''د ایراني سرتېرو ډزو کې افغان کډوالو ته مرګژوبله اوښتې''

فایل تصویر: افغان چارواکي وايي، کډوال د ایران خاورې ته نژدې ۲۰ کیلومتره ننوتي وو، چې ډزې پرې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فایل تصویر: افغان چارواکي وايي، کډوال د ایران خاورې ته نژدې ۲۰ کیلومتره ننوتي وو، چې ډزې پرې شوې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي پر افغان کډوالو د ایراني سرتېرو ډزو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. پېښه د چارشنبې پر ورځ د ایران سراوان سیمه کې شوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله احمدي بي بي سي ته وویل، د کډوالو ډله نژدې ۲۰ کیلومتره د ایران خاورې ته ننوتې وه، چې ایراني سرتېرو پرې ډزې وکړې.

په پیل کې خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې ښيي د یوه ایراني روغتون په دهلیز کې د افغان کډوالو مړي او ټپیان پراته دي چې تر مینځ یې ښځي او ماشومان هم لیدل کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ځینو رسینو ته ویلي وو، د کډوالو یوه ډله چې د ایران په خاوره کې روان وو، د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو کي یې د یوه افغان په ګډون دوه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دغه وزارت د ویاند صغبت الله احمدي په وینا، پېښه د ایران په سراوان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې قاچاق کوونکو یو شمېر افغانان ایران ته اړول.

په نیمروز کې د پل ابریشیم سیمه کمیسار حمید الله هم بي بي سي ته دا پېښه تائید کړه او ویې ویل، وژل شوي او ټپیان لا تر اوسه افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي.

ایران

''موږ دومره خبر یو چې پېښه له صفري نقطې څخه شل کیلومتره هاخوا د ایران په سراوان سیمه کې شوې. دا لا تر اوسه نه شو ویلای چې دغه افغان کډوال په قانوني ډول او که په ناقانونه توګه ایران ته روان وو. ''

دا لومړی ځل نه دی چې افغان کډوال د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل کېږي. مخکې هم ور ته پېښې رامنځته شوې دي.

په خواله رسنیو کې هم بیا بیا داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي دي چې په ظاهره له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو له ناوړه چلند ښيي، خو د دې کلیپونو کره والی تاییدول اسانه چاره نه ده.