یوې هندۍ نرسې د لسو زرو ماشومانو زیږون کې مرسته کړې

Kathija hopes the memories of her work will keep her happy in retirement
د عکس تشریح، کهتیجا (خدیجا) هیله لري چې د خپل کاري مزل یادونه به یې د تقاعد په پاتې ژوند کې خوشحاله وساتي

د هند په روغتیايي اډانه کې نرسانې او د لومړني پړاو روغتیاپالانې خورا مهمه ونډه لري، خو د اسانیو لږوالي او پراخې اړتیا دوی له ننګونو سره مخ کړي.

کھتیجا (ختیجا) بي بي چې له ۱۰۰۰۰ ډېرو ماشومانو زېږن کې یې د مرستې له امله دولتي جایزه اخستې او په دې وروستیو کې تقاعد شوې وايي هغو بدلونونو ته فکر وړې چې دې خپل ۳۳ کلن کاري مزل کې لیدلي.

۶۰ کلنه کھتیجا بي بي د خپل ژوند یو تر ټول ویاړمن اړخ دا یادوي چې وايي " ۱۰۰۰۰ ماشومان چې د زېږون پر مهال یې ما مرسته کړې یو یې هم نه دی مړ شوی."

د ایالت د روغتیا وزیر ما سبرامنیم بي بي سي ته وویل کھتیجا ته له همدې امله دولتي جایزه ورکړل شوه چې د زېږن خدمتونو پر مهال یې د مړینې یوه پېښه هم نه درلوده.

دې د هند په تامیل ناډو ایالت کې تېرې درې لسیزې داسې مهال کار کړی چې هېواد یې په نړۍ کې د زېږون پر مهال د مړینې لوړه کچه درلوده چې اوس د منځنۍ کچې هېوادونو په کتار کې دی.

هغه وايي د لږو ماشومانو زیږولو او د لور درلودو په تړاو د عامو خلکو چلن کې هم د پام وړ بدلون راغلی.

KATHIJA BIBI

د عکس سرچینه، KATHIJA BIBI

د عکس تشریح، په ۱۹۹۰ کې چې کهتیجا کار پیل کړ پخپله هم میندواره وه.

په ۱۹۹۰ کې چې کهتیجا کار پیل کړ پخپله هم میندواره وه.

هغه وايي "زه اوه میاشتنۍ میندواره وم، خو ما له نورو میندو سره مرسته کوله. زه د زېږون لپاره له دوه میاشتني ځنډ وروسته بېرته کار ته راغلم. زه پوهېدم چې مېرمنې د زېږون پر مهال څومره وارخطا او اندېښمنې وي، نو زما لومړنۍ دنده دوی ته ډاډ ورکول وو."

کهتیجا په جون میاشت کې تقاعد شوه او له کاري ستړو یې یو څه د ارام ساه واخیسته. د هغې روغتیايي مرکز په یوه لرې پرته سیمه ویلوپورام کې دی چې له چنای ښار سوېل ته ۱۵۰ کیلومتره واټن لري. دغه کلینک کې د زېږون څانګه ډېره پیاوړې نه ده، نو ځکه خو د اسانتیاوو لپاره میندې د ولسوالۍ روغتون ته لېږي.

د کهتیجا لپاره دې دندې ته هڅېدنه د خپلې مور له شخصیته وه، ځکه چې مور یې هم نرسه وه. وايي "ما به هغه چاپېریال کې له همزولو سره لوبې کولې، د روغتون له بوی سره عادت شوې وم."

دا له ځوانۍ د خپلې مور د کار پر ارزښت پوهېده، چې څه ډول یې بې وزلو او نیم لوستو مېرمنو ته روغتیايي چوپړونه کول. هغه مهال شخصي روغتونونه لږ وو او د زېږون لپاره د ټولو پام پر ځايي یوازېني دولتي روغتون و چې اوس د لومړني روغتیايي مرکز په نوم یادېږي.

