کمکی اختر؛ افغانستان کې د طالبانو حکومت سلګونه بندیان له زندانونو خوشې کړي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، د کمکي اختر رارسېدو په مناسبت یي ۲۴۶۰ بندیان خوشي کړي او د نږدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی.
یادې محکمې خوشې شوي بندیان د بښنې مستحق بللي او په وینا یې هغه چې د تخفیف وړ وو د بند موده یې کمه شوې.
د طالبانو سترې محکمې په خپره شوې خبرپاڼې کې ویلي په دې وروستیو کې د بې برخلیکه
او بښنې مستحق بندیانو معلومولو لپاره بېلابېل پلاوي ګومارل شوې وو.
سترې محکمې ویلي د هر اړخیزې پلټنې وروسته یې د اختر په مناسبت ټول ټال شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د خوشې کېدو یا تخفیف وړ بلل شوې.
د طالبانو سترې محکمې ویلي دا کار یې د دوی د مشر د سپارښتنې له مخې کړی چې زندانیان کوچنی اختر له خپلو خپلوانو سره تېر کړي.

د عکس سرچینه، TWITTER
د بي بي سي یو وروستۍ راپور ښيي چې د طالبانو زندانونو کې "د ماشومانو او ښځو په ګډون" څه باندې ۱۲ زره کسان بندیان دي.
دا څيړنیز راپور چې دوه میاشتې مخکې خپور شو، پکې طالبانو ادعا کړې ده چې زندانیان یې تر ډېره په جنايي جرمونو او یا د نشه یي توکو کاروباریان دي او په وینا یې هېڅ سیاسي بندي نه لري.
بي بي سي ته په ورکړل شویو معلوماتو کې طالبانو ویلي "په زندانانو کې د ښځینه زندانیانو شمېر اته سوه شاوخوا کې دی."
طالب چارواکو د زندانیانو اړوند په خپور شوې خبر کې نه ده ډاګیزه کړي چې په خوشې شویو بندیانو کې ایا میرمنې هم وې که نه.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې ډیری وخت د اخترونو او نورو مناسبتي ورځو په مناسبت د بندیانو ژوند ته پام ډېریږي.
د طالبانو په زندانونو کې ډیری بندیان نوې نیول شوې کسان دي چې په نږدې دوه کالو کې یې شمېر تر ۱۲ زرو رسیدلی ځکه پر واګو د طالبانو له ولکې سره د افغانستان لوی زندانونه تر ډېره مات او زندانیان پخپله مخه لاړل.
هغه مهال چې بېلابیلو ولایتونو ته په یو پر بل پسې طالبان ننوتل له زندانونو داسې بندیان ووتل چې جنايي مجرمین، د طالبانو اړوند کسان او له "اسلامي دولت" نومې داعش ډلې سره اړوند بندیان وو او د هېواد زندانونه بې بندیانو پاتې شول.











