د نیویارک نوی مسلمان ښاروال زهران ممداني څوک دی؟

زهران ممداني

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زهران ممداني به د نیویارک لومړنی سوېلي اسیا الاصله لومړنی مسلمان ښاروال وي
    • Author, ندا توفیق او رچل هګن
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز
    • رپوټ له:, نیویارک او لندن ښارونه

د نیویارک د نوي لومړني مسلمان ښاروال په توګه په ټاکل کېدو زهران ممداني د تاریخ برخه شو او په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو ځوان ښاروال هم دی.‌

د سږ کال سياسي سیالۍ ته د عادي وختونو پرتله ډېر د خلکو پام اوښتی و. د ایالت د اسمبلۍ دې ۳۴ کلن غړي د کال په داسې حال کې پیل کړ چې ډېرو خلکو نه پېژانده، خو په سروېګانو کې د نوملړ په سر کې و. د هغه ټاکنه د پرمختګ غوښتونکو لپاره یوه مهمه شېبه ده، چې د ښار د سیاسي مرکز د انډول بدلوونکی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خلکو ته ویلي وو چې ممداني ته رایه ور نه کړي او پر ځای یې د هغه اوږدمهالي منتقد، پخوانی ګورنر انډریو کومو چې د دیموکرات ګوند له لومړني بهیر وروسته د خپلواکي په توګه کاندید شوی و، ملاتړ وکړ.

ټرمپ د دوشنبې په ماښام په ټروت سوشل کې ولیکل: "که مو انډریو کومو خوښېږي یا نه خوښېږي، تاسو بل انتخاب نه لرئ. تاسو باید هغه ته رایه ورکړئ او هيله ولرئ چې عالي کار وکړي. هغه دې کار ته وړ دی خو ممداني نه دی!"

کومو چې پخوا د ایالت په سیاست کې د واکمن شخصیت په توګه پېژندل کېده، د ټرمپ د کمزورو ملاتړو خبرو په اړه داسې تبصره وکړه: "هغه زما ملاتړ نه کوي، هغه د ممداني مخالفت کوي."

ټرمپ د جمهوريپال نوماند کرټس سلیوا ملاتړ هم ونه کړ او ویې ویل: "د کرټس سلیوا رایه... د ممداني رایه ده."

له یوګندا تر کوینز پورې

زهران ممداني له خپلو والدینو محمود ممداني (ښۍ خوا) او میرا نایر (کېڼه خوا) او مېرمنې راما دواجي (منځ کې) سره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زهران ممداني له خپلو والدینو محمود ممداني (ښۍ خوا) او میرا نایر (کېڼه خوا) او مېرمنې راما دواجي (منځ کې) سره

ممداني د یوګندا په کامپالا کې زېږېدلی او اوه کلن و چې کورنۍ یې نیویارک ته کډه شوه. هغه د برونکس د ساینس لېسه ولوسته، وروسته یې بوډوین کالج ولوست او افریقایي څېړنو کې یې سند ترلاسه کړ، هلته یې فلسطین کې د عدالت د زد‌کوونکو د اتحادیې څانګې بنسټ هم کېښود.

دا ځوان مترقي سیاستوال چې به د ښار لومړی مسلمان او د سوېلي اسیا اصله ښاروال وي، د ښار پر متنوعو ریښو یې ډېر ټینګار کړی. هغه د بشپړ کمپاین ویډیو په اردو کې خپره کړې او د بالیووډ د فلمونو کلیپونه یې ور ګډ کړي. په بله ویډیو کې په اسپانوي خبرې کوي.

ممداني او بروکلېن کې مېشتې د هغه ۲۷ کلنې مېرمن "رما دواجی" یو له بل سره د ملګري پیدا کولو پر Hinge کاریال (اپ) کې اشنا شوي.

د هغه مور میرا نایر نامتو فلم‌جوړکوونکې ده او پلار یې پروفیسور محمود ممداني په کولمبیا پوهنتون کې تدریس کوي. دواړه د هارورډ فارغان دي.

ممداني ځان د خلکو کاندید بولي، یو تنظیموونکی او مبارز.

د هغه د ایالتي اسمبلۍ په پروفایل کې لیکل شوي: "چې ژوند څومره ډېرې ټیټې او هسکې ولري، په فلم، رپ موسیقۍ او لیکلو کې له ځنډونو سره، خو تل یې سمبالولو هغه ته دا توان ورکړ چې د نړۍ پېښې هغه ناهیلی نه کړي بلکې عمل ته یې وهڅوي."

