د لندن پر مسلمان ښاروال د ډونلډ ټرمپ تازه نیوکې

د عکس سرچینه، PA
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لندن پر مسلمان ښاروال، صادق خان، تازه نیوکه کړې او ویلي دي، چې هغه باید ژر تر ژره له دندې لرې کړل شي.
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پر خپله ټوېټر پاڼه په لندن کې د چړې-بریدونو په تړاو کړې دي. د ښاغلي خان یوه ویاند ویلي، چې هغه ټرمپ ته په ځواب ورکولو د خپل وخت ضایع کول نه غواړي.
دا نیوکې وروسته له هغه شوې چې په لندن کې ۲۴ ساعتونو کې ۵ بریدونه شوي دي.
په دې بریدونو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دوی دواړو تر منځ ناندرۍ نژدې دوه کاله وړاندې هغه مهال پیل شوې وې، چې صادق خان د ولسمشر ټرمپ پر هغه پرېکړه نیوکه وکړه، چې له مخې یې د یو شمېر اسلامي هېوادو پر وګړو امریکا ته د ورتګ بندیز ولګول شو.
د کارګر ګوند مشر جېرمي کارباین ویلي، 'دا بلکل ناروا' ده چې ټرمپ له تراژېدۍ کار اخیستی چې د لندن پر ښاروال لفظي برید وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ښاغلي کارباین د صادق خان په دفاع کې ویلي، هغه په ښه ډول د پولیسو مرسته کوله چې خپله دنده سم ډول ترسره کړي .
ډونلډ ټرمپ لندن کې د وروستیو پېښو په اړه د ښي اړخي ګوند شنونکي کېټي هاپکېنس ټویټ بیا خپور کړی او ورته یې لیکلي: "لندن ډېر ژر یو نوي ښاروال ته اړتیا لري، خان د غم ټوټه ده. له ده سره به وضعیت نور هم خراب شي."
د امریکا ولسمشر یوازې په دې بسنه نه ده کړې، په بل ټویټ کې یې لیکلي: "هغه یو ملي شرم دی چې لندن ښار ویجاړوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د ټرمپ په ځواب کې د لندن یوه ویاند لیکلي: "د ښاروال فکر له قربانیانو او ددوی له کورنیو سره دی او هغه به خپل وخت د ټویټونو ځواب ویلو باندې ضایع نه کړي."
پولیسو تر اوسه د پنځه بریدونو په تړاو د هلکانو او نجونو په ګډون ۱۴ شکلاندي کسان نیولي دي.
تېره جمعه یو ۱۸ کلن هلک په چړو ووژل شو، شیبې وروسته یو ۱۹ کلن په ډزو ووژل شو.

د عکس سرچینه، PA
یو بل دېرش کلن سړی شنبه په ټاور هاملېټ کې په چړو وژل شوی دی.
د شبنې ورځې سهار مهال دوه کسان په برېکسټن کې په چړو ووهل شول.
۲۰۱۹ کال لندن کې ټولټال ۵۶ کسان وژل شوي دي. تېر کال تر همدې مودې ۷۷ کسان وژل شوي و چې ۴۸ یې په چړو وهل شوي وو.








