د هند او پاکستان ناندرۍ؛ '' ترهګرۍ ځپلي د ترهګرۍ له ملاتړ کوونکو سره نه کېني''

د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري د څرګندونو په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې د هند بهرنیو چارو وزیر وايي، د ترهګرۍ ښکار له هغو سره نه کېني، چې ترهګري کوي.
جې شنکر وايي، د ترهګرۍ پلویانو پر ضد غږ پورته کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د هند په ګوا کې له پاکستاني خبریالانو سره مرکه کې ویلي و، هند باید د دواړو هېوادونو تر منځ د مذاکراتو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
د ښاغلي بوټو په وینا: ''که هند له نړیوالو قوانینو او دوه اړخیزو اړیکو سرغړونه کوي، نو د مذاکراتو راتلونکی به څنګه شي؟
نوموړي زیاته کړه: ''د پاکستان اصولي دریځ دا دی، چې هند باید د کشمیر په هکله د ۲۰۱۹ کال د اګست له څلورمې مخکې دریځ غوره کړي. ''
د هند په ګوا کې د شانګهای همکاریو سازمان له غونډې وروسته له رسنیو سره مرکه کې د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د خپل پاکستاني سیال څرګندونو ته په اشارې سره وویل: ''هغه چې ترهګرۍ ته وده ورکوي، دې جواز ورکوي (په بښنې سره) د ترهګرۍ د صنعت ویاند هېواد پاکستان ته د دوی د دریځ ځواب ورکړل شوی دی. هغه چې له ترهګرۍ اغېزمن شوي، له هغو سره نه شي کېناستی، چې ترهګري کوي. ''
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او پاکستان په هکله نوموړي زیاته کړه: ''له بلاول بوټو سره په اېس سي او کنفرانس کې هغسې چلن وشو، چې د ترهګرۍ صنعت ته پراختیا ورکوونکي هېواد له ویاند سره کېږي.
د ښاغلي شنکر په وینا ''هغه چې د ترهګرۍ ښکار کېږي، له ځانه دفاع کوي او له ترهګري سره مبارزه کوي، او همداسې کېږي. ''
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بیا هېواد ته له ستنېدو وروسته ویلي، ''د پاکستان استازي د ترهګرۍ او کشمیر په هکله خبرې کوي، چې په وینا یې له همدې کبله د هند بهرنیو چارو وزیر په خپله خبري غونډه کې احساساتي ښکارېد. ''
بلاول بوټو په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل که هندیان د ترهګرۍ ښکار شي، دوی یې درد او غم محسوسوي. نوموړي زیاته کړه: ''موږ هېڅکله نه غواړو چې کوم هندی او یا پاکستانی وګړی د ترهګرۍ ښکار شي. ''
بلاول بوټو د هند پر واکمن بي جي پي ګوند تور پورې کړ، چې ''بي جي پي په هند کې کرکه خپروي. ''
نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې په اېس سي او ناسته کې هغو ټولو استازو د سي پيک یا چین - پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې ستاینه کوله، چې ده ورسره ولیدل.
نوموړي زیاته کړه، د مرکزي اسیا هېوادونه غواړي له دې پروژې سره یو ځای شي، خو د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر بیا په دې هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، سي پيک د هند ملي حاکمیت او ارضي تمامیت نه سرغړونه ده.