له سیاست وړاندې هغه د استوګنځایونو مشوره ورکوونکی و او په کوینز کې یې له ټیټ عاید لرونکو کورنیو سره د ایستلو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوله.

هغه خپل اسلامي باورونه هم د کمپاین ښکاره برخه ګرځولي. هغه جوماتونو ته تللی او په اردو کې یې د ښار د لوړې بیې ژوندانه د کړکېچ په اړه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې.

هغه د روان کال په یوه غونډه کې ويلي: "موږ پوهېږو چې د مسلمان په توګه په عام محضر کې درېدل په دې معنا هم دي چې ځینې وخت خپله د خوندي پاتې کېدو هوس له لاسه ورکړو."

ممداني او بروکلېن کې مېشته د هغه ۲۷ کلنه مېرمن "رما دواجی" یو له بل سره د ملګري پیدا کولو پر Hinge کاریال (اپ) کې اشنا شوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ممداني او بروکلېن کې مېشتې د هغه ۲۷ کلنې مېرمن "رما دواجی" یو له بل سره د ملګري پیدا کولو پر Hinge کاریال (اپ) کې اشنا شوي.

د ټولنیز عدالت سازمان DRUM سیاسي مشر جګپریت سینګ بي‌بي‌سي ته وویل: "له ظهران پرته بل څوک نه شته چې د هغو ټولو مسلو استازیتوب وکړي چې ریښتیا ما ته مهمې دي او هغه د ښاروالۍ لپاره د سیالۍ کول دي."

د لګښتونو کمولو لپاره د ممداني مبارزه

ممداني وايي د امریکا په تر ټولو ګران ښار کې رایه ورکوونکي غواړي چې دیموکراتان باید په ارزانه ژوند تمرکز وکړي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل: "دا یو داسې ښار دی چې څلورمه برخه خلک یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي. یو ښار چې ۵۰۰ زره ماشومان هره شپه وږي ویدېږي او په پایله کې دا ښار د هغه څه د ‌لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی چې دی یې ځانګړی کړي."

هغه دا وړاندیزونه کړي دي:

  • د ټول ښار لپاره وړیا بس خدمت
  • د کرايې کنګلول او د بې‌پروا مالکانو پر وړاندې سخت حساب ورکول
  • د ښار په ملکیت کې د ارزانه خوړو پلورنځیو جوړول
  • له شپږو اونیو تر پنځو کلونو ماشومانو لپاره عمومي پالنه
  • د کرایې-ثابتې شوې اتحادیې-جوړو کورونو تولید درې برابره کول

د هغه په پلان کې په پراخه کچه د تل لپاره ارزانه کورونو رامنځته کول هم شامل دي او د ښاروالۍ دفتر د ملکیت څښتنو د حساب‌ورکولو لپاره د لوی بدلون خبره کوي.

هغه د دغو نظریاتو د نندارې لپاره ډېرې لیدوړې او وایرال صحنې جوړې کړې او په روژه کې یې روژه‌ماتی د خوړو د ناخوندیتوب روښانولو لپاره په سب‌وې اورګاډي کې په بوریټو (د مکسیکو په مشهور خوراک) ماته کړه.‌ له لومړنیو ټاکنو څو ورځې وړاندې هغه په ټول منهاټن کې پلی وګرځېد او له رایه ورکوونکو سره به د سیلفیانو اخیستو ته تم کېده.

منتقدین د هغه د ژمنو د عملي کېدو وړتیا مشکوکه ګڼي.

نیویارک ټایمز د ښاروالۍ په لومړنیو ټاکنو کې د هېچا ملاتړ ونه کړ او په ‌ټوله کې یې پر نوماندانو نیوکه وکړه. د هغوی د مدیرانو بورډ وویل د ممداني اجنډا "د ښار له ننګونو لپاره مناسبه نه ده" او د حکومتولۍ اړینې معاملې یې له پامه غورځولې دي.

نهو نوماندانو د ډیموکراټو نوماندانو په توګه سیالي کوله - دلته دوی د جون پر څلورمه نېټه په نیویارک ښار کې د ښاروالۍ په یوه بحث کې راڅرګندېږي.

