د افغانستان په ښځینه زندانونو کې د بندیانو وضعیت څېړل کیږي

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ۱۳ نورو زنداني میرمنو د بند په موده کې کمی راغلی دی.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب د افغانستان له ښځینه زندانونو شل مېرمنې له بنده خوشې شوې دي.

دا بندیانې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان خوشې کړای شوې دي.

د دغې فرمان له مخې د ۱۳ نورو زنداني میرمنو د بند په موده کې کمی راغلی دی.

د افغانستان د زندانونو عمومي رییس حلیم کوهستاني وايي له دې سره یوه کمیسیون هم په کار پیل کړی چې د ټولو زنداني مېرمنو دوسیې وڅیړي.

نوموړی زیاتوي چې دغه حکومتي کمیسون به د حکومت لخوا د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د یو شمېر ښځینه بندیانو د بند موده کمه کړي او هغه مېرمنې به خوشې شي چې د بند موده یې کمه پاتې وي.

بندي خانه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شل بندیانې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان خوشې کړای شوې دي.

"یوازې د کابل له مرکزي زندان نه ۲۰ مېرمنې خوشې شوي دي، دا بهیر به په ټول افغانستان کې همداسې روان وي او د ولمسشر فرمان د ټول افغانستان په کچه دی."

دده په خبره تر یوې اونۍ به د ولسمشر غني فرمان په بشپړه توګه پلی شي.

ښاغلی کوهستاني وايي اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۹۰۰ میرمنې په بېلو جرمونو بندیانې دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوی له کورني تاوتریخوالي نیولې تر لوټمارۍ، غلا، اخلاقي جرمونو او وژنو پورې جرمونو په تړاو بندیانې دي.

دوی له کورني تاوتریخوالي نیولې تر لوټمارۍ، غلا، اخلاقي جرمونو او وژنو پورې جرمونو په تړاو بندیانې دي.

ویل کیږي په دغه زندان کې له یو شمېر میندو سره خپل کوچنیان هم اوسي چې وار په وار د بشري حقونو د مدافع ډلو ددوی د د ژوند شرایط ناوړه بللي دي.

وړاندې د زندان چارواکو ویلي، که کومې مېرمنې چې خپلو کورونو ته له وېرې نه شي ستنېدلی، د ښځو چارو وزارت ته سپارلې کیږي چې په امن خونو کې د ژوند کولو اسانتیاوې ورته برابرې شي.