارۍ له کبله د ژوندي پاتې کېدو لپاره ان د موږکانو خوړلو ته مجبورېږي.
چنتا دیوي هم د همدې ذات ښځه ده او اړه وه چې د خلکو کېنارابونه، تشنابونه او کوڅې پاکې کړي.
ښاروال ګنېش پاسوان هم وايي، "د دې سیمې خلکو د چنتا دیوي په کامیابولو سره ټولې نړۍ ته یو نوی مثال جوړ کړ. هغه ښځه چې د خلکو بولې به یې پر سر وړې، نن د ښاروال مرستیاله ده. دا یو تاریخي ګام دی"
"ډېر مندرونه او جوماتونه ویجاړ دي، جوړوم یې"

د عکس سرچینه، MOHD SAMI
بېهار د هند له هغو ایالتونو دی چې تر اوسه پکې د ټيټ او لوړ ذات خبرې ډېرې کېږي او په اړه یې ناندرۍ راپورته کېږي چې تاوتریخوالی هم پکې وي. ځینو هڅه کړې چې دا توپير له منځه یوسي خو د لوړ ذات د ډېرو شتو او ځمکو څښتنان دي چې تر ډېره د دې کار خلاف راپورته کېږي.
که څه هم له تېرو دوو لسيزو راهیسې په دې اړه یو څه بدلون راغلی خو بیا هم د ټيټ ذات خلک په بېلا بېلو پلمو ځپل کېږي او د لوړ ذات خلک امتیاز اخلي.
چنتا دیوي وايي، د ښاروالۍ مامورانو ته په خپل وخت د تنخوا ورکولو او د سړک پر سر پېر او پلور کوونکو حقونو لپاره به مبارزه کوي.
دا زیاتوي، "د هغو حقونو لپاره به مبارزه کوم او مرسته به ورسره کوم چې د سړک پر سر توکي پلوري، ځکه چې کورنۍ یې ګڼې دي خو دوی یې یوازېني نفقه وروړونکي دي. کوڅې او لښتي به جوړوم، ډېر مندرونه او جوماتونه ویجاړ شوي دي، هغه به ترمیموم. ګیا سيمه به داسې جوړوم چې که له بهره څوک راشي نو فکر وکړي چې دا خو ګیا نه بلکې ډيلی دی"










