افغانستان کې د تورنو کسانو د شکنجې تاریخ او د عامو خلکو غبرګون

- Author, رامین مظهر
- دنده, خبريال
دې وروستیو کې پر خواله رسنیو له څو تورنو کسانو سره د هرات والي سید وحیدالله قتالي د ناسم چلن خپاره شوي عکسونه له غبرګون سره مخامخ شول.
افغانستان کې تل له تورنو کسانو سره د دولتي چارواکو د چلن د څرنګوالي په اړه لانجمن بحثونه کېږي او د خواله رسنیو کارن په دې ډول ډول غبرګونونه ښيي.
د تېر ۱۳۹۹کال چنګاښ/سرطان میاشت کې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته منسوب د هغه وخت یو غږیز کلپ یې پر خواله رسنیو لاس په لاس شو چې نوموړی د کورنیو چارو وزیر و.
دې کلپ کې یو کس چې ادعا کېږي پخپله امرالله صالح دی، د پولیسو یوه قوماندان ته امر کوي او ورته وایي، هر څوک چې د پولیسو د درېدو خبرداری نه مني، ډزې دې پرې وکړي: "له والي او وکیل مه وېرېږئ. څوک چې په لویه لار درته ونه درېدل ویې وله، سر یې غوڅ او زما دفتر ته راوړه. زه یې مسئولیت اخلم."
د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال دفتر که څه هم له ښاغلي صالح سره د دغه غږ تړاو رد کړ، خو خپرېدو یې د افغانستان رسنیو کې له تورنو کسانو سره د چلن په تړاو پراخ بحثونه را پورته کړل.
په دغو ټولو مواردو کې د افغانستان عامو خلکو د هغه څه چې دوی یې "له مجرمانو سره پریکنده او جدي چلن" بولي، پراخ ملاتړ وښود.
وخت ناوخت د افغانستان په خواله رسنیو داسې کمپاینونه هم لیدل شوي چې ترسره کوونکي یې له امنیتي ځواکونو غواړي چې طالب جنګیالي دې ژوندي نه نیسي او ځای پر ځای دې یې وژني.
پوښتنه دا ده چې افغانستان کې ولې خلک په خواله رسنیو له تورنو کسانو سره د ناسم چلن او د هغوی د تغذیب هرکلی کوي؟
پر حکومت بې باوري
په سړي تښتونې له دوو تورنو کسانو سره د هرات د والي ښاغلي قتالي د چلن عکسونه مې کابل کې یو ټکسي وان ته وښودل. وحیدالله قتالي دغو عکسونو کې تورن کسان له وېښتو نیولي.
ټکسي وان د هرات د والي کړنه ستايي او وايي: "جنایت کار نن نیول کېږي خو سبا بېرته خوشی کېږي. عدالت نه تامېنږي. ښه ده چې له نیول کېدو سره سزا وګوري."

د عکس سرچینه، SIGAR
د پوهنتون استاد نجیب مصاب وايي، د خلکو لخوا طالبانو او پر جرمنو تورونو کسانو سره د سخت چلن هرکلی خپل ځینې لاملونه لري. دی وايي، د طالبانو او مجرمانو تاوتریخوالی او زور زیاتی د دې لامل شوی چې د خلکو زړونو کې د دوی پر وړاندې کرکه، کینه او د غچ اخیستلو حس ځای ونیسي.
د نوموړي په وینا ټولنه له رواني اړخه د تاوتریخوالي پر وړاندې د غچ تږې ده.
څېړونکی رامین کمانګر وايي، په عدلي او قضايي ادارو د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ خپلو کې پر یو بل د باور نشتوالی وخت ناوخت د دې لامل کېږي چې له تورنو سره له تاوتریخوالي ډک چلن وشي.
ځینې حکومتي چارواکي او پولیس فکر کوي که تورن کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري، پروسه اوږده او ګټوره نه ده، نو د همدې لپاره غوره ګڼي چې پخپله عدالت پلی کړي.
د ښاغلي کمانګر په وینا دا د حکومت لخوا د قانون د حاکمیت برخه کې د ناکامۍ یو دلیل هم دی.
د استرالیا د مېلبورن په لاتورب پوهنتون کې استاد نعمت ابراهیمي د افغانستان له زندانونو د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدو ته په اشارې وايي، افغان حکومت د امریکا د فشارونو له کبله دې ته اړ شو چې دغه طالبان خوشي کړي.
د دې کېسې مهمه برخه دا پوښتنه ده چې د دغو بندیانو د خوشي کېدو په تړاو عام قضاوت څه دی.
د افغانستان عام خلک د دغو بندیانو د خوشي کېدو او د عدالت د تامین په تړاو ډېرې پوښتنې لري او د دوی خلاصون پر سیاسي نظام یې بې باوري هم پیدا کړې ده.
شکنجه؛ د فشار او د مخالفانو د ځپلو وسیله
نیوکګر وايي ربړونه یا شکنجه او بد چلن د قانون له حاکمیت، د محاکمې له روڼ بهیر او د عدالت له تامین سره اړخ نه لګوي او ښايي د فشار او د سیاسي مخالفانو د له منځه وړلو د لارې او وسیلې په توګه وکارول شي.
د پوهنتون استاد جواد سلطاني وايي، له تاریخي پلوه د افغانستان حکومتونو تل له عامو خلکو سره له تاوتریخوالي ډک چلن کړی او "له دې اړخه مو تاریخ بدنام او خونړی دی."
عامو خلکو سره له ناقانونه چلن را نیولې د سیاسي مخالفانو تر ډول ډول ربړونو، وژنې او ان په ژوندانه تر خاورو لاندې کولو پورې دا ټول هغه واقعیتونه دي چې افغانستان کې تکرار شوي دي.
د شکنجې قربانیان
د افغانستان تاریخ کې د هغو سیاسي او فرهنګي څېرو شمېر کم نه دی چې د مختلفو لاملو له مخې په زندانونو کې ربړول شوي او له ان تېغه تېر شوي دي.
یو شمېر په دې باور دي چې تاریخ لیکونکی فیض محمد کاتب هزاره د هغه مهال د حکومتي مامورانو د ربړونې له کبله مړ شوی دی.