کهتیجا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بیهار ایالت کلینیک کې نرسه د یوې میندوارې مېرمنې معاینه کوي

کهتیجا ویلي د کار ځای کې یې ننګونې ډېر وې "کله چې دنده پیل کړه یوه ډاکټره، وه تنه همکار روغتیايي کارکوونکي او دوه نرسانې وې. لومړی کار ډېر و، د خپلو ماشومانو پالنه مې نه شوه کولی. د خپل کور کارونو ته نه شوم رسېدلی خو هغو ورځو ډ‌ېر څه را زدکړل."

په ۱۹۹۰ کال کې په هرو سلو زرو نویو زېږېدلو ماشومانو کې ۵۵۶ یې ژوند بایله. همدغه کال کې هند کې د زېږون پر مهال هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې د ۸۸ هغو د مړینې رپوټ ثبت شوی و. وروستۍ شمېرې ښيي چې اوس په هرو سلو زرو ماشومانو کې د مړینې شمېر ۹۷ ده، او په هرو ۱۰۰۰ زېږونونو کې د مړینې ۲۷ پېښې ثبت شوي.

کهتیجا په کلیوالو سیمو کې پر روغتیايي اډانه د حکومت پانګونه او مېرمنو کې د لوست کچې لوړېدل د دغو پرمختګونو مهم لاملونه بولي.

په ورځني ډول دې یو یا دوه میندو سره زېږون کې مرسته کوله، خو وايي داسې سختې ورځې هم پرې راغلي چې کله یې هم نه هېرېږي.

" د ۲۰۰۰ کال د مارچ اتمه زما لپاره تر ټولو سخته ورځ وه. دا د ښځو نړیواله ورځ وه، یو شمېر خلکو دغو لمانځنو کې زما هرکلي ته په تمه وو او زه روغتون ته روانه وم. ومې لیدلې چې دوه مېرمنې راته انتظار کوي، ما زېږون کې مرسته وکړه. ورپسې شپږ نورې ښځې راغلې."

مېرمن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په هیماچال پرادیش روغتون کې یوه مور له خپلې نوې زیږېدلې ماشومې سره

وايي یوازې یوه همکاره مې درلوده، خو د کار فشار خورا لوړ وو. خو د نویو زېږېدلو ماشومانو چیغې چې دې یې له میندو سره مرسته کړې وه ورته د ښه احساس لرونکې وې، داسې چې لږ ترلږه د انسانانو ژوند ژغورولو او درملنه کې بوخته ده.

کهتیجا په دولتي روغتون د ګڼې ګوڼې کمېدو لپاره، د شتمنو کورنیو مېرمنې هڅوي چې خصوصي روغتیايي مرکزونو ته لاړې چې بې وزلې میندې له دولتي روغتون ګټه پورته کړی.

نوموړې وايي اوس په کلیوالو سیمو کې د مور او ماشوم روغتیا کې د پام وړ بدلون راغلی. دا بدلون کې له امکاناتو سره تړلی تر ټولو مهمه برخه پکې د خلکو چلند هم لري چې خپلې دودیزې تړې یې ننګولي، او د میرمنو روغتیا ته پام اوښتی.

په ۹۰ کلونو کې هند کې د ماشوم زیانولو بنسټ په جنسیت پورې تړلی و. تر ډېره به هغوی چې پوهېده لور لري ماشوم به یې له زیږون وړاندې زیانوه. همدا وه چې د هند حکومت له زېږون وړاندې د ماشوم د جنسیت پر معلومولو بندیز ولګوه.

وايي اوس حالت بدل شوي "خلک ‌ډېر په جنسیت پسې نه ګوري، یوازې غواړي دوه ماشومان ولري."

د دې تجربه لرونکې هندۍ نرسې د ژوند ښې شېبې او احساسات هم له خپل ستونزمن کار سره تړلي. له دردناک حالت وروسته چې مور خپل نوي زېږېدلي ماشوم ته وګوري نو وخاندي، دا حالت زما لپاره یو نه هېرېدونکی او خوښوونکی احساس راکوی."