ایران کې د افغان زلمي د ربړولو وېډیو غبرګونونه پارولي

په کابل کې د ایران سفارت د هغې ویډیو په اړه غبرګون ښودلی چې په کې د ایران دننه د یوه افغان کډوال ربړونه ښودل کېږي. د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم دې پېښې ته غبرګون ښودلی او دا یې (جنایي) پېښه بللې ده.
په کابل کې د ایران سفارت د هغې ویډیو په اړه غبرګون ښودلی چې په کې د ایران دننه د یوه افغان کډوال ربړونه ښودل کېږي.
سفارت په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دا موضوع د پلټنو په حال کې ده او پایله به یې معلومه شي.
په یوې ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې هم ښکته پورته کېږي، یو زلمکی افغان لیدل کېږي چې د ایرانیانو له خوا شکنجه شوی دی.
د دې پېښې کره معلومات لا رسمي سرچینو نه دي خپاره کړي، خو د راپورونو له مخې دا پېښه د ایران د قشم ټاپو په یوه کلي کې شوې ده.
د قشم څارنوال د ایران خبري اژانس "ایرنا" سره خبرو کې د دغه افغان ځوان وهل ټکول منلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم دې پېښې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایراني چارواکو ته یې د پېښې د څېړنو ویلي دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم دې پېښې ته غبرګون ښودلی او دا یې (جنایي) عمل بللی دی.
ایسنا خبري اژانس په کابل کې د ایران سفارت په وینا وايي:
"که په دې اړه جرم ثابت شي، د ایران قضايي ادارې به له مجرمینو سره د قانون په رڼا کې چلند وکړي."
ځینو خبري سرچینو ویلي چې د قشم ټاپو په یوه کلي کې د تنکي ځوان د شکنجې لامل دا و چې د کلي د شورا مېرمنې ته یې " ځورونکي الفاظ" کارولي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ځوان سره شوی تاوتریخوالی څېړي.
په ایران کې د افغانستان سفارت په خپلې فسبوک پاڼه کې اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې"له ځوان سره د تاوتریخوالي موضوع یې بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې او دا اداره د موضوع روښانه کولو په لټه کې ده."
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند ویډیوګانې خپرېږي. وړاندې هم د ایراني پوځیانو له خوا د نیول شویو افغانانو د ځورونې او سپکاوي وېډیوګانې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.








