د یوناما نوې موندنې؛ د طالبانو حکومت زندانیانو ته د شکنجې په ګډون بېلا بېلې سزاګانې ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه تازه خپاره شوې رپوټ کې په افغانستان کې د زندانیانو له بوږنونکي وضعیت خبر ورکړی دی.
دا رپوټ چې نن (چارشنبه) خپور شوی په کې راغلي "د تاوتریخوالي نږدې پنځوس سلنه پېښې د شکنجې او نورو له ظلمه او سپکاوي ډکې، د نا انساني چلند سزاوې جوړوي."
په رپوټ کې ادعا شوې چې د بشر ضد دا سرغړونې چې دوی یې شمېر ۱۶ سوه یاد کړی تر ډېره "د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یا د واکمنو د استخباراتو لخوا د نیولو یا توقیف په جریان کې تر سره شوي دي."
یوناما لیکلي په دې سزاګانو کې د شکنجې په ګډون، برېښنايي شاټونه، اوبو کې جبري ډوبول ، تیاره کې د بندیانو ساتل، په زوره پرې ساه بندول، وهل ټکول او ډېر نور 'ظلمونه' شامل دي.
رپوټ زیاته کړي چې "د واکمنو چارواکو د زندانونو د ادارې تر واک لاندې زندانونو کې هم ورته ځینې پیښې مستندې شوې دي".
د یوناما دا رپوټ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نیولي بیا د روان ۲۰۲۳م کال د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ( شاوخوا یو نیم کال وخت کې) په ۲۹ ولایتونو کې د خپلو موندنو پر بنسټ چمتو کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو دا دفتر چې کابل کې فعاله دی پخپل رپوټ کې یې یوه بله ستره اندېښنه دا هم بللي چې " تورن کسان ډېر وخت نه قانوني وکیلانو او نه هم قانوني پروسو ته لاسرسی لري."
په ورته مهال یوناما له زندانیانو سره د ځینو طالب چارواکو ښو لارښونو ته هم اشاره کړي خو وايي "دغه سرغړونې د بندیانو په اړه د بشري حقونو د ساتنې او د امنیتي منسوبینو د ښه چلند په اړه د ځينو صادرو شویو لارښوونو سره سره رامنځ ته شوي دي."
په افغانستان واکمن طالبان لکه د ورته ډېرو نورو رپوټو په څير د یوناما دا رپوټ رد کړی او وايي له رښتیني وضعیت سره سر نه لګوي.
د طالبانو د کورونیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، پخوا ممکن ورته ځينې پېښې شوي وي خو اوس د امیر المومنین په لارښونه ورته موضوعات جدي کتل کیږي.
د هغه په وینا نظام یې یو مسول نظام دی او هغو خپل سریو ته چې د یوناما په رپوټ کې یې یادونه شوې څوک نه پرېښودل کیږي.
د ښاغلي قانع په خبره د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر د دې ټولو موضوعاتو د کتلو او د طالبانو د مشر د اوامرو عملي کولو لپاره بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو لړۍ هم پیل کړي.
یوناما زیاه کړې "شکنجه په هر ډول حالت کې منع شوې ده".
یوناما په واکمنو طالبانو د روان وضعیت د سمون او ورته د پاملرنې غږ هم کړی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي "اوسني واکمن چارواکي باید د حقوقي مرستو پیاوړی چوکاټ رامنځته کړي تر څو خپل سري نیونې او په توقیف خونو کې د بشري ضد کړنې پای ومومي."
معلومه نه ده چې دا سزا کوم ډول کسانو ته ورکړل شوې خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې اعلان کړی چې په زندانونو کې یې سیاسي بندیان نشته او نه هم له پخوانیو ځواکونو او چارواکو سره انتقامي چلند کوي.











