د افغانستان ختیځ کې له لید محرومې هیله بښونکې ښځې

د عکس سرچینه، UNHCR/Faramarz Barzin
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د نابینایانو پر وضعیت خواشیني څرګنده کړې او په ځینو سیمو کې دوی ته د مرکزونو پر جوړولو یې رپوټ خپور کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۴۰۰ زره کسان ړانده او نیم میلیون کسان د لیدو له ستونزو سره مخ دي، خو د دغه سازمان په وینا له ړندېدو مخکې د ۸۰ سلنه پېښو درملنه شونې ده.
د ننګرهار ولایت ثمرخېل سیمه کې یوه نابینا نجلۍ له خپل کوره وځي چې ښوونیز مرکز ته ولاړه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویډیويي رپوټ په همدې پیلېږي.
دغه سازمان په ننګرهار او دوو ګاونډیو ولایتونو کې یو ښوونځی جوړ کړی، چې ښځې په کې راټولېږي، خبرې اترې کوي، خپلې تجربې شریکوي او نوي مهارتونه زده کوي.
له دې فعالیتونو سره هم ځان او هم یې نورو ته خیر رسېږي. خو تر هر څه مهم دا چې پر ځان یې اعتماد او باور پیدا شي او خپلواکي تجربه کړي. دا چې له ړندوالي سره سره د یو څه ترسره کولو توان لري.
په افغانستان کې ړانده کسان او د کم لید والا خلک د زدکړې او کارموندنې په ګډون په ټولو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، په تېره بیا چې ښځینه وي.

د عکس سرچینه، UNHCR/Faramarz Barzin

د عکس سرچینه، Getty Images
د جلال اباد اوسېدونکې ٢۰ کلنه امینه صابري چې نابینایانو ته په ځانګړي ټولګي کې برخه اخلي او اوس د بریل لیک لوستلی شي وايي تر دې وړاندې له ډېرو ننګونو سره مخ وم.
ځینې ښځې لکه ارزو طاعون بیا په دې ټولګیو کې داسې مهارتونه زدکوي چې کاري فرصتونو ورته برابروي چې په هغو کې درس ورکول او آن کتاب لیکل راځي.
د ملګرو ملتونو له خوا په جوړو شویو مرکزونو کې د ورځني عملي مهارتونو سربېره، نابینا مېرمنې او نجونې رواني او ټولنیزې مشورې هم ترلاسه کوي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی په اړه غونډو کې برخه اخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د اټکل له مخې څه باندې ۴ لکه ړانده او شاوخوا ۱،۵ میلیون کسان د لید کمښت له ستونزې سره مخ دي. دغه سازمان زیاتوي، که د سترګو د پاملرنې ښه بنسټونه جوړ او ښه اداره یې وشي، نژدې ۸۰ سلنه پېښې د انسان تر ړندولو وړاندې د مخنیوي وړ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي هر کال شاوخوا ۲۵۰۰۰ افغانان په یوه سترګه نابینا کېږي، داسې ستونزه چې تر ډېره ښځې اغېزمنوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه سازمان وايي ۶۰ سلنه افغانان د کټرکټ ستونزې له امله ړندېږي. چې په عامه اصطلاح ورته پر سترګې د پردې کښته کېدل هم ورته وايي.
د کټرکټ ناروغۍ عملیات په عادي کلینیکونو کې په کابو درې څلور زره افغانیو ترسره کېدای شي چې شاوخوا څلوېښت امریکايي ډالره کېږي.
د روغتیا سازمان وايي اوسمهال د افغانستان په کلیوالي سیمو کې له دوه لکو څخه ډیر خلک د کټرکټ ستونزه لري، خو په کال کې یوازې د ۱۵۰۰۰ جراحي عملیات کېږي.
د ناروغانو د شمېر پرتله د ډېرو کمو کسانو علاج کېږي. پر دې سربېره د ټپونو له لاسه هم ډېر خلک په افغانستان کې سترګې یا د سترګو لید له لاسه ورکوي.