د عکس سرچینه، Shutterstock

د عکس تشریح، نهو نوماندانو د ډیموکراټو نوماندانو په توګه سیالي کوله - دلته دوی د جون پر څلورمه نېټه په نیویارک ښار کې د ښاروالۍ په یوه بحث کې ښکاري

منتقدین یې د تجربې په اړه پوښتي

کومو او نور مخالفان وايي ممداني ناازمویل شوی او د ښار د ۱۱۵ میلیارده ډالرو بودیجې او ۳۰۰ زرو ښاروالۍ کارکوونکو لپاره ډېر افراطي دی.

کومو چې د سترو پانګوالو او منځلارو سیاستوالو ملاتړ یې لاره، وویل: "تجربه، وړتیا، دنده پېژندل، له ډونلډ ټرمپ سره معامله کول، له واشنګټن سره معامله کول، له ایالت سره معامله کول، دا بنسټیز کارونه دي… زه په کار کې د زدکړې پلوی یم، خو د نیویارک د ښاروال په توګه نه."

خو سیاسي ستراتیژي جوړوونکی ټریپ یانګ وايي په دې زمانه کې تجربه دومره ټاکونکې مسله نه ده. هغه باوري دی که ممداني یې وګټي یا نه، د هغه کمپاین هغه کار کړی چې "فکر یې نه کېده ".

یو ملاتړی لوکماني رای وايي: "هغه موږ پېژني. هغه زموږ دی. هغه زموږ له ټولنې دی، زموږ د کډوالو له ټولنې."

اسرائیل او فلسطین

په جکسن هایټس کې د هغه په یوه وروستي کمپاین کې چې د هېواد له تر ټولو بېلابېلو سیمو ده، ماشومانو لوبې کولې او زانګوګانو کې زنګېدل، لاتین تباره پلورونکو ایسکریم او خواږه پلورل.

دې منظرې د ښار رنګارنګي ښکاروله، خو سیاسي او نژادي ترینګلتیا هم شته. ممداني وايي هره ورځ د اسلام‌ضد ګواښونه ورته کېږي چې ځینې یې د هغه کورنۍ ته هم متوجه دي. پولیس وايي د کرکې د جرمونو پلټنې روانې دي.

هغه بي بي سي ته وویل دا ډول توکمپالنه د امریکا د سیاست د خرابوالي څرګندونه کوي او هغه ګوند یې ننګولی چې "ډونلډ ټرمپ ته یې بیا د ولسمشر کېدو موکه ورکړې" او د کارکوونکو حقونه یې نه دي خوندي کړي.

د اسرائیل ـ غزې جګړې دریځ هم د رایه ورکوونکو لپاره مهم و.

ممداني د فلسطین قوي ملاتړ کوي او د اسرائیل پر سیاست نیوکه کوي، هغه دا لایحه هم وړاندې کړې چې له هغو خیریه بنسټونو د مالیې معافیت ختم کړي چې د نړیوالو بشري قوانینو خلاف د اسرائیلي مېشت‌ځایونو ملاتړ کوي.

هغه دا هم ویلي چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید ونیول شي.

پر هغه څو ځله مطبوعاتوپه مرکو کې فشار راوړی چې ووايي ایا هغه د یهودي دولت په توګه د اسرائیلو د شتون حق ملاتړ کوي که نه او یو ځل یې وویل: "زه د داسې هېواد ملاتړ نه کوم چې د مذهب یا بل هر څه پربنسټ د تابعیت درجې جوړوي. زما باور دا دی لکه څنګه چې په دې هېواد کې برابري خوندي ده همداسې باید په هر هېواد کې وي."

هغه ټینګار کړی چې په نیویارک کې د یهود ضد دریځ هېڅ ځای نه لري او که ټاکنې وګټي د کرکې د جرمونو د مخنیوي بودیجه به ډېره کړي.

خو کومو ځان "د اسرائیل ډېر ټینګ ملاتړی" بولي او پر دې ویاړي.

په ډېرو لارو چارو کې هغه مسلې چې د نیویارک ډیموکراټان ورسره مخ دي، هغه مسلې دي چې ګوند یې په راتلونکو ټاکنو کې ورسره مخ دی او وروسته به دا لومړنۍ ټاکنې په ټول هېواد کې وڅېړل شي، چې معلومه کړي دا د ګوند په اړه څه وايي‌ او له ټرمپ‌ سره باید څنګه چلن وشي.