د بشري حقونو کمېسیون: 'لاهم افغان بندیان ربړول کېږي'

د عکس سرچینه، AHIRC
د افغانستان بشري حقونو کمېسیون وایي، د هېواد زندانو او نظارت خونو کې د تورنو او بندي کسانو پر وړاندې شکنجه ۲۲ سلنه راټیټه شوې ده.
دغه کمیسیون وایي، بړونه لا هم شته او تر ډېره د ملي پولیسو له خوا ترسره کېږي.
یاد کمیسیون وایي، افغان حکومت د شکنجې یا ربړونې قانون په توشیح کولو او سزا کوډ په تصویب د شکنجې په راکمولو کې مثبت اغېز کړی.
د دغه کمیسیون مشره سیما سمر وایي، لا هم دوی په دولتي توقیف خونو او او زندانونو کې شکنجې دوی اندېښمن کړي دي.
د بشري حقونو کمیسیون ارزونه د هغه رپوټ پربنسټ شوې چې په نظارت خونو او زندانو کې له ۶۲۱ تورنو او بندیانو سره یې مرکې کړي.
شمېرې ښيي چې تېر کال د شکنجې اړوند ۷۹ قضیې ثبت شوي دي.
د بشري حقونو کمیسیون په دغه رپوت کې راغلي، تېر کال د ملي اردو سرتېرو په اړوند څلور قضیې ثبت شوې چې تورن کسان یې شکنجه کړي.
د دغه کمیسیون موندنې ښیي چې ډیره شکنجه د کندهار د پولیسو په نظارت خونو او کندوز او بغلان کې د ملي امنیت ریاست په توقیف خونو کې شوې.
غبرګونونه
د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي د بشري حقونو د رپوټ په اړه له غبرګون وروسته د دغه رپوټ له اروزنې ولري.
خو کورنیو چارو وزارت وایي د بشري حقونو دغه رپوټ ردوي او وایي دوی ته په اړوند توقیف خونو او زندانانو کې شکنجه نشته:
"هغه څه چې په دې رپوټ کې راغلي موږ یې نه منو ځکه زموږ په نظارت خونو او زندانو کې شکنجه نشته موږ دې ته چمتو یو چې کورني او نړیوال څارونکي بنسټونه راشي او وضعیت له نژدې وګوري موږ د بندیانو او تورنو ټولو بشري حقونو ته ژمن یو."

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
وړاندې هم د بشري حقونو یوشمېر نړیوالو سازمانو او ملګرو ملتونو ویلي وو، د افغانستان په زندانو کې د د پوښتنو ګروېږنو پرمهال تورن کسان شکنجه یا ربړول کېږي.
د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې برېښنا شاټونه او ځینې نورې شکنجې ربړونې یادې شوې چې تورن یې د اعتراف پرمهال ګوري.








