د پاکستان لومړي وزیر غوښتنې ته د طالبانو ځواب: "تر خپلې وسې مرسته کولای شو"

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "د خپل توان مطابق" له پاکستاني‌ چارواکو سره د اورپکو بریدونو په مخنیوي کې ‌مرسته کولای شي، خو ټینګار کوي چې د "پاکستان دننه مرسته نه شي ‌کولای."

ښاغلی مجاهد له بي‌بي سي پښتو سره په مرکه کې دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په خپل هېواد کې د اورپکۍ کابو کولو لپاره د طالبانو د حکومت مرسته و غوښته.

پاکستان کې دا وروستیو کې د ټي ټي پي بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي د افغانستان له خاورې یې همغږي کوي.‌

ښاغلي کاکړ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې ویلي و،‌ چې پاکستان کې د اورپکو د بریدونو مخنیوي لپاره افغانستان کې د طالبانو حکومت د همکارۍ غوښتونکی هم دی.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت ویاند وايي،‌ "چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پرضد وکارول شي.‌ موږ په خپل هېواد کې سوله او امنیت غواړي،‌‌‌ په ګاونډیو هېوادونو کې هم د امنیت غوښتونکي یوو."

انوار الحق کاکړ د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل هېواد کې د بهرنۍ ترهګرۍ پرضد د پرېکنده ګامونو اخیستو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستانه خپل هېواد ته د ترهګرۍ د شته ګواښ په تړاو اندېښه وښوده او وايي، له بهره د هڅول شوې ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره یې هېواد اړین ګامونه پورته کړي.

خو ښاغلی مجاهد وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د دوی ځواکونو "متوجي دي چې د افغانستان له خاورې څوک ناوړه ګټه وانه خلي."

تېره اوونۍ د پاکستان چارسمبالي لومړي زیر ویلي و، که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي،‌ پرضد به یې ګامونه پورته کړي.‌

pakistan

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

نوموړي که څه هم په ښکاره د افغانستان نوم یاد نه کړ، خو د یوې پوښتنې په ځواب کې یې ویل، "پاکستان د دفاع حق لري، هر کله که موږ احساس کړو چې زموږ د خاروي خوندیتابه لپاره ګامونو ته اړتیا شته،‌ موږ به یې واخلو."

ډیورنډ کرښې سره د پوستو جوړول؛ "له وړاندې پلان شوې وې"

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو چې هلته ډېورنډ کرښې ته څېرمه شاوخوا ۱۰۰ نوې پوستې جوړې کړې دي. اوس د طالبانو حکومت ویاند وايي، د دغو پوستو جوړېدل له وړاندې پلان شوي وو او د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو سره تړاو نه لري.‌

ښاغلي مجاهد د دې پوستونو د جوړولو موخه د افغانستان د خاروې ساتنه یاده کړې ده. د روانې میاشتې پیل کې په تورخم کې د یوې پوستې د جوړېدو پر د طالب او پاکستاني‌‌ځواکونو له نښتې وروسته، د تګ راتګ دروازه نژدې لس ورځ تړل شوې وه.‌