د عکس سرچینه، jfklibrary
د افغانستان پخواني صدراعظمان محمد موسی شفیق او محمد هاشم میوندوال په ۱۹۷۳ کال د محمد داود خان او په ۱۹۷۸ کال د کیڼ اړخو له کودتا وروسته زندان ته واچول شول، شکنجې یې ولېدې او مړه شول.
شاعر محمد انور بسمل، شاعر محمد ابراهیم صفا او د هغه ورور، مورخ میر غلام محمد غبار او وروڼه یې، لیکوال عبدالهادي داوی، لکیوال غلام محی الدین انیس، شاعر محمد حیدر نیسان او ګڼ نور یوزاې د شاه محمود د صدارت پر مهال د سیاسي دلایلو له مخې بندي او ربړول شوي دي.
تر هغې وړاندې د عبدالخالق په نوم یو ځوان چې پر نادر شاه یې ډز کړی و، هم په شکنجه وژل شوی و.
محمد صدیق فرهنګ په خپل کتاب "افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې" لیکلي چې د نادر شاه په وژونکي سربېره د هغه خپل خپلوان، ملګري او ان داسې کسان چې له دې مسئلې سره یې هېڅ تړاو نه درلود، په زور او د ربړونې له لارې اړ ایستل شول هر هغه څه ومني او لاسلیک کړي چې پلټونکو ترې غوښتل.
ښاغلي فرهنګ لیکلي، داسې بې ګناه کسان هم اعدام او د کینې او غچ قرباني شول چې ان د عبدالخالق له پلان او نقشې خبر هم نه وو.
د صدیق فرهنګ د لیکنې له مخې د خلق او پرچم کیڼ اړخو حکومتونو ته د څرخي پله زندان او پولیګون په لاس ورغلي و، چې د ټولنې د مختلفو پاړکو خلک یې پکې له اسنادو او شواهدو پرته ربړول.
تر هغه وروسته د مجاهدینو د حکومت په دوره او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د افغانستان خلکو سره داسې چلن شوی چې څرګنده ربړونه ګڼل کېدای شي.
طالبانو ښځې محرومې او څنډې ته کړې او سړي یې د ږېرې خرېلو او لمونځ نه کولو له کبله په لښتو او دُرو وهل.
جواد سلطاني وايي، دې ته په کتو چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي د بېلابېلو بڼو او ډولونو پر وړاندې بې دفاع دي، دا اندېښنه شته، چې خپل هغه تور تاریخ ته وګرځي چې له مخالفانو سره هر ډول غیر قانوني چلن پکې دود او د تاوتریخوالي ټولې پولې ړنګې وې.
افغانستان په ۱۳۶۵ لمریز کال د ربړونې د مخنیوي کنوانسیون لاسلیک کړ.
د افغانستان د اساسي قانون ۲۹مه ماده هم وايي: "د انسان تعذيب منع دي. هېڅوك نه شي كولاى چې له بل شخص څخه ان د حقايقو د ترلاسولو لپاره كه څه هم تر تعقيب، نيونې يا توقيف لاندې وي او يا په جزا محكوم وي، د هغه د تعذيب لپاره اقدام وكړي يا يې د تعذيب امر وكړي."
افغانستان همدا راز په ۱۳۹۵ کال د ربړونې د مخنیوي قانون هم تصویب کړ. خو له دې قانون سره سره د دغه هېواد په ځینو بندخونو کې مشکوک، تورن او بندي کسان د څېړنو پر مهال د مالوماتو او د جرم د منلو لپاره ربړول کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۹ کال د ربړونې د مخنیوي رپوټ کې ویلي چې په دغه کال یې د ربړونې ۱۱۴ شکایتونه ثبت کړي دي.











