ستانکزی: بېځایه نیوکې د هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي کوي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس وايي، د افغانستان ګاونډیان او لوېدیځ هېوادونه دې د افغانستان په اړه له منفي ګرایۍ لاس واخلي، بېځایه نیوکې دې نه کوي او د ښه ګاونډیتوب لپاره دې کار وکړي. هغه ظاهراً د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر د هغو څرګندونو په ځواب کې چې په خپل هېواد کې د اورپکۍ کابو کولو لپاره د طالبانو د حکومت مرسته غواړي، وویل د یوه نېک ګاونډي په توګه همکارۍ ته حاضر دي.
ده وویل، "که موږ ته اړتیا وي چې د یوه ورور او ښه او نېک ګاونډي په توګه د دوی د ستونزو په حل کې همکاري وکړو، موږ ورته حاضر یو. نو په هر محفل، غونډه او کنفرانس کې نیوکې او بېځایه تورونه لګول ددې لامل کېږي چې خدایه مه کړه د هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شي، چې دا زموږ د هېڅ یوه په ګټه نه دي".
وړاندې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې ویلي وو، چې پاکستان کې د اورپکو د بردیونو مخنیوي لپاره افغانستان کې د طالبانو حکومت د همکارۍ غوښتونکی هم دی.
د ښاغلي کاکړ څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بيبيسي پښتو سره مرکه کې وویل، د خپل توان مطابق له پاکستاني چارواکو سره د اورپکو بریدونو مخنیوي کې مرسته کولای شي، خو ټینګار یې دا و چې د "پاکستان د ننه مرسته نه شي کولای".
شېر محمد عباس ستانکزي اروپايي هېوادونه د بېلګې په توګه یاد کړل او وویل، اروپا چې خپل منځ کې سولهییز ژوند کولی شي او یو پولي واحد رامنځ ته کولی او له وېزې پرته یو او بل هېواد ته سفر کولی شي، ولې زموږ اسیايي هېوادونه دا کار نه شي کولی. دا کار کېدونکی دی، هغه وخت کېږي کوم اخلاص چې موږ لرو زموږ دوست او ګاونډي هېوادونه هم دا اخلاص وښيي".
ده وویل هر هېواد کې افغانستان ته په دوستۍ کې یو ګام ور نژدې کېږي، موږ ورته دوه او درې ګامه ور مخته کېږو، "دا زموږ پالیسي ده او غواړو چې له نړیوالو سره په سولهییز ډول ژوند وکړو، زموږ په سیمه کې چې څومره ګډوډي، ناامني او ناخوالې وي، دا پر نورو هم اغېز کوي، زموږ د ګاونډ هېوادونو ټول سیاسي حالات هم پر افغانستان اغېز کوي".
نوموړي د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځغونډه کې وویل پر بهرنیانو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې افغانستان ته د سیاحت او ګرځندوی لپاره ولاړ شي او په دې هېواد کې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې کومې ناخوالې تېرې شوې دي، هغه پخپلو سترګو ګوري او د هېواد له ښکلاوو خوند واخلي.
دغې غونډې ته چې کابل کې جوړه شوې وه، د طالبانو ګڼ چارواکي او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو سفیران او دیپلوماتان هم ورغلي وو. ښاغلي ستانکزي وویل، د طالبانو حکومت ژمن دی چې بهرنیو سیلانیانو ته په هېواد کې ګرځندوی لپاره خوندي فضا او زمینه برابره کړي.
طالبانو د ګرځندوی نړیواله ورځ د میلاد النبي په ورځ لمانځلې. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د توریزم معینیت د بهرنیو سیاحانو د جذبولو هڅې کوي.
افغانستان کې شاوخوا پنځه زره بهرني سیلانیان تللي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره، په کور د ننه افغانان چې مخکې د جګړو او ناامنیو له کبله د هېواد ګڼو برخو ته نه شوای تللی، د افغانستان هرې برخې ته تللي دي چې د ښاغلي ستانکزي په وینا، شمېر یې تر اوسه لسګونه زره کسانو ته رسېږي او دغه هېواد ته تر اوسه ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان راغلي دي.
یادې غونډې ته د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیر خواه وویل سیاحت د هېوادونو ترمنځ په سیاسي اړیکو هم اغېز لري او هېوادونه له سیاسي اړخه یو بل ته نژدې کوي.
"سیاحتي راشه درشه پر سیاسي حالاتو هم اغېز کوي، موږ وینو، که د هېوادونو ترمنځ تګ -راتګ وي، اړیکي قوي کېږي، په تېره د افغانستان په شان هېواد چې په تېرو ۴۴ کلونو کې جګړې وې خپله ښکلا هم ساتلې ده".
ددغه وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي بیا وویل چې پکتیا، نورستان،کاپیسا او غور په څلوو تفریحي او تاریخي سیمو کې د عصري هوټلونو جوړولو پر طرحه کار روان دی.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، له کرنې او مالدارۍ وزارت سره په ګډه د بامیان بند امیر کې د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اویا میلیونه افغانیو لګولو پلان هم لري.
نوموړي په دې برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې او همکارۍ غوښتنه وکړه.












