د قطر امیر طالبانو ته: د دوحې تړون ته ژمن پاتې شئ

شیخ تمیم ال ثاني

د عکس سرچینه، UN

د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ اسمبلۍ ته د خبرو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

دی وايي، "د دې لپاره چې یوه سخت بشري ناورین ته د افغانستان د لوېدو مخنیوی وشي، افغانستان د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نه شي، افغانان نړیوالې لازمې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړي او ښځې او لږکي د زدکړو او کار اجازه او خپل بشري حقونه ترلاسه کړي، موږ د نړیوالو هڅو همغږي کولو ته دوام ورکوو او د ملګرو ملتونو، اړوندو هېوادونو او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابروو، ترڅو د دوحې د موافقتنامې اطاعت په داسې طریقه ترسره شي چې د تېرو تېروتنو د نه تکرارېدو ډاډ ترلاسه شي".

بله خوا، په کابل کې د امریکا د سفارت شارژد افیره کرن ډېکر - چې په دوحه کې مېشته ده وايي، هلته یې د طالبانو له یوه پلاوي سره د تریاکو له منځه وړلو او د افغانانو ملاتړ په اړه ناسته کړې ده.

نوموړې وايي، په دغه کتنه کې دواړو اړخونو پر دې سربېره د روږدو کسانو پر درملنه او د تریاکو د کرکېلې پر بدیلو لارو هم خبرې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

کېرن ډېکر پر خپل اېکس (ټويټر) پاڼه لیکلي، "مخدره مواد له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو او نړۍ لپاره یو بشري او اقتصادي ناورین دی".

په قطر کې مېشته د امریکا دغه استازې وايي، د افغانانو د هیلو پوره کېدو د ملاتړ لپاره له ملګرو ملتونو او نورو اړوند ادارو سره په ګډه د ناقانونه مخدره موادو له منځه وړلو لپاره ګډ کار کوي.

نوموړې زیاتوي، د افغانستان دننه او بهر د افغان کارپوهانو د وړاندیزونو اورېدل د ارزښت وړ دي چې نړیواله ټولنه له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې څنګه مرسته کولی شي.

نوموړې وايي، په دوحه کې یې د طالبانو له یوه کاري پلاوي سره ملاقات کې د همدې ناقانونه پدیدې له منځه وړلو او دا افغانانو په ملاتړ خبرې کړې دي.

'افغانستان یوازې پرېښودل ستره تېروتنه ده'

شوکت میرضیایوف

د عکس سرچینه، UN

د عکس تشریح، د ازبکستان ولسمشر له نړیوالو وغوښتل چې له افغانانو سره بشري مرستې باید کمې نه شي

په ورته وخت کې د ازبکستان ولسمشر ویلي، د افغانستان یوازې پرېښودل ستره تېروتنه ده.

شوکت میرضیایوف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان تحولات پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز کوي او نباید په داسې شرایطو کې افغانستان یوازې پرېښودل شي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان پرمختګ پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز کوي.

نوموړي ویلي، له پامه غورځول، ګوښه کول او د بندیزونو لګول یوازې د عامو افغانانو ستونزې لا پسې زیاتوي.

دی وايي، "موږ سوله ییز او باثباته افغانستان ته اړتیا لرو چې په فعاله توګه د سیمه ییزو همکاریو په نوښتونو کې ښکېل وي او له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره دوه اړخیزو ګټورو همکاریو ته چمتو وي.

زه په دې باور یم چې دا اړینه ده چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې، موږ په ګډه د افغانستان مسلې ته انعطاف منونکی او رغنده کړنلاره جوړه کړو."

د ازبکستان ولسمشر له نړیوالو وغوښتل چې له افغانانو سره بشري مرستې باید کمې نه شي او د داسې میکانیزمونو د پراختیا غوښتنه یې وکړه، چې د افغانستان له کنګل شویو نړیوالو شتمنیو څخه د دې ستونزې د حل لپاره ګټه پورته کړي.