د ملګرو ملتونو غونډه؛ د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ ناندرۍ او د طالبانو غبرګون

افغانستان

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو د یوه بل پر وړاندې یې سخته ژبه کارولې

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړي ناسته کې د افغانستان او پاکستان استازو د یوه بل پر وړاندې توندې نیوکې کړې دي.

دغې ناستې ته لومړۍ ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق خبرې وکړې او د افغانستان په اوسني وضعیت یې ګډونوالو ته وینا لرله.

د هغه له څرګندونو وروسته د نورې نړۍ استازو او د پاکستان استازي منیر اکرم هم خبرې وکړې.

د منیر اکرم له وینا وروسته په ښکاره د افغانستان استازی نصیر احمد فایق د پاکستاني استازي هغو خبرو په غوصه کړ چې افغانان یې پاکستان کې په ترهکرۍ کې ښکیل وبلل. د پاکستان استازي ادعا وکړه چې د ناامنیو په ډېرو پېښو کې افغان کډوال هم ښکیل دي.

ښاغلي فایق بي بي سي پښتو ته وویل، پاکستاني استازي پخپلو خبرو کې د افغانستان وضعیت نورمال ښودلو هڅه هم وکړه چې "ده باید ننګولي وی."

په همدې ناسته کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم، ښاغلی فایق د افغانستان استازی هم نه باله او ویل یې دا کس چې ځان د افغانستان استازی ګڼي حکومت نه لري او نه هم استاوزلي کولی شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

فایق د هغه له دې تورونو وروسته غونډې ته د بیا وینا نوبت واخیست او پخپلو خبرو کې یې پاکستان په دوه ګوني چلند تورن کړ او په وینا یې "تاسې له یوې خوا له ترهګرۍ شکایت کوی او بل خوا په ښکاره له ترهګرو ملاتړ کوی."

ښاغلي فایق د پاکستان منیر اکرم ته په خطاب کې وویل، "زه د افغانستان استازی یم او په دې شورا کې د افغانستان د خلکو استازولي کوم."

د فایق له څرګندونو وروسته د ناستې سمبالونکي مشر د منیر اکرم په غوښتنه یو ځل بیا د خبرو نوبت پاکستاني استازي ته ورکړ، چې نوموړي بیا پخپلو خبرو کې وویل "زه نه غواړم له داسې چا سره خبرو ته داخل شم، چې د افغانستان د استازولۍ ادعا کوي خو نه حکومت لري او نه دلته استازولي کولی شي."

هغه وویل، د ملګرو ملتونو اسمبلۍ باید د دې ډيپلوماتيکې تشې ډکولو باندې غور وکړي.

د ملګرو ملتونو ناستې ته د طالبانو غبروګون

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو که څه هم د ملګرو ملتونو د ناستې په اړه لومړني غبرګون کې دا ناسته "نامتوازنه او له واقعیتونو سره ټکر کې مغرضانه" بللې خو د نصیر احمد فایق او د پاکستاني منیر اکرم د تاوېلو ماوېلو په اړه یې روښانه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه بیان له خپرولو سره ویلي، "ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول."

نوموړي ویلي "لازمه خو دا وه چې د ملګرملتونو په سازمان کې د تورلیست په ختمیدو، بندیزونو په لېرې کیدو، د افغانستان د غصب شوو پيسو په ازادېدو او په نهایت کې د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پيژندلو خبرې شوې وی."

له دې وړاندې د نصیر احمد فایق په څوکۍ د طالبانو لخوا هم ورته نانندرۍ بیا بیا راپورته شوې، دا څوکۍ یې خپل حق بللی او ویلي یې دي پخوانی استازی د دوی د حکومت او خلکو استاوزلي نشي کولی.

طالبانو دې څوکۍ ته سهیل شاهین د دایمي استازي په توګه معرفي کړی خو دا څوکۍ د افغانستان د جمهوري حکومت له استازي سره ده.