هند له افغانستان سره د پاکستان له لارې 'د نورو مرستو په هکله خبرې کوي'

واهګه

د عکس سرچینه، Getty Images

هندي چارواکي وايي، له پاکستاني چارواکو سره خبري کوي چې د هغه هېواد له لارې افغانستان ته نورې بشري مرستې هم واستوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، دې مرستو کې به غنم او درمل شامل وي.

دغه اعلان داسې مهال مخې ته راځي، چې ملګرو ملتونو خبردارى ورکړى چې افغانستان کې لوږه شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي ګواښي او د دغه هېواد روغتيايي نظام هم د پرځېدا له خطر سره مخامخ دى.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي په نوي ډیلي کې د اونیزې خبرې غونډې په ترڅ وویل، هند بهرنیو چارو وزارت چارواکي له پاکستان سره په اړیکه کې دي، چې له خاورې یې دغه مرستې افغانستان ته واستوي.

ښاغلي باګچي وايي، دې مرستو کې به پنځوس زره میټرک ټنه غنم، درمل او نور روغتیايي وسایل شامل وي.

مخکې هند افغانستان ته د ایران چاه بهار له لارې غنم استول خو ښاغلي باګچي په دې هکله څه و نه ویل چې ولې اوس هغه لار نه کاروي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، هند له افغانانو سره ځانګړي اړیکي لري او د افغانستان لپاره به راتلونکي کې هم د دوی مرستې دوام وکړي.

هند څو ورځې مخکې هم د بشري مرستو په اډانه افغانستان ته یو اعشاریه شپږ ټنه درمل کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان استازو ته سپارلي وو.

پاکستان نومبر میاشت کې پرېکړه وکړه، چې د هند پنځوس زره مټرک ټنه غنمو ته اجازه ورکړي چې د واهګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

اسلام اباد کې هغه مهال چارواکو ویلي و، افغانستان کې بشري ناورین ته په کتو یې دغه ګام پورته کړی دی.

هند له افغانستان سره د نویو مرستو خبره داسې مهال کوي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بهرنۍ مرستې یا بندې شوې او یا هم ځنډول شوې دي او ورسره په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ په پراخېدو دی.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان نژدې نیمايي نفوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دي. بل لور یو شمېر مرستندویه ادارې او هېوادونه همدې حالت ته په کتو له افغانانو سره د مخامخ مرستو لارې چارې لټوي